د انرژۍ امنیت مساوي دنړیوال امنیت
د خلیج همکارۍ شورا هیوادونه د انرژۍ سرچینو متنوع کولو ته ژمن دي
جاسم محمد البودوي، د خلیج عرب هیوادونو د همکارۍ شورا عمومي منشي
زه د شاهي بحرین دروند مشرتابه ته زما د احترامانه مننې په څرګندولو سره پیل کوم چې په مهربانۍ سره یې د دې غونډې کوربه توب وکړ او ما ته یې دا ویاړ او امتیاز راکړ چې تاسې ته وینا وکړم. زه همدارنګه غواړم د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال انسټیټیوټ (IISS) او د “ماناما ډیالوګ” تنظیم کونکو څخه د دې مهم دریځ د چوپړتیا لپاره مننه وکړم چې حکومتي وزیران، پالیسي جوړونکي، ماهرین او اغیزه لرونکي په مینځني ختیځ کې د بهرنۍ پالیسۍ، دفاع، او د امنیت په برخو کې د مهمو مسایلو په اړه غږیدو لپاره په یوه ځانګړي فورم کې سره یوځای کوي.
د انرژۍ امنیت نوي سیاست حساسې موضوع ته په کتنې سره، زه غواړم بیاځل تایید کړم چې دا د خلیج همکارۍ شورا هیوادونو په پالیسیو کې ستر ځای لري، کوم چې د تیلو او ګازو په نړیواله حوزه کې د اساسي محور په توګه کار کوي، او د نړۍ په کچه د انرژۍ امنیت ډاډمن کوي.
د نن ورځې نړۍ کې د انرژۍ امنیت وضعیت ارزول خورا مهم دي، چې یو شمیر عواملو ته نسبت ورکول کیدی شي:
- دودیزه شخړه.
- د حمایوي پلانونو کمښت.
- ګمراه کونکې بیانیی چې د انرژۍ بدیل سرچینې کولی شي د فوسیل سونګ توکو ځای ونیسي.
- د کمې پانګونې کلونه.
د لسیزو راهیسې، خلیج هیوادونو په نامتناقص ډول خپل ځانونه د ټیکاو وړ انرژۍ شریکان ثابت کړي، د انرژۍ نړیوالو بازارونو د ثبات لپاره یې د تزلزل پرته ژمنتیا څرګنده کړې ده. په ځانګړي توګه، په 1980 کلونو کې د ایران ذ عراق جګړې پرمهال، د دې هیوادونو څخه ځینو یې استثنایی اقدامات وکړل، لکه خپل د تیلو ټانکرونو د بیرغونو بدلول ترڅو د هغوی کښتیو ته د موجود خطر سربیره د تیلو جریان خوندي کړي.
پدې وروستیو کې، د اوکراین جګړې بحران د انرژۍ امنیت په ساتنه کې د GCC هیوادونو لخوا لوبول شوی حیاتي رول څرګند کړ. د سختو ننګونو سربیره چې د انرژۍ په بازارونو کې د تردید سیوري خپرولو ته دوام ورکوي، د GCC هیوادونو مقاومت ښودلی او د انرژۍ د اکمال ثبات او دوام یې ساتلی دی. د مثال په توګه، د سیمې څخه اروپا ته او بل چیرې د تیلو او ګازو د سوداګرۍ لارې راپیدا شوي دي.
په ورته دریځ کې، دا خورا مهم دي چې د اوبو لارو د امنیت ساتنې اهمیت باندې تاکید وشي، کوم چې په سیمه ییزه او نړیوالو سطحو د انرژۍ امنیت په ډاډمن کولو کې یو له حیاتي او بنسټیزو عواملو څخه دی. دا دهلیزونه د سمندري ټرانسپورټ شریانونه دي چې نړیوالو بازارونو ته د انرژۍ محصولاتو جریان ډاډمن کوي. پدې دهلیزونو کې هرډول ګواښ یا خنډ د انرژۍ په بازارونو کې د شدید اختلال لامل کیدی شي. د همدې لپاره، هیوادونه او نړیوال سازمانونه باید د نظامي ګواښونو، سمندري غلا یا چاپیریالي ناورینونو پروړاندې د دې دهلیزونو خوندي کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.
د انرژۍ امنیت په تقویه کولو کې د خلیج هیوادونو لخوا پر ترسره کیدونکو ستراتیژیکو هڅو باندې تاکید کول لازمي دي، پشمول د نوي کیدونکي انرژۍ سرچینو باندې تمرکز کول، د انرژۍ ټیکاو لرونکي حل لارو لپاره څیړنه او پراختیا کې د پانګوونې تقویه کول، د انرژۍ د ګټورو کړنلارو ترویج، او په ګډو پروژو کې د خصوصي سیکتور د همکارۍ هڅول. علاوه لدې، د GCC هیوادونه د انرژۍ امنیت او ارزانۍ ډاډمن کولو لپاره په اوږدمهال کې د دودیزو انرژۍ اکمالاتو اهمیت تاییدوي. سره لدې، شپږ غړي هیوادونو نوي کیدونکي اقدامات خپل کړي دي، لکه څنګه چې د هغوی په اړونده ملي پراختیا پلانونو کې څرګند دي.
مهرباني وکړئ اجازه راکړئ د GCC ځینې هیوادونو د انرژۍ لوی پلانونو او پروژو یادونه وکړم، کوم چې د ملګرو ملتونو د ټیکاو لرونکي پراختیا 17 هدفونو (SDGs) سره لاس په لاس روان دي، اساسآ هدف نمبر 7: ارزانه او پاکه انرژي، او د پاریس تړون سره په لیکه کې:
- د متحده عربي اماراتو د 2050 انرژۍ ستراتیژي د انرژۍ ترکیب یا مکس هدف ګرځوي چې په لاندې توګه د متحده عربي اماراتو د اقتصادي شرایطو او چاپیریالي هدفونو پوره کولو لپاره نوې کیدونکې، هستوي او پاکې انرژۍ سرچینې سره یوځای کوي: 44% پاکه انرژي، 38% ګاز او 12% پاک ذغال.
- بحرین موخه لري تر 2035 پورې خپله 20% انرژي په نوې کیدونکې انرژۍ واړوي او تر 2060 پورې د کاربن څخه پاک حالت ته ورسیږي. په پلان کې د لمریزې او بادي بریښنا پروژو پلي کول شامل دي او موخه لري چې تر 2025 پورې د هیواد د بریښنا 5% د نوې کیدونکې انرژۍ سرچینې څخه تولید کړي.
- پاکې انرژۍ او ټیکاو ته د ژمنتیا سره، د سعودي د 2030 لیدلوری د انرژۍ او اقلیم ننګونو په نښه کولو کې مخکښ دی. تمرکز په نوښتي حلونو دی لکه سرکولر کاربن اقتصاد (CCE) او مخ پر ودې متنوع انرژۍ ترکیب، چې پدې کې به 50% انرژي تر 2030 پورې د نوې کیدونکې سرچینو څخه راځي.
- په 2022 کې، عمان یو هدف اعلان کړ چې تر 2050 پورې د صفر انتشار هدف ته ورسیږي او د خپلې داخلي انرژۍ په ترکیب کې یې د فوسیل سونګ توکو د استعمال کمول پیل کړل. د اوسنۍ نړیوالې پروژې پایپ لاین د تحلیل پربنسټ، عمان تر 2030 پورې د نړۍ په کچه د هایډروجن شپږم ستر صادرونکی او په مینځني ختیځ کې ترټولو ستر صادرونکی کیږي.
- د قطر د 2030 ملي لیدلوري له مخې، نوموړی هیواد غواړي تر 2030 پورې د بریښنا 20% د نوې کیدونکې انرژۍ سرچینو څخه تولید کړي.
- په اخر کې، کویټ هدف لري تر 2035 پورې د خپلې ټولې بریښنا 15% د نوې کیدونکې انرژۍ څخه تولید کړي.
په پرمختللي اقتصادونو کې له اوږدې مودې راهیسې پالیسي جوړونکو د پانګوونې نه شتون په اړه د تیلو او ګازو صنعت څخه خبرداری له پامه غورځولی دی. دې پالیسي جوړونکو ډیر باور په نوې کیدونکې انرژۍ سرچینو باندې پرځای کړی دی. د تیلو او ګازو پانګوونه د 2014 څخه تر 2021 په موده کې د پام وړ حد پورې کمه شوې ده. د همدې لپاره، بیړنۍ اړتیا ده چې دا اصلاح شي ترڅو د انرژۍ امنیت ډاډمن او تشې ورکې شي. نړۍ د پراخیدونکي غوښتنې پوره کولو لپاره د وړاندوینې وړ راتلونکي لپاره تیلو او ګازو ته اړتیا لري.
دې خبرې ته د OPEC پدې وروستیو کې خپور شوي د نړۍ لیرې لید په 2023 کې اشاره شوې ده. دا د اوس او 2045 ترمینځ د انرژۍ غوښتنه تر 23٪ پورې ډیریدونکې ویني، او تمه کیږي تر دغه وخته پورې به تیل او ګاز لاهم د نړیوالې انرژۍ د 50% اړتیاو څخه ډیره برخه پوره کوي.
یوازې د تیلو صنعت لپاره، OPEC تر 2045 پورې د 14 تریلیون ډالرو پانګوونې اړتیا ویني، یا شاوخوا 610 میلیارد ډالره په کال کې. حیاتي ده چې دا د مصرف کونکو، تولید کونکو، د نړیوال اقتصاد او په نهایت کې د نړیوال انرژۍ امنیت لپاره کیږي.
د دې لپاره، زه غواړم خپله وینا مې په لاندې څلورو ټکو پای ته ورسوم:
- زه غواړم د نړیوالې همکارۍ پیاوړي کولو لپاره بیړنۍ اړتیا باندې تاکید وکړم، پشمول د انرژۍ زیربنا او د لیږد لارو ساتنه کول، همدارنګه د احتمالي ګواښونو سره مبارزه کول، هغه که نظامي وي یا هم مجازي.
- زه غواړم تایید کړم چې د انرژۍ امنیت ډاډمن کولو لپاره اوږدمهاله لیدلوری لازمي دی، د جاري شخړو لکه د روسیه ذ اوکراین جګړې یا د نورو لنډمهاله ننګونو په پام کې د نیولو پرته. علاوه لدې، د تولید کونکو او د مصرف کونکو ترمینځ د همکارۍ وده د تیلو بازارونو د ثبات ډاډمن کولو لپاره لازمي ده.
- زه غواړم واضح کړم چې د نړیوالې ټولنې د فعالو غړو په حیث د همکارۍ لپاره د GCC هیوادونو لخوا د بې ساري هڅو سربیره، د راتلونکي ننګونو په ګوته کول پراخه، نړیوال ایتلاف ته اړتیا لري، ځکه چې د انرژۍ په اکمالاتو کې هرډول اخلال ټولو هیوادونو ته د هغوی د پراختیا وضعیت په پام کې نیولو پرته ګواښ پیښوي.
- او په اخر کې، زه غواړم یادونه وکړم چې د دې تشخیص خورا ډیر اهمیت لري چې د انرژۍ امنیت د ملي او نړیوال امنیت لاینفک جز دی، او د انرژۍ په امنیت کې هرډول تشه په ټولیز امنیت کې د تشې استازولي کوي.
Comments are closed.