برخی د حوثیانو او ایران اړیکه By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter د یمن بې ثباتي د تهران د افراطیت د صادرولو په ستراتیژي کې ځای لري معمر الاریاني، د یمن د اطلاعاتو وزیر دهرې ورځې په تیریدو سره د ایران رژیم د خپل ویجاړونکي رول او د نړۍ او سیمې پر امنیت باندې یې اغېزه رابرسېره کوي. د ایران رژیم د دغه رول له وجې د تروریستي سازمانونو په قطار کې راووست، چې نه یوازې خپلو خلکو بلکې په ټوله کې د نړۍ امنیت ته زیان رسوي. د تهران خپله وېروونکې څېره تر بل هر وخته هغه مهال رابرسېره کړه چې کله یې د ګوتو نښې یې په څرګنده توګه د عرب خلیج هېوادونو، عمان او سعودي عربستان د تېلو په ټانګرونو او د تېلو پر کارخانو بریدونو او همدارنګه په نړیوال فضایي حریم کې د امریکا متحده ایالاتو بې پیلوټه الوتکې پر راپرزولو سره پر تروریستي بریدونو کې ککړې وموندل شوې. د ایران د دې کړنو پر وړاندې، چې د نړۍ ستراتیژیکو ګټو ته یې ډېرېدونکی زیان ورساوه، نړیوال عکس العملونه او غبرګونونه که څه هم ناوخته راغلل، خو نړیواله ټولنه یې د ایران له رژیم سره د یو نورمال دولت په څېر د معاملو ترسره کولو له خطرونو خبره کړه. خو بیا هم، دا ډول پوهاوی له هغو اصلي واقعیتونو سره تړاو نلري، چې ایرانی رژیم دې سیمې او نړۍ ته د ګډوډیو او بحرانونو لېږدولو څخه ایساورولو ته اړ کړي. زما په هیواد یمن کې د یمنیانو په چارو کې د ایراني رژیم د مداخلې ناوړه اغېزې له مخکې نه شروع شوي دي. خو د وخت په تیریدو سره د تهران د پوځي ځواک له جوړېدو سره، نوموړې مداخلې نورې هم وېروونکې شوې او هیڅکله یې نړۍ ته د ملایانو د وړتیاوو په هکله له دې خبرې د باټی وهلو څخه ډډه ونکړه، چې دوي کولای شي هر وخت له هغې نه د وسلې په توګه په هغو نیابتي جګړو کې کار واخلي چې کولی شي هرې سیمې ته په داخلېدو سره سیمه له ویجاړۍ سره مخ کوي. د 2014 په سپتمبر کې د حوثیانو له کودتا نه وروسته چې د یمني دولت ستنې یې کمزوري کړې، د ایران چارواکو په ډاګه وویل چې صنعا څلورمه پلازمینه ده چې د دوی لاس ته ورځي. د ویناو او څرګندونو یو سیل، چې د حوثیانو د ضمني رضایت تر څنګ، د تهران رژیم سره د حوثیانو تړاو بیاځلې تایید کړ، چې په سیستماتیکه توګه د یمني ټولنې د ارزښتونو د لمنځه وړلو هڅه کوي. د 2019 په جون کې یمنیان د حدیده په بندر کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو بار کښته کوي. حوثیان نه پرېږدي مرستې اړمنو خلکو ته ورسیږي. ګتي عکسونه د ایران د قضایه قوې رییس، ابراهیم راضي وویل چې د ایران د انقلاب ستراتیژیک پراخوالی له یمن څخه تر افریقا پورې دی. د سیاست په ژبه دا اشاره څه په اثبات رسوي. ایا په دې معنی نه ده چې حوثیان د تهران د ملایانو د لاس وسله ګرځېدلي. هر کله چې د ایران انقلابي ګارد وغواړي، دغه وسله کولای شي په سور سمندرګي او باب المندب کې د نړۍ سوداګریزې او د تیلو ګټې او اکمالات له ګډوډۍ سره مخ کوي. د ایراني چارواکو له څرګندونو څخه څو ورځې مخکې، د ایران د انقلابي ګارد مرستیال قومندان علي فدوي په ډاګه له خپلو تروریستانو څخه پر ملاتړ اعتراف وکړ. هغه وویل، ایران په یمن کې په ټول توان سره له حوثیانو ملاتړ کوي. د سوریې په شان، هغه څه چې یمن ته د ایراني سرتېرو له استولو څخه مونږ راګرځوي، هغه بندیز دی چې د ایتلافي ځواکونو لخوا لګول شوی دی. پرته له شکه دا هر څه تاییدوي چې د سیاسي منطق نه هاخوا که چېرته نړیوال ټولنه له ایران سره د دې هېواد د منفي اغېزو پر وړاندې د مقابلې پرېکړه ونیسي، نړیواله ټولنه باید حوثیان د خپلو مشروع موخو په سر کې راولي. دا مقابله د نړیوالو ځواکونو پر مټ نه بلکې د یمنیانو پر مټ باید ترسره شي. مونږ د دې توان لرو چې د عرب ایتلاف په مرسته په یمن کې له مشروعیت څخه، د ایران د لاس په پریکولو سره ملاتړ وکړو. دا کار د نړۍ په پرتله د یمن د ستراتیژي او امنیت په ګټه ده. یمنیان هره ورځ درنه بیه پرېکوي، ځکه چې حوثیان د خپلو شیطاني کړنو خپرولو، د یمن ارزښتونو او ټولنیز جوړښت لمینځه وړلو، ترهګري او افراطیت خپرولو او د لوی شمېر ناوړه کړنو د ترسره کولو په حال کې دي چې حد او اندازه یې د بربریت او وحشت له پولو اوړي. د ایران له ملاتړه برخمن حوثیان په یو وخت کې او د ریکارډ په ماتولو سره د یمن تېر، حال او راتلونکې ویجاړوي. د ایران ساخت توغنديو سرعت دومره دی چې کولی شي ګاوندي هیوادونه ورباندې وولي. حوثیانو د یمن دولت پر ضد د کودتا له وخته تر خپل کنترول لاندې ټولو سیمو کې ګڼ شمیر جرایم ترسره کړي دي. هغوی د یمنیانو د وږي ساتلو او غریبولو لپاره له سیستماتیکو سیاستونو کار اخلي او همداراز د نړیوالو سازمانونو لخوا استول شوي کمکونه غلا کوي. دا خبر له هغې وروسته خپور شو، چې د خوراک نړیوال سازمان په یمن کې خپل فعالیتونه د هغه څه په اعتراض کې چې دوی یې د حوثیانو لخوا د بشري مرستو منظمه غلا بولي، ودرول. حوثیانو د نړۍ بشري ارزښتونو ته له یوې بدنامې ننګونې سره له ټولو نړیوالو بشري قوانینو څخه سرغړونه کوي. دا هغه ارزښتونه دي چې نړیوالې ټولنې د روښانه ساتلو او پر یو ډول انساني ټولنیز تړون اړولو لپاره یې پرې کار کړی دی. د حوثیانو د سرغړونو او تیریو تور لیست د ماشومانو د استخدامولو او له هغوی نه د انساني بمونو له جوړلو څخه شروع کیږي. د مازغو د مینځنې په پایله کې، هغوی د ماشومتوب له حالته راویستل کیږي او په ایدیولوژیکي جنګیالیو بدلیږي. دا وحشیانه کړنې د ماینونو په بې توپیره ځای په ځای کولو سره، چې د ټولنې پر ژورې کرکې دلالت کوي، نه ختمیږي. انسانان او حتی ژوي د دې ماینونو څخه په امن کې نه دي چې هره ورځ په لسګونو یمنیان وژني. دا به د نړیوالې ټولنې لپاره د شرم ځای وي چې د یمن پر خلکو باندې د ایران له ملاتړه برخمن حوثیانو د ظلمونو پر وړاندې بی پروا پاتې شي. نړۍ باید په یو هیواد کې چې د ملګرو ملتونو له بنسټ ایښودونکو غړو څخه وي، د پیښو پر وړاندې بشري دریځ غوره کړي. هغه هیواد چې د ایډیالوژیک ملیشو په منګولو کې ولویږي، نه اوسني عصر پورې تړاو لري او نه له انساني ارزښتونو سره سمون خوري. له بده مرغه بیاهم د ځینو بشري مرستندویانو لخوا له دغې ډلې سره خواخوږي کیږي او نه ویني چې د قاتلینو په دام کې ګیر شوي دي. له بیځایه شوو خلکو سره مرسته ملګرو ملتونو د یمنیانو لپاره چې له جګړې څخه زیانمن شوي روغتیایي خدمات وړاندې کوي یونیپت کارکونکی په یمن کې جګړې له 1 میلیون څخه ډیر یمنیان اړ کړل چې په 2019 کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت له نړیوال سازمان څخه طبي درملنه وغواړي. د هغو روغتیایي خدمتونو په ډله کې چې ملګرو ملتونو وړاندې شوي، 19،000 کسانو رواني سلامشورې ترلاسه کړې، 113،000 کسانو د بیا زیږون درملنه ترلاسه کړه او له 71،000 څخه ډیرو خلکو د روغتیا په پوهاوي فعالیتونو کې ګډون وکړ. د حوثیانو د بغاوت له کبله د یمن بشري بحران تر ټولو بد ګڼل کیږي. اتیا سلنه خلک چې 24 میلیونه کیږي حتما یو ډول مرستې ته اړتیا لري. ملګرو ملتونو وویل چې د یمن عامه سکتور خپل کړکېچن حالت ته رسېدلی، چې په هیواد کې یې نیمایي روغتونونه، کلینیکونه او نور روغتیایي مرکزونه له تړل کېدو سره مخ کړي. اکثره ښاریان اړ دي تر څو د خلکو له بیروباره ډک روغتیایي مرکزونو کې د اساسي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره لیرې واټن مزل وکړي. د مثال په توګه د امیندواره میندو بسترېدو غوښتنه د ځایي روغتونونو لخوا نه منل کیږي ځکه چې نور د ماشومانو د زېږون وړتیا نلري. یوه یمني ښځه چې د لهج په ولایت کې ژوند کوي، چیرته چې د حوثیانو بریدونو خدماتو ته لاسرسی پرې کړي دی، شکایت وکړ چې ښځې مجبوره وي د زېږون په حالت کې په سلګونو کیلومتره واټن وهلو سره ځان د عدن خوندي ښار ته ورسوي. دا تر هغه وخته پورې دوام درلود چې د مهاجرت نړېوال سازمان د نوموړې ښځې ښار ته نږدې یو روغتیایي کلینیک جوړ کړ. لهج یوازی نه ده. د مهاجرت نړیوال سازمان په ټول هیواد کې له 86 مرکزونو سره مرسته کوي ترڅو یمنیان وړیا روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ولري چې هر میاشت د 120،000 نه ډېرې سلامشورې ترسره کیږي. له دې کبله چې ځیني کډوال او بیځایه شوي خلک عادي روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري، نو د مهاجرت نړېوال سازمان نهه ګرځنده روغتیایي ټیمونه جوړ کړل. څلور ټیمونه د یمن ساحل په اوږدو کې هغو کډوالو لپاره چې تازه وررسیدلي دي بیړني خدمات برابروي. همدا راز ملګرو ملتونو په ټول یمن کې اساسي درمل لکه انتي بیوتیکونه او نور سامانونه په ګدامونو کې ذخیره کوي ترڅو کمښت یې د یمنیانو روغتیا ته تاوان ونه رسوي. ملګرو ملتونو له شاوخوا پنځه کالو جګړو وروسته یمن ته د سولې راوستو په هڅو کې ګټور رول لوبولی دی. خو تر هغه وخته چې شخړه پای ته رسیږي، ملګري ملتونه به د ځپل شويو یمنیانو لپاره د مرستو په برابرولو کې مهم رول ولري. ډاکټر ندال اودح د مهاجرت نړیوال سازمان د روغتیایي پروګرام همغږي کوونکي وویل چې د جنګ ځپلي ټولنې سره د روغتیایي خدماتو د دوام لپاره او په یمن کې د عمومي روغتیایي سیستم د تقویې لپار د دې سازمان مرسته ډیره حیاتي ده. Facebook Twitter Share
Comments are closed.