برخی حوثیان ژورنالیستان ځوروي By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter له جګړې څخه وروسته په یمن کې باید د بیان آزادي خوندي وساتل شي ماجد المداجي، اجرایوي مدیر، د ستراتیژیکو زده کړو لپاره د صنعا مرکز | انځورونه د یمن د اطلاعاتو وزارت لخوا. د تیرو څو کلونو لپاره، میرمنې په شمالي یمن کې وتښتول شوې، شکنجه شوې، جنسي تیری ورباندې وشو، د فحشا دروغجنو اعترافاتو ته اړ ایستل شوې، او ټپي او د ننګ پر داغ ککړې پریښودل شوې ــــ دا له حوثي چارواکو سره په ښکاره د مخالفت کولو لپاره د دوی سزا وه. دا په صنعا کې یو ښکاره راز دی چې خپلواک یمني ژورنالیستان باید د هر کونج تر سیوري پورې د هغې رڼا د وړانګو رسولو لپاره څیړنې او څرګندونې کړې وای او خپرونې یې لرلې وای، چې ورته ظلمونه پکې هڅول کیږي. سربېر پردې، په شمالي یمن کې ژورنالیستانو لپاره دا ډول کار کول ناشونی دی چې چارواکي مسئول وپیژني او خپل غږ د پسپسکی له حد نه پورته کړي. هغه که رسنۍ دي، فعالان یا عادي خلک وي. په صنعا کې له هغه وخت راهیسې خپلواک ژورنالیزم شتون نلري چې د 2014 په سپتمبر کې حوثیانو واک ترلاسه کړ، او د رسنیو سازمانونه یې بند کړل، چې په پایله کې یوازې د ګوتو په شمېر فرقهیي پروپاګند خپروونکې خپرونې چې د دوی په ګټه کار وکړي پرېښودې. د دغو رسنیو له تړل کیدو سره، په 2015 کې خبریالان وتښتول شول، بندیان شول او شکنجه شول. د ویرې داسې فضا د پاتې خلکو تر منځ د ځان سانسورول پیاوړي کوي ــ یا به له مقرراتو سره سم کار کوي یا به دنده، خپلواکي، عزت او حتی خپل ژوند له لاسه ورکوي ــ او د ځورول شوو مېرمنو د کیسو په څېر مهمې کیسې له خپرولو څخه مخنیوي وکړي. د 2020 د اپریل په 11 وضعیت حتی نور هم هغه مهال زهرجن شو، چې د تښتول شوو ژورنالیستانو لپاره له نیمګړتیا ډکه “محاکمه” پای ته ورسیده. په دغو تورونو کې د حوثي ائتلاف پر ضد د جاسوسۍ تورونه هم شامل وو. د دوی څخه څلور کسان – عبدالخالق امران1، اکرم الولیدي2، حارث حامد3، او توفیق المنصوري4 په مرګ محکوم شول له دوی سره د شپږ نورو محکوم شوو کسانو د خپل بند له تېرولو وروسته د خوشی کیدو امر صادر شو. د میاشت په پای کې یوازې یو کس صلاح القاعدي خوشي شو. خبریالان د شپږو میاشتو لپاره په زوره “ورک شوي”، شکنجه شوي، روغتیایي درملنې نه محروم شوي، او د پروسې له مخې له حق څخه بې برخې شويدي. حوثیان د محکمو چلولو لپاره هیڅ قانوني مشروعیت نلري، پدې معنی چې د بند سزاګانې پکې له قضاوت پرته د مرګ لامل ګرځي. حوثي چارواکي د هغه خطر په اړه پوهیږي چې خپلواک ژورنالیزم یې د دغه رژیم پر وړاندې رامنځته کولای شي چې په فساد، ډارولو، تاوتریخوالي او ناوړه ګټه اخیستنې باندې تکیه کوي، که څه هم د دوی کرکه په ژوره توګه هېښوونکې ده. دوی د خبریالانو په وړاندې له ځانه څو ځلې بې پروایی او بې احتیاطي ښودلې، په دې کې په 2015 کې د عبدالله کابیل او یوسف الیزري په داسې یوه ودانۍ کې زنداني کول هم شامل دي چې څو ځله بمبارد شوی و، یوازې د دې لپاره چې په راتلونکي برید کې یې د خاورو خځلو لاندې ښخ کړل شي. سربیره پردې، کله چې جګړه پیل شوه حوثیانو له القاعدې سره د بندیانو تبادله وکړه، د دښمن سلګونه جنګیالي یې خوشې کړل او په دې وروستیو کې یې د 2020 په فبروري کې د یوې پیلوټ په ګډون چې الوتکه یې د الجوف په نوم سیمه کې نسکوره شوې وه، د پنځو سعودي عسکرو د تبادلې وړاندیز وکړ. خو دوی د مرګ په لیکه د خبریالانو خوشې کولو هره غوښتنه رد کړه، او د بهرني او کورني مینځګړیتوب هڅې یې رد کړې. یو سرتیری ممکن تا ووژني، خو په ښکاره توګه دا ډېر خراب کار دی چې یو ژورنالیست ستاسو ریښتینی ماهیت څرګند کړي. د خبریالانو ساتنې لپاره د ستایلو وړ نړیوالې غوښتنې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې د درناوي په خاطر ترسره کیږي. په دغو کې ځینې هغه غوښتنې هم ګډون لري چې حوثیانو څخه د محکمو د پریکړو باطلولو او د یمن زندانی شوو خبریالانو آزادولو غوښتنه هم پکې شوې. د حوثي تر واک لاندې سیمو څخه بهر یمني ژورنالستان هم باید د رسنیو د آزادۍ په غوښتنو کې هیر نکړل شي، چې پکې ژورنالیستان چوپتیا ته اړ ایستل شوي او د مختلف ځواکونو لخوا پرې بریدونه شوي او توقیف شوي، که څه هم ژورنالیستان د هغو کسانو په پرتله ژر خوشې شوي چې د حوثي لاسونو ته ورغورځي. پدې ورځو کې د کوویډ- 19 د پراخه ګواښ او په زندانونو کې د ټولنیزې فاصلې د نشتون په رڼا کې، د یمن حکومت او حوثیانو څو تنه بنديان خوشې کړي چې د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره ترسره شوي. بیا هم، خبریالان او سیاسي مخالفین داسې نه بریښي چې د خوشې شوو په منځ کې دې وي. په یمن کې د کورونا ویروس د خپریدو سره د لومړۍ لیکې دواړو غاړو چارواکي باید لا ډیر مخکې لاړ شي او د ټولو هغو ژورنالیستانو په ګډون چې د حوثیانو له لوري نیول شوي دي، سیاسي بندیان خوشې کړي. په یمن کې د سیاسي پروسې بیا پیل لپاره هڅې ګړندۍ شوي، او دا خطر شته چې له خپلواک فکر کوونکو پر وړاندې د حوثيانو د بشري حقونو سرغړونې به د جنګ پای ته رسولو لویې موخې لپاره په تکتیکي ډول ومنل شي. دې کار ته به اجازه ورنکړل شي. د اساسی حقونو پر سر هر ډول جوړجاړی به – چې پکې هر چاته اجازه ورکول کیږي چې د دغو حقونو د بې اهمیتۍ پر سر یوې اجماع ته پرې رسیږي- په اوږد مهال کې یوازې د زیات وینې تویېدو او ظلمونو لامل شي. له زورواکو رژیمونو دا تمه نه کیږي چې د بشري حقونو دغه ډول سرغړونو په اړه دې اندیښنه څرګنده کړي، په همدې دلیل ملګري ملتونه او اروپایی هیوادونه اړ دي تر څو پر حوثیانو او نورو ګوندونو فشار راوړي چې خبریالان او نور سیاسي بندیان آزاد کړي. که چیرې دا ډول چلند ته رسیدګي ونشي او مصلحت په اوربند او سیاسي جوړجاړي کې بشري حقونه زیانمن کړي، نو نړۍ به یو ځل بیا ووایي چې کله د ژورنالیستانو، فعالانو او ناراضو خلکو د تعقیبولو خبره راځي، نو د خپلو شتمنو ګاونډیانو د ګټو او پولو د ساتنې او ثبات په صورت کې د خپلو خلکو په وړاندې وحشت د منلو وړ دی. Facebook Twitter Share
Comments are closed.