د امریکا متحده ایالات د عراق امنیت ته ژمنتیا بیاځل تاییدوي
د عراق امنیت او نیکمرغۍ ته د امریکا متحده ایالاتو ژمنتیا بیاځل تایید کولو سره، د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې قوماندان جنرال مایکل اي. کوریلا د 2022 اپریل کې د عراق څخه دوه ورځنۍ لیدنه وکړه.
د خپلې لیدنې پرمهال، جنرال کوریلا د عراق پخواني لومړي وزیر مصطفی الکاظمي په مشرۍ د نظامي او ملکي مشرانو سره ملاقات وکړ. د الکاظمي دفتر یوه بیان کې ویل شوي دواړه چارواکو دوه اړخیز امنیت او نظامي همکارۍ، د تروریزم پر وړاندې روان جنګ، او د داعش پاتې شونو پروړاندې د عراق وسله وال ځواکونو وروستي عملیاتو په اړه بحث وکړ.
الکاظمي د تروریزم پروړاندې جګړه کې د تحرک ساتلو او د داعش ډلګیو د ودې مخنیوي اهمیت په ګوته کړ.
الکاظمي وویل، “وروسته لدې چې د تروریزم پر وړاندې د نړیوال ائتلاف ماموریت د عراق اردو روزنې، مشورې، مرستې او ظرفیت جوړونې ته اوښتی، موږ باید د داعش پاتې شوني تعقیب او له مینځته یې ویسو.”
جنرال کوریلا په خپل وار د عراق د هوایی ځواکونو بشپړ ظرفیت څخه په ګټه اخیستنې د ساحوي عملیاتو پلي کولو کې د عراق د امنیتي ځواکونو د محاربوي مهارتونو او ظرفیت ستاینه وکړله.
په ټوله کې د عراق سره د امریکا متحده ایالاتو د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او امنیتي اړیکو لارښود کولو لپاره، دواړه هیوادونو د 2008 دسمبر کې د ملګرتیا او همکارۍ مشارکت لپاره د ستراتیژیک کاري چوکاټ تړون (ایس.ایف.ای) لاسلیک کړ.
ایس.ایف.ای د دې لپاره طرحه شوی چې مرسته وکړي د عراق خلک پخپله راولاړ شي، د عراق حاکمیت تقویت کړي، د قوي اقتصادي، دیپلوماتیک، کلتوري او امنیتي همکارۍ سره د امریکا متحده ایالاتو او عراق اړیکې نورمال کړي، او د دوه اړخیزو هدفونو پربنسټ د اوږدمهاله دوه اړخیزې اړیکې لپاره د بنسټ په حیث کار ورکړي.
د عراق امنیت او ثبات ته د خپلې ژمنتیا پاللو او د عراقي حکومت په بلنه، د امریکا متحده ایالاتو د 2014 سپتمر په 10 نیټه د پراخه نړیوال ائتلاف جوړیدل اعلان کړل – چې په دې کې شاوخوا 80 هیوادونه – د داعش ماتولو او په 2014 جون کې د داعش لخوا د عراق نیول شوي سیمو آزادولو لپاره سره یو ځای شو.
په پایله کې، عراق د 2017 دسمبر کې په فزیکي “خلافت” بریا اعلان کړه، وروسته له دې چې عراقي ځواکونو د خپلو ښارونو څخه د هغوی وروستي پاتې شوني وشړل. او د 2019 مارچ کې داعش د سوریه په باغوز ختیځ ښار کې خپل وروستی مرکز هم له لاسه ورکړ او مشر یې ابو بکر البغدادي د ائتلافي ځواکونو لخوا اوه میاشتې وروسته ووژل شو.
Comments are closed.