د نوښت له لارې امنیت

جنرال میکایل اِې. کوریلا، د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې قوماندان د مصنوعي ذهانت (ای.آی)، مشین زده کړې او بې پرسونل سیسټمونو پشمول د نوي ټیکنالوژۍ او طرحو د کارولو له لارې په مرکزي قومانده کې د عملیاتو لوړوالي لپاره نوښتي هڅو باندې غږیږي. هغه بیا د ګډون کونکي ژورنالستانو څخه پوښتنې راخلي.

ناظم:  د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو د دوبۍ سیمه ییز مرکز څخه ټولو ته سلام. زه د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې قوماندان جنرال میکایل “ایریک” کوریلا سره د دې رسمي خبرو لپاره د مینځني ختیځ او د ټولې نړۍ څخه د تلیفون له لارې زموږ ګډون کونکو ته ښه راغلاست وایم.    

جنرال کوریلا به د پرانیستې وینا وکړي او د راغلي خبریالانو پوښتنې به ځواب کړي. موږ په خوښۍ سره د دې خبرو لپاره په عربي ژبه کې هم مهاله ژباړه هم وړاندې کوو.  موږ هیله مند یو چې هرڅوک دا موضوع په پام کې ونیسي او ورو وغږیږي.  

اوس زه د پرانیستې وینا لپاره جنرال کوریلا ته وار ورکوم. ښاغلیه، ستاسې وار دی.   

جنرال. کوریلا:  سام، مننه ستاسې له دې سریزې. او له تاسو ټولو هم مننه چې د خبرو لپاره پدې بلنه راغلئ. ټولو هغوی ته ښې رخصتۍ څوک چې یې لمانځي، او تاسې ټولو ته دې نوی کال مبارک وي. زه پوهیږم ستاسې خوا ته نړۍ کې دا مهال ماښام ناوخته دی. دا داسې څه دي چې ما له یوڅه مودې راهیسې غوښتل وې کړم، او داسې ښکاري چې هرځله موږ هڅه کوو او مهالویش کوو یې، کوم څه په ناچارۍ سره په سیمه کې راپورته شي یا د سفر مسله وي. مګر موږ اوس دلته یو او زه خوشحاله یم چې په نهایت کې زه اوس کولی شم دا ترسره کړم.   

نو له کله راهیسې چې د سینټکام قومانده زما لاس کې ده، ما خپل د وخت نږدې 50 تر 60 سلنه پدې سیمه کې په سفر کولو تیر کړی دی. د سیمې څخه لیدنه کول زما لپاره خورا مهم دي ځکه چې له دې لارې زه ژور لید ته لاسرسی مومم. هیڅ څوک نشي کولی د تلیفون د زنګ له لارې د خلکو کلتور حس کړي؛ همدارنګه تاسې هیڅ نشئ کولی د لیرې لارې ویډیویې کنفرانس له لارې حیرانونکي کلتور حس کړئ. لکه څنګه چې تاسې ښه پوهیږئ، دا سیمه ستر کلتوري او ټولنیز ارتباط لري ـــ د تمدن زانګو، د سیمې برم لرونکی طبعیت، پخوانی تاریخ، او د نړۍ د درې سترو دینونو کور دی. دا د ځینې خورا مهمو علمي، هنري، تدریسي او ټولنیزو ونډو کور دی.   

نو زموږ سیمه په واقعیت کې هم د امریکا متحده ایالاتو او نړۍ ته اهمیت لري. کوم معلومات چې زه د دې شخصي لیدنو پرمهال لومړی لاس ترلاسه کوم هغه خورا ډیر ارزښتمند دي پداسې حال کې چې موږ ننګونو ته کتنه کوو او په سیمه کې فرصتونه ډیروو.   

زه باور لرم زما لپاره حتمي دي چې زما سیالانو سره مخامخ وغږیږم. دا یوازینۍ لاره ده چې موږ پکې هغه ډول تلپاتې اړیکې جوړولی شو کومو ته چې موږ اړتیا لرو، او د دغه ناستو په مینځ کې کله چې زه بیرته دلته ټمپا کې یم، زه تل زما د نظامي سیالانو او په ملګري سیمو کې زموږ د سفیرانو سره په اړیکه کې یم. په حقیقت کې، نن سهار زه د دفاع درې مشرانو سره وغږیدم، او په ټوله تیره اونۍ کې زه په سیمه کې وم.   

زما سفر او بوختیاوې د سینټکام لپاره زما ستراتیژیک څرنګوالي ته بڼه ورکولو کې مرسته کوي، کوم چې په درې ټکو کې غوره لنډیز کیږي: خلک، شریکان، او نوښت. راځئ د خلکو یې راپیل کړو. 

خلک زموږ ترټولو ستره شتمنې ده. په سینټکام کې زموږ خلک زموږ خورا مهمه سرچینه ده. موږ خلک ګومارو، پانګوونه ورباندې کوو، ساتو یې، او پاملرنه یې کوو ــ د غوره خلکو ــ او د هغوی د کورنیو. مګر زموږ لپاره، طرحه د سینټکام ورهاخوا ځي او په هغه ننګونو کار کونکي ټولو ته ورغزیږي چې سیمه ورسره مخ شوې. زه د امریکا متحده ایالاتو حکومت غړو، په سیمه کې حکومتي مشرانو، مرستندویه کارګرانو، رسنیو یادونه کوم ـــ تاسې ټول د دې برخه یې. موږ ټول په سیمه کې شریکان یو، او ما په سیمه کې د درې لسیزو ډیره موده خدمت کولو وروسته وموندل چې د دې اړیکو ډاډمن کول بې ریا دي، باور ډیروي او د نظامي او امنیتي بریا لپاره خورا مهم دي. د سیمې ځورونکو ستونزو ته ټول حلونه د خلکو سره پیل کیږي او د خلکو سره پای ته رسیږي.  

شریکان د چین او روسیه په څير سیالانو پر وړاندې زموږ د ملت پرتله ای بریا ده. هیڅ هیواد په سیمه کې یوازې د پیچلتیا سره نشي مخ کیدلی. موږ باید په راتلونکي میاشتو او کلونو کې دغه مشارکتونو ته وده ورکړو، پیاوړي یې کړو او تکیه ورباندې ولرو. په تیرو څه له پاسه 20 کلونو کې سینټکام د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ډیر تمرکز لاندې و. دا د امریکا په تاریخ کې یو غیرعادي وخت و. موږ په ورته وخت کې په دوه جګړو کې بوخت و. دغه جګړې پای ته رسیدلي دي، او اوس موږ په مینځني ختیځ کې زموږ د ځواکونو کچه خورا ډیره راکمه کړې ده. نو موږ اوس په سیمه کې هغه ډیر شمیر الوتکې، بیړۍ، سرتیري او د هوایی دفاع سیسټمونه نلرو چې موږ پنځه کلونه مخکې درلودل. پرځای یې موږ ژور، تلپاتي مشارکتونو ته وده ورکړې چې په سیمه کې د ګواښونو پر وړاندې د انګړ په توګه کار کوي پداسې حال کې چې د ایران د خورا ناوړه ورانونکي چلند مخنیوی کوي.  

د چین او روسیه لپاره مشارکتونه انتقالي اړیکې دي. د سینټکام لپاره زموږ مشارکتونه د ارزښتونو پربنسټ اړیکې دي. دا هغه څه دي چې په سیمه کې موږ د انتخاب وړ شریک ګرځوي.   

نوښت د دې ستراتیژیک طریقې اخرنی جز دی، او نن ماښام زه په همدې موضوع یو څه وخت تیرول غواړم. نوښت زموږ شریکانو سره د وصل نسج دی. نوښت زموږ مشارکتونه پیاوړي کوي، په عملیاتو کې مرسته کوي او د سیمې ثبات ډاډمن کوي. نوښت زموږ د مشارکتونو ارزښت پراخوي، په سرچینو کې ځینې تشې ډکوي، او موږ ته وړتیا راکوي چې چټک حرکت وکړو، په ډیرې بسیا سره فعالیت وکړو، او په ټولو عملیاتي هڅو کې پرمختګ ډیر کړو.  

نوښت زموږ لپاره یوازې ټیکنالوژي نده؛ دا د افکارو نوښت، د طرحې نوښت، د پروسې نوښت دی. موږ د نوښت کلتور رامینځته کوو او پدې سفر کې زموږ شریکان زموږ سره ملګري دي.   

سیمې ته د امریکا ژمنتیا په ډګر کې د شته پښو منډ په واسطه سنجول کیده. دا د فکر کولو پخوانۍ طریقه وه. پرځای یې، دا ژمنتیا باید زموږ د شریکانو د پیاوړتیا په واسطه وسنجول شي. د مثال په توګه، موږ په هغه شتمنیو کار کوو چې موږ یې واردمخه لرو او د سینسرونو یو بل سره وصل جال جوړو چې د واقعیی مهال ډیټا ولیږدوي، د ډیټا د ادغام، مصنوعي ذهانت پلیټفارمونو له لارې یوځای ولیدل شي چې د عملیاتي چاپیریال روښانه انځور جوړولو کې مرسته وکړي. موږ د مصنوعي ذهانت یا ای.آي سره وصل بې پرسونل سیسټمونه کاروو ترڅو موږ ته غوره معلومات په چټکۍ سره راکړي. پدې سره موږ کولی شو زموږ پرسونل لرونکي سیسټمونه په ډیر مهارت او ستراتیژیکه توګه وکاروو. دا ټول هرڅه موږ سره مرسته کوي د پریکړې واکمني ترلاسه کړو. موږ کولی شو معلوماتو ته وده ورکړو او زموږ د دښمنانو پرتله په ډیرې چټکۍ سره د پریکړو کولو لپاره ای.آی وکاروو او زموږ پرسونل لرونکي سیسټمونه په ډیر اغیزناک ډول وکاروو.   

سینټکام پدې وروستیو کې د نوښت درې کاري ځواکونه په لاره اچولي دي: کاري ځواک 59، کاري ځواک 99، او کاري ځواک 39. اجازه راکړئ تاسې ته یې تشریح کړم چې دغه کاري ځواکونه په واقعیت کې څه کار کوي.   

کاري ځواک 59 زموږ د سمندر اړوند نوښت کاري ځواک دی. تاسې هرو مرو پدې اړه اوریدلي دي، او په تاسې کې ډیری و پدې راپورونه ورکړي دي. د کاري ځواک 59 بنسټ زموږ بې پرسونل کښتۍ دي، هم د اوبو په سطح او هم د اوبو لاندې. دا بې پرسونل کښتۍ سینسرونه لري کوم چې خورا ډیر مقدار معلومات راټولوي. دغه ډیټا، چې د ډیټا د ادغام او مصنوعي ذهانت پلیټفارمونو له لارې تیریږي، د عملیاتي چاپیریال روښانه انځور جوړولو کې مرسته کوي. د کاري ځواک 59 له لارې، دا مهال موږ پداسې لاره کې یو چې په چټکۍ سره د سمندري ګواښونو کشف کولو کې ښه والی راوړو او د خوندي سمندر او د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د قوي محافظت لاسته راوړو لپاره یو مدغم، بې پرسونل او د مصنوعي ذهانت شبکه جوړو.   

خورا مهم یې دا دي چې زموږ نړیوال او سیمه ییز شریکان موږ سره پدې لاره کې ملګري دي. کاري ځواک 59 تیر کال د بحرین سره یوځای شوی او موږ یو مرکز هلته او یو د اردن په عقبه کې جوړ کړی. دا تیره میاشت، بحرین په خلیج کې په یوه سمندري تمرین کې ګډون وکړ چې پدې کې د سعودي عربستان، بحرین، انګلستان، او د امریکا متحده ایالاتو څخه اوه پرسونل لرونکي کښتیو د بې پرسونل سیسټمونو سره یوځای برخه واخیستله. دا یو له هغه مثالونو دی چې ښئ زموږ ځواکونه همدا اوس راتلونکی درک کوي، او په ګډه دا چاره مخته وړي. همدا تیره اونۍ، کاري ځواک 59 ډیجټل هریزون پای ته ورساو، چې د سمندري ګومارنې لپاره د ترټولو غوره بې پرسونل او ای.آی حلونو پیژندلو په موخه په لویه کچه ننداره ده. پدې تمرین کې، کاري ځواک 59 په عرب خلیج کې د ای.آی پلیټفارمونو سره وصل مخ په ودې بې پرسونل کښتیو سره تجربه وکړه. د کاري ځواک مشرانو ارزونه وکړه چې د پلیټفارمونو کوم ترکیب د سمندري برخې ترټولو غوره پوهاوی وړاندې کوي، او کوم یې اوسمهال کې د عملیاتي ګومارنې لپاره چمتو دي.   

د 2023 وروستیو پورې به کاري ځواک 59 د 100 کښتیو ټولګه ولري چې یو ځای به فعالیت کوي، یو ځای به تګ راتګ کوي او ټولو ګډون کونکي ځواکونو ته به ګډ عملیاتي انځور وړاندې کوي. زموږ هدف دا دی چې د دغه کښتیو لږترلږه 80 به یې زموږ ملګري ځواکونو لخوا وړاندې شي، او موږ د دې چارې ترسره کولو لپاره سم روان یو.   

د کاري ځواک 59 سربیره، کوم چې په سمندري برخه کې په بحر کې فعالیت کوي، موږ په قطر کې کاري ځواک 99 لرو چې د هوا برخه کې فعالیت کوي. کاري ځواک 99 به د کاري ځواک 59 سمندري هڅو سره د هوایی ډرونونو له لارې ملتیا کوي چې د ټاکلي وزنونو او نورو وړتیاو سره بشپړیږي، په ګډه فعالیت کوي، ډیټا کشف او راټولوي چې د عملیاتو مرکز تغذیه کوي. د کاري ځواک 99 بې پرسونل الوتکې به زموږ په دښمنانو بد حالت راولي او زموږ سیسټمونو او زموږ شریکانو ته ګواښونه کشف او ماتې به ورکړي.   

په اخير کې، موږ کاري ځواک 39 لرو، زموږ د ځمکني نوښت کاري ځواک. کاري ځواک 39 یوه طرحه او ټیکنالوژي ازموي ترڅو د پرسونل لرونکي ځمکني وسایطو سره د بې پرسونل ځمکني وسایطو ټولګه شامل کړي او زموږ د سرتیرو پياوړتیا او د ځواک موقف پیاوړي کولو په درشل زموږ سره مرسته وکړي او موږ وکولی شو زموږ ځواک محافظت کړو. کاري ځواک 39 پرسونل لرونکي او بې پرسونل سیسټمونه سره یوځای کوي. کاري ځواک 39 همدارنګه ایراني ډرونونو ته د ماتې ورکولو لپاره د نوي ټیکنالوژۍ په لټه کې دی. موږ غواړو ډرون ته د ماتې ورکولو نوي سیسټمونو، د نظرونو او ټیکنالوژۍ او د مستقیم انرژۍ شاملولو لپاره د تجربي مرکز په توګه کار وکړو.   

لکه څنګه چې تاسې پوهیږئ، ایراني ډرونونه په سیمه کې یو ګواښ دی. ایران د ډرون سیسټمونو وسله تون لري چې پدې کې کوچنیو، لنډ حد ډرونونو څخه نیولي تر د عصري استخباراتو، څارنې او کشف واحدونو پورې شامل دي. هغوی غټ ډرونونه جوړوي چې وکولی شي د ډیر وژونکي بار سره لاډیره الوتنه وکړي. موږ نن ورځ یو.ای.وي ته په هماغه سترګه ګورو په کومه چې موږ په عراق او افغانستان کې زموږ د جګړو په پیل کې د سړک غاړې ماینونو ته کتل.   

دا ټولې هڅې د نوښت د کلتور چترۍ لاندې دي چې موږ یې په سینټکام کې جوړو. نو دا هغه څه دي چې موږ یې د نوښت په اړه کوو. او موږ پدې لړ کې زموږ شریکانو ته اړتیا لرو، او همدارنګه موږ اړ یو نوښت چټک کړو ځکه چې تاسې پوهیږئ دا سیمه لاهم خطرناکه پاتې ده.   

زموږ شریکانو او د سوریه دموکراتیک ځواکونو سره یوځای موږ په داعش فشار راوړلو ته دوام ورکوو. همدا تیره اونۍ موږ زموږ د سوریه دموکراتیک ځواک شریکانو سره یو لړ چاپې واچولې چې په پایله کې یې ډیر شمیر داعشیان، پشمول د یوه لوړ رتبه مشر ونیول شو. په ورته وخت کې، موږ په عراق کې د داعش سره جګړه کې د عراق امنیتي ځواکونو مشورې، مرستې او وړتیا ته دوام ورکوو. په حقیقت کې، نن په عراق کې زموږ د محاربوي رول څخه د مشورې، مرستې او وړتیا رول ته د اوښتو یو کال پوره شو. له دغه وخت راهیسې، د عراق امنیتي ځواکونه په یرغلیز ډول په عراق کې د داعش پر وړاندې جګړه کوي. د اراضي له پلوه، داعش ماتې خوړلې او نشي کولی په پراخه سیمو خپله ولکه ټینګه کړي. په هرصورت، داعش لاهم یو ګواښ دی او د عراق امنیتي ځواکونه به په عراق کې د داعش مشرتابه باندې فشار وساتي.   

راتلونکې اونۍ به موږ په عراق او سوریه کې زموږ د داعش ته ماتې ورکولو عملیاتو بشپړه ټولګه خپره کړو: د عملیاتو، چاپو، توقیفونو او د داعش وژل شویو غړو بشپړ شمیر. زه فکر کوم د داعش پر وړاندې زموږ د شریکانو لخوا ترسره شوی بشپړه اندازه او سکوپ به د ځینو لپاره یو څه سترګې پرانیستونکی وي. دا به د ټول کال عملیات د پوښښ لاندې ولري.   

پداسې حال کې چې داعش په عراق او سوریه کې په بشپړ ډول ضعیف شوی، دا ګروپ په سیمه کې د عملیاتو ترسره کولو وړتیا لري، او موږ پوهیږو چې هغوی د سیمې دباندې برید کولو لیوالتیا لري. او موږ داعش په درې کټګوریو کې وینو.   

لومړی، په لویه کچه داعش. دا د داعش مشرتابه او جنګیالیو اوسنی نسل دی چې موږ یې پر وړاندې اوسمهال په جګړه کې یو. پداسې حال کې چې موږ د هغوی وړتیا د پام وړ حد پورې کمزورې کړې، د هغوی ناوړه ایډولوژي بې کنټروله او د محدودیت پرته پرځای پاتې ده.   

بل هغه داعش دی چې موږ یې په توقیف کې لرو. پدې کې شاوخوا 10,000 داعش جنګیالي په ټوله سوریه کې د توقیف کیمپونو کې دي او شاوخوا 10,000 یې په عراق کې د توقیف مرکزونو کې دي. په سوریه کې زموږ د ایس.ډي.ایف شریکان د دغه کمپونو ساتنه کوي.   

په اخر کې د داعش راتلونکی نسل دی. دا په الحول کیمپ کې د 25,000 څخه ډیر ماشومان دي څوک چې د تلقین کیدو خطر سره مخ دي. په کیمپ کې دغه ماشومان د داعش افراطیت لپاره لومړني هدفونه دي.  په کیمپ کې ویرونکي حالتونه هغوی د داعش ایډولوژي خپلولو ته لاډیر مستعد کوي. د شاوخوا 56,000 اوسیدونکو سره، چې له 90 سلنې ډیر یې ښځې او ماشومان دي چې په خیمو کې ژوند کوي، نوموړی کیمپ د انساني کړاو بیلګه ده. د ائتلاف لپاره یو لنډمهالی هدف د ټولو اوسیدونکو لپاره د دې کیمپ خوندي کول او په دغه اوسیدونکو د داعش د اغیزې کمول دي. د کیمپ اداره، د سوریه دموکراتیک ځواکونه، او د کیمپ امنیت د ډیرو امنیتي اقداماتو له لارې دا کار کوي. سینټکام د دغه امنیتي ځواکونو ملاتړ باندې تمرکز ته دوام ورکوي پداسې حال کې چې هغوی په کیمپ کې حالاتو ښه کولو لپاره په لیوالتیا سره کار کوي. دا د داعش د ماتې دوام لپاره خورا مهم دي. موږ د دې ډلې بیاځل راپورته کیدو مخنیوي ته ژمن یو.   

په هرصورت، اوږدمهال هدف باید د کیمپ اوسیدونکو خپلو اصلي هیوادونو ته په بریالیتوب سره بیرته تلل، بیارغونه او بیرته ادغام وي. موږ په کیمپ کې امنیت او همدارنګه بشري وضعیت ته د رسیدنې په پار د سوریه دموکراتیک ځواکونو سره کار کولو ته دوام ورکوو. په الحول کې په ګډه کار کول د داعش دوامداره ماتې ډاډمن کولو لپاره زموږ د جاري عملیاتو توسعه ده.   

په ورته مهال کې ایران د ملیشه ډلو، بالستیک میزایلو وړتیاو، یو.ای.وي او نړیوالو اوبو ته د هرې ورځې ګواښونو له لارې د سیمه ییز امنیت او ثبات خرابولو ته دوام ورکوي. ایران د بندیزونو او تحریمونو نه سرغړونو ته دوام ورکوي او خپلو نیابتي او اړوند شبکو ته وسلې ورکوي، او په نړیوالو اوبو کې کښتۍ ضبطوي. ایران د تهران لخوا تمویل شوي پاریدلي نیابتي ډلو له لارې ناکرارۍ خپرولو ته دوام ورکوي. او دا د ایران ملاتړ لرونکي ډلې تل په عراق او سوریه کې امریکایی سرتیرو او زموږ شریکانو باندې بریدونه کوي. د 40 کلونو څخه ډیره موده کیږي چې ایراني رژیم تروریزم او تروریستي سازمانونه تمویل کوي او په یرغلیز ډول یې ملاتړ کوي او د بدنیته فعالیتونو په ترسره کولو سره یې نړیوال نورمونه مات کړي پداسې حال کې چې نه یوازې سیمه بلکه نړیوال امنیت او سوداګري یې بې ثبانه کړې.   

نو موږ زموږ د خلکو، شریکانو او نوښت طریقې ترڅنګ غوره پرمختګ کوو، مګر لاهم ډیر کار پاتې دی چې باید وشي. ګواښونه واقعیی دي او دا سیمه نړۍ ته خورا ډیره مهمه ده.  او زه د دې موضوعاتو په اړه ستاسې ټولو پوښتنو ته په خوشحالۍ سره ځواب وایم.    

ناظم:  ډیر ښه. ښاغلی له تاسې ډیره مننه د پرانیستې وینا لپاره. موږ اوس د نن ورځې د پوښتنو او ځوابونو برخه پیلوو. هغه پوښتنې چې واردمخه سپارل شوي دي په لیکه کې په ترتیب شوي، او زه غواړم یادونه وکړم چې د دې زنګ په عربي ژباړه کې موږ زموږ د همکارانو لخوا واردمخه سپارل شوی خورا ډیرې پوښتنې ترلاسه کړي دي، او زه غواړم چې نیایې وکړم او هڅه به وکړم څومره چې شوني وي لدغو غوره پوښتنو ډیرې یې راواخلم پداسې حال کې چې پدې انګلیسي ژوندۍ لیکه کې دلته لاهم یو څو پوښتنې واخلو.   

نو موږ به مخته لاړ شو د واردمخه سپارل شوې یوې پوښتنې سره به پیل وکړو، او جنرال کوریلا، دا لومړۍ پوښتنه د مصر د المصري الیوم ورځپاڼې څخه د محمد ماهر لخوا ده. او محمد پوښتنه کوي، “د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ کاري ځواک به راتلونکي کال پورې د خلیج سیمې ستراتیژیکو اوبو کې 100 بې پرسونل کښتۍ د سمندري ګواښونو مخنیوي لپاره وګوماري. پدې اړه پدې وروستیو کې په بحرین کې د ماناما ډیالوګ پرمهال خبرې شوې وې. جنرال کوریلا، آیا کولی شئ د دې پروژې په اړه موږ ته نور معلومات راکړئ، او آیا تاسې پدې تړاو د نورو هیوادونو سره کار کوئ.” ستاسې وار دی ښاغلیه.  

جنرال. کوریلا:  سمه ده. ډیر ښه، محمد، له تاسې څخه ددې پوښتنې لپاره مننه. نو ښکاره ده، دا پروژه زموږ د سمندري نوښت کاري ځواک، چې کاري ځواک 59 دی برخه ده. دا بې پرسونل کښتۍ سینسرونه لري کوم چې خورا ډیر مقدار معلومات راټولوي. له دې لارې به موږ وکړی شو د نړیوالو اوبو خورا ډیره برخه ووینو کومه چې سیمې او نړۍ ته ډیره مهمه ده، او پدې کار سره به موږ وکولی شو زموږ پرسونل لرونکي سیسټمونه په لاډیر اغیزناک او ستراتیژیک ډول وکاروو. دا کښتۍ د سینسرونو له لارې ډیټا راټولوي؛ بیا دغه ډیټا د ادغام او مصنوعي ذهانت پلیټفارمونو له لارې تیریږي، او موږ ته د عملیاتي چاپیریال ډیر روښانه انځور راکوي او همدارنګه زموږ د پرسونل لرونکي پلیټفارمونو لاډیر اغیزناک کارول. نو داسې فکر وکړئ چې دا د نښې او خبرداري سینسرونه دي، لکه د ترصد په څیر ترڅو بیا موږ زموږ پرسونل لرونکي شتمنۍ په لاډیر اغیزناک ډول وکاروو.   

دا پراخه اوبه دي چې موږ یې باید د سمندري برخې پوهاوی وړاندې کړو. مګر پدې هڅه کې ترټولو مهم دا دي چې موږ په سیمه کې د نږدې هر شریک هیواد سره لاس په لاس کار کوو، او د 100 کښتیو ټولګې – دواړه د اوبو سطحې او د اوبو لاندې کښتیو لپاره هدف دا دی چې د دغو څخه 80 سلنه د شریک هیوادونو او 20 سلنه یې د امریکا متحده ایالاتو څخه اوسي. موږ باور لرو چې موږ اوسمهال دغه هدف لوري ته روان یو او پدې برخه کې مو خورا ډیر پرمختګ کړی دی.  نو زموږ شریکان په بشپړ ډول موافق دي او ډیر ژر به د دې مخکښان وي.   

محمد، د پوښتنې لپاره مو مننه.   

ناظم:  ډیر ښه. مننه ښاغلیه. زه غواړم بلې واردمخه سپارل شوې پوښتنې ته ورشم، او دا د بحرین د الایام ورځپاڼې څخه د تمام ابوصافي پوښتنه ده. او تمیم پوښتنه کوي، “د امریکا متحده ایالاتو پدې وروستیو کې لوی مقدار وسلې ونیولې چې د ایران لخوا یمن ته قاچاق کیدلې. آیا دغه بې پرسونل ټولګه چې تاسې ورباندې کار کوئ په خلیج کې یې جوړه کړئ دا به په سیمه کې د ایران د غیرقانوني فعالیتونو کمولو کې ونډه ولري؟” ستاسې وار دی ښاغلیه.   

جنرال. کوریلا:  تمیم، یو وار بیا د پوښتنې لپاره مننه. تیرې پوښتنې سره یوڅه ورته ده. مګر هو، په قطعي ډول. نو دا یوه بې پرسونل ټولګه ده او پدې سره موږ د سمندري برخې پراخه پوهاوی ترلاسه کولی شو. دا پدې معني ده چې دې سره موږ کولی شو ډیر لیرې پورې کتنه وکړو او د اوبو لارو خورا ډیره برخه ولیدلی شو چې غیر له دې به یې موږ د لیدلو وړتیا نه درلودلی. هره بې پرسونل کښتۍ په مختلف سینسرونو مجهز ده. دا سینسرونه د سمندر په سطحه کې ژوند بیلګه کوي او د سمندر لاندې څخه هم فعالیت کوي، او پدې کار سره دا موږ ته وړتیا راکوي چې زموږ د توجه وړ نورمال او غیرنورمال کښتۍ وپیژنو. دا د سل کښتیو ټولګه به هغه زرګونه کښتۍ څاري چې هره ورځ زموږ د اوبو څخه تیریږي.  

اوس، څه واقع کیږي کله چې دا بې پیلوټه کښتۍ یو عیر معمول نمونه کشف کړي یا داسي یو څه ووینې چې غیر معمول څرګندیږي، لکه یوه کښتۍ په غیر معمول لاره کې یا د غیر قانوني فعالیت سره اړوند جریان کې؟ پرته له کوم امر څخه، پرته له دې چې کوم انسان تڼۍ ته فشار ورکړي، دا ډرون معلومات راټولوي. هغه دا معلومات د عملیاتو مرکز ته لیږدوي. او د عملیاتو دې مرکزونو کې دننه انسانان اوس کولی شي د اقدام کولو لپاره پرسونل لرونکي سیسټمونه لارښود کړي. نو پدې اړه داسې فکر وکړئ چې د پرسونل لرونکي – پرسونل نلرونکي ټیمونو په توګه موږ څنګه کار کوو. 

او دا فقط بې پرسونل کښتۍ ندي. موږ د سینسرونو یو بل سره وصل جال جوړوو چې د واقعیی وخت معلومات ولیږدوي، د معلوماتو د ادغام او مصنوعي ذهانت پلیټفارمونو له لارې سره یو شي، کوم چې د عملیاتي چاپریال روښانه انځور جوړولو کې مرسته کوي. زه هیله لروم چې ستاسې پوښتنه ځواب شوي وي، تمام.  

ناظم:  ډیر ښه. مننه ښاغلیه. اوس به موږ د ژوندۍ لیکې څخه یوې پوښتنې ته ورشو، او دا پوښتنه د ایسي بیروت څخه د راګر باراک څخه راخلو. آپریټر، مهربانې وکړئ لیکه پرانیزئ.  

آپریټر:  لیکه پرانیستې ده. مهربانې وکړئ مخته ولاړ شئ.  

پوښتنه:  سلام ښاغلیه. زه غواړم د سعودي عربستان او د امریکا متحده ایالاتو ترمینځ د اړیکې او نظامي همکارۍ په اړه پوښتنه وکړم، د سیاسي، که ووایم د دې دواړو هیوادونو ترمینځ د سوړ وضعیت له امله. نو نظامي همکاري څنګه ده؟ مننه.  

جنرال. کوریلا:  راجر، د پوښتنې لپاره خورا ډیره مننه. پداسې حال کې چې سعودي ـــ د سعودي شاهي ځواکونو سره موږ خورا ډیره قوي نظامي اړیکه لرو. په حقیقت کې، زه همدا نن سهار د دفاع رییس جنرال فیاض الرویلي سره وغږیدم، او موږ زموږ د نظامي همکارۍ پیاوړي کولو لپاره د عملیاتو او فرصتونو په اړه عالي بحث درلود.   

همدا تیره میاشت زه مینځني ختیځ ته د څو هیوادونو سفر په لړ کې په ریاض کې وم. ما د جنرال رویلي سره غوره بوختیا درلودله، او زما ټیم او ما وکولی شو په یوې ګډې نظامي پلان کمیټې کې ګډون وکړو چې جنرال رویلي یې کوربه و. موږ د ډیری امنیتي مسایلو په اړه وغږیدو چې موږ ورباندې نن خبرې کوو، پشمول د مصنوعي ذهانت او بې پرسونل سیسټمونو ګومارل، او نوې ټیکنالوژۍ او نظرونه د دښمن ډرونونو د ماتولو لپاره. زه د هغه سره په مینځني ختیځ کې د ډیرو امنیتي ننګونو په اړه پشمول د یمن کې د جګړې، سمندري ګواښونو، او تاوتریخجن افراطي سازمانونو په منظم ډول غږیږم. 

په یاد ولرئ، د سعودي سره زموږ نظامي اړیکې د 1951 څخه راپیل شوي. د شاهي سعودي وسله وال ځواکونو په صحرا توفان کې زموږ سره یوځای جګړه کې ګډون کړی او په مینځي ختیځ کې زموږ لپاره د یوه مهم شریک په توګه پاتې دی، او دا اړیکې نن ورځ خورا ټینګې دي. دا باید د مینځني ختیځ دایمي امنیت او ثبات لپاره وي. سعودیان زموږ سره ستراتیژیک پلانونو ته خورا ډیر لیواله دي، او زموږ پلان جوړونکي تل سعودي ته سفر کوي ترڅو د سعودي نظامي مشرانو سره د اوږدمهاله ستراتیژیک لیدلوري لپاره د هغوی نظرونو جوړولو برخه کې کار وکړي.   

راتلونکی کال به د لومړي ځل لپاره، د سعودي شاهي وسله وال ځواکونه ملي نظامي ستراتیژي او د ملي دفاع ستراتیژي خپره کړي چې د ملي امنیت او د سیمه ییز امنیت لپاره د سعودي ستراتیژیک لیدلوری پکې وړاندې کیږي. زه فکر کوم چې دا د سعودي شاهي ځواکونو لپاره یو حیاتي ګام دی. او سعودیان د عصري، نوښتي نظامي ځواک جوړولو باندې تمرکز لري. زه د هغوی د بشپړ شاهي سعودي وسله وال ځواکونو عصري کولو او بدلون او نوښت باندې د هغوی تمرکز څخه اغیزمن شوی یم، کوم چې زموږ لپاره واقعیآ مهم دي، او موږ پدغو د یو.ای.ایس سیسټمونو او ټیکنالوژۍ ضد برخه کې کار کوو. 

زه فکر کوم هغوی د راتلونکي لپاره چمتو دي، او زه دوامداره نظامي مشارکت ته سترګې په لاره یم. بیاهم، دا په زړه پورې قوي اړیکه ده، او زه فکر کوم چې که موږ هره اونۍ ونه غږیږو نو هره یوه اونۍ وروسته زه غږیږم او زه همدارنګه اکثر هلته ورځم. راجر، آیا ستاسې پوښتنه ځواب شوه؟  

ناظم:  ښاغلی، موږ به مخته ولاړ شو، او ور به شو ــ زه فکر کوم راجر بیرته د اوریدو حالت ته ستون شوی، نو موږ به مخته لاړشو او بلې پوښتنې ته به ورشو. 

بله پوښتنه به بیا هم زموږ د ژوندۍ لیکې څخه وي، او دا به په مصر کې د الاهرم ورځپاڼې څخه د آغلې سوزي الجینیدي څخه راواخلو. آپریټر، مهربانې وکړئ لیکه پرانیزئ.  

پوښتنه:  هو. مننه. نو د دې فرصت لپاره له تاسې مننه. او زما پوښتنه ده: د سیمې خوندیتوب لپاره د امریکا او د مصر ترمینځ د ستراتیژیک همکارۍ لپاره لیدلوري څه دي؟  او دا چې تاسې یادونه وکړه داعش لاهم یو ګواښ دی، نو تر کوم حد پورې به د روسیه – اوکراین جګړه او په سوریه کې د ترکیه ممکن مداخلت په سیمه کې د داعش او نورو تروریستي ډلو سره د جګړې لپاره د امریکا متحده ایالاتو وړتیاو او د دې د پیلي خبرداري وسایلو او سیسټمونو باندې اغیزه وکړي. مننه.  

جنرال. کوریلا:  ښه، آغلې، مننه. د پوښتنې لپاره مو ډیره مننه. او زه په سیمه کې د مصر مشرتابه رول ته خورا ډیر ارزښت ورکوم. مصر د سیمې په ثبات کې له اوږدمهاله مهم رول لوبولی دی، او سینټکام دې ستراتیژیک اړیکې ته ژمن دی. د امریکا متحده ایالات او مصر د لسیزو راهیسې نظامي همکاري سره لري.  د 30 کلونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو د مصر سره مرسته کړې چې ستره، عصري پیاوړې اردو و روزي او مجهز یې کړي ترڅو هم د مصر امنیت او هم د سیمې ثبات کې ونډه ولري. 

مصر د 9/11 راهیسې د امریکا متحده ایالاتو سره د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې مهم رول لوبولی دی. زه فکر کوم چې د مصر سره د امریکا نظامي مشارکت زموږ دواړو هیوادونو او د سیمې لپاره بډایه محصول دی، او دا به په راتلونکي کې هم دوام ولري. زه فکر کوم چې دا اړیکه د سیمه ییز امنیت او ثبات لپاره خورا قوي او مهم دي. 

درې میاشتې دمخه زه په قاهره کې د جنرال محمد ذکي او د تورن جنرال اسامه عسکر سره وم. زه تل د جنرال عسکر سره په تلیفون غږیږم، هغه د دفاع مشر دی. او موږ د پولو د امنیت، د تروریزم سره مبارزې عملیاتو لپاره د شریکانو روزنې ښه کولو لپاره فرصتونو، د امریکا متحده ایالاتو – مصر نظامي مشارکت پیاوړي کولو لپاره فرصتونو په اړه مهم بحثونه لرو. ما فرصت درلود چې سینا ته ولاړ شم او دواړه ایم.ایف.او ووینو.   

زه فکر کوم چې که څه هم د دې اهمیت دا دی چې په مشارکتونو باور کول ریښتیني او سختو خبرو ته لاره برابروي، او دا هماغه ډول اړیکه ده چې موږ یې د مصر سره لرو. موږ په هره موضوع سره موافق نه یو، مګر موږ اړ نه یو چې موافق اوسو. مګر موږ باید د هرې موضوع په اړه ریښتیني بحثونه سره ولرو، او موږ د دې دوامداره ستراتیژیکې اړیکې پیاوړي کولو لپاره د ننګونو له لارې کار کوو.  

همدا تیر کال مصر د اسرایل او د فلسطین اسلامي جهاد او حماس ترمینځ خورا وروستیو جګړو کرارولو کې مهم رول لوبولی دی. همدا 10 ورځې مخکې مصر د څو هیوادونو ګډ کاري ځواک 153 مشرتابه قومانده په غاړه واخیستله. دا یو مشارکتي سمندري ځواک دی چې د سور سمندر د امنیت مسؤلیت په غاړه لري. د مصر لپاره په دې کاري ځواک کې دا لومړی ځل دی، او دا په سور سمندر کې یو نوی کاري ځواک دی، او هغوی د امریکا متحده ایالاتو څخه قومانده واخیستله. دا د ګډ سمندري ځواک برخه ده، د نړۍ تر ټولو ستر نظامي مشارکت، چې د 34 – غړو ائتلاف دی کوم چې په سمندر کې د مقرراتو پربنسټ د نړیوال نظم ساتلو لپاره شتون لري. بیا هم، دا لومړی ځل دی چې مصر په 2021 کې د ائتلاف سره د یو ځای کیدو راهیسې زموږ د کاري ځواکونو څخه د یوه قومانده په غاړه اخیستې.  

د داعش په اړه ستاسې پوښتنې په تړاو، دا لاهم دلته یو ګواښ دی. بیا هم، زه فکر کوم موږ د هغوی سیمې له هغوی نیولي دي، مګر د هغوی ایدولوژي بې کنټروله او د محدودیت پرته پاتې ده. او د څه په اړه چې زه اوسمهال اندیښمن یم هغه دا دي چې موږ کولی شو د داعش د ماتې عملیاتو ته دوام ورکړو کوم چې موږ په سوریه کې کوو. تاسې د ترکیه د تیري په اړه پوښتنه وکړه. زه پدې اړه خورا ډیره اندیښنه لرم ځکه چې دا سیمه بې ثباته کولی شي او زموږ د ایس.ډي.ایف شریکان د محبسونو څخه لیرې کوي. هغوی په شمالي سوریه کې شاوخوا 28 محبسونه لري. دا د دې لامل کیدی شي چې هغوی ورڅخه لیرې شي او دا په خطر کې واچوي. که ستاسې په یاد وي، تیر کال یوه محبس څخه، د تیر کال جنوري کې، نږدې 4,000 داعش بندیان ووتل. دا په ټول الحول کیمپ کې هم امنیت د خطر سره مخ کولی شي. نو که موږ وکولی شو د وضعیت کرارولو او د ترکانو د یرغل مخنیوي لپاره یې وکړو دا به مهم وي. 

بیاهم، مصر ډیر مهم دی. دا سیمې ته مهم دی. دا نړۍ ته مهم دی. زه دا تیر سپتمبر هلته تللی وم. ما د سویز کانال چارواکو سره یوځای د سویز کانال څخه لیدنه وکړله. نو پدې هیله چې ستاسې پوښتنه ځواب شوې وي، آغلې، او زه واقعیآ د دې ستاینه کوم.  

ناظم:  ډیر ښه. مننه ښاغلیه. زه پوهیږم چې زموږ وخت لږ دی، او زه په ژوندۍ لیکه کې یو څو ژورنالستانو نوبتونه لرم او همدارنګه یو څو نورې دمخه سپارل شوي پوښتنې، نو هیله مند یم چې موږ به دا بیا وکولی شو. زه غواړم د واردمخه سپارل شوي یوې وروستۍ پوښتنې ته وار ورکړم او دا پوښتنه په یمن کې د یوه ژورنالست ده. او په یمن کې ژورنالستان دې برنامو کې ګډون لپاره ډیر چانسونه نه ترلاسه کوي، نو زه په واقعیت کې غواړم د یمن څخه زموږ ژورنالست ملګرو څخه د یوه پوښتنه راواخلم. او دا د یمن شباب تلوزیون څخه د ښاغلي وفیق صالح پوښتنه ده. او وفیق پوښتنه کوي، “ښاغلی تاسې څه فکر کوئ د هغه دودیز میتودونو پرتله چې موږ کارولي دي د مصنوعي ذهانت او نورو ټیکنالوژیو معرفي کول پدې سیمه کې د سیمه ییز امنیت او ثبات ښه کولو کې کوم حد پورې ونډه لري؟” ستاسې وار دی ښاغلیه. 

جنرال. کوریلا:  ډیر ښه، وفیق، د دې پوښتنې لپاره مو مننه. بیاهم، ای.آی، مصنوعي ذهانت، چې کله دا زموږ د بې پرسونل سیسټمونو سره وصل او د سینسرونو له لارې معلومات راټولوي او په یوه شبکه کې فعالیت کوي، دا په واقعیت کې موږ ته لاره برابروي چې د پریکړې واکمني ترلاسه کړو. په بله وینا، موږ خورا ډیره ډیټا ترلاسه کوو چې د دې سینسرونو له لارې په او کې، د اوبو لاندې، په هوا کې، په ځمکه راځي. ای.آی دغه معلومات ترتیب کوي او له مخې یې موږ کولی شو د شیانو نه مفهوم واخلو. اساسآ، دا انسانان دي چې د ای.آي په مرسته یې له مخې موږ غوره پریکړې کوو.  

موږ د دغه پریکړو په چټکیو سره کولو لپاره دا معلومات کاروو. پدې توګه موږ کولی شو زموږ پرسونل لرونکي سیسټمونه په ډیر اغیزناک او ستراتیژیک ډول وکاروو.  که تاسې یوازې یو څو پرسونل لرونکي سیسټمونه ولرئ، نو باید په غوره ځای کې ځای په ځای یې کړئ. هغه څه چې دا ټول سینسرونه یې زموږ لپاره کوي په اغیزناک ډول د دې سینسرونو کارول دي د توجه لاندې یوې کښتۍ ته د ورتګ برخلاف، او تاسې درک کړئ چې هیڅ داسې څه نشته چې سینسر کولی شو موږ ته یې واردمخه ووایی. 

او موږ پدې هڅه کې بشپړ ملګري لرو، او زموږ ملګري دې مسلې ته زموږ طریقه کې زموږ سره موافق دي. او موږ باور لرو چې دا هرڅه به د سیمې امنیت او ثبات ښه کړي. بیا هم، د یمن څخه دې پوښتنې لپاره له تاسې مننه.  نږدې څو کلونه کیږي چې زه په صنعا کې وم، مګر پدې وروستو کې په تیرو څو میاشتو کې زه په یمن کې وم. نو د دې پوښتنې لپاره مننه ښاغلیه.  

ناظم:  ډیر ښه، ښاغلی. ډیره مننه. او اوس، جنرال کوریلا، که تاسې کومې اخرنۍ ویناوې لرئ، زه به وار تاسې ته درکړم. 

جنرال. کوریلا:  سام، بیا هم له تاسې مننه چې ما ته مو وخت راکړ. دلته موجود ټولو لپاره، تاسې ټول زما ویاند جوی بوکسینو پیژنئ. که تاسې پوښتنې لرئ، هغه سره اړیکه کې شئ، پوښتنې ورته وسپارئ، او موږ به وګورو چې آیا کولی شو ځواب یې کړو او هڅه به وکړو چې په وخت یې ځواب کړو. زه فکر کوم چې دا یو مهم نهاد او یو مهم پروګرام دی، او تاسې ډاډه اوسئ زه به دا په راتلونکي کې څو ځله وکړم. 

نو زه دلته په ټمپا کې یم، او سیمې ته زموږ د ژمنتیا په اړه هیڅ پوښتنه نشته. په مینځني ختیځ، مشرق، او مرکزي آسیا کې زموږ شریکانو ته زموږ ژمنتیا په اړه هیڅ پوښتنې نشته، او موږ ټول سره یو. موږ د نوښت په لوري د حرکت په حال کې یو او زموږ شریکان زموږ سره ملګري دي. او پداسې حال کې چې په سیمه کې د ننګونو پیچلتیاوې موجود دي، دا یو لړ فرصتونه هم وړاندې کوي، او موږ باید د دغه فرصتونو څخه د ګټه پورته کولو لپاره چمتو اوسو او د دې ننګونو په ګوته لپاره چمتو شو. د دې کار کول زموږ مشارکتونو باندې خورا ډیره تکیه او پانګونه کولو ته اړتیا لري.   

یو کال مخکې اسرایل هم سینټکام کې شامل شو او دا پراخه فرصتونه وړاندې کوي. داسې ښکاري چې اسرایل او عرب ځواکونو ته ورته ګواښونه ښکاري. هغوی شریک لامل لري. او ډیر په چټکۍ سره د خلیج ځواکونو او اسرایل ترمینځ نوی شراکت جوړ شوی.   

نو راتلونکي ته په کتلو سره زه تمه لرم هغه سیمه چې د سینټکام د پوښښ لاندې ده یو وار بیا د نړۍ په کچه د خورا متحرک سیمو څخه شي. ډیری پیښې چې سینټکام کې پیښیږي کولی شي په نړۍ کې زموږ سره څيرمه برخو ته یې څپې ورشي. نو بیا هم، په خلکو، مشارکت او نوښت باندې زموږ تاکید به د راتلونکي لپاره موږ غوره موقف کې کړي، او سینټکام د دغه شیبې سره لیدو ته چمتو دی. موږ نن د سیمې ملاتړ کولو لپاره په ښه موقف کې یو، او زه هغه ډیری لارو ته سترګې په لاره یم چې په راتلونکي کې په ګډه رول ته وده ورکړو. 

په زړه پوری نوی کال ولرئ. 

ناظم:  ډیر ښه. مننه ښاغلیه. پدې سره د نن ورځې اړیکه پای ته رسیږي. زه غواړم د امریکا متحده ایالاتو د سینټکام قوماندان جنرال میکایل “ایریک” کوریلا څخه زموږ سره د یو ځای کیدو لپاره مننه وکړم، او زموږ د ټولو اړیکه نیونکو څخه د ګډون کولو لپاره مننه کوم. که تاسې د نن ورځې اړیکې په اړه کومې پوښتنې لرئ، تاسې کولی شئ د دوبۍ سیمه ییز رسنیو مرکز سره په DubaiMediaHub@state.gov اړیکه ونیسئ. د دې اړیکې د انګلسي ژبې ثبت ته لاسرسي څرنګوالي په اړه معلومات به دستي د ای.ټي او ټي لخوا وړاندې شي. مننه او ښه ورځ ولرئ.  

Comments are closed.