برخی ترهګرۍ سره مبارزه By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter د اردن د سرحدي ځواکونو عمومي رییس په توګه، تورن جنرال حسین الهوتمه مسلکیتوب ته پراختیا ورکوي یونيپث کارکوونکي | انځورونه د اردن سرحدي ریاست لخوا تورن جنرال حسین الهوتمه د داسې یو ستراتیژیک ځواک قومانده کول چې په اوسپنیز سوک د تروریزم سره د مبارزې وړتیا ولري، د هغو کسانو سره مبارزه وکړي چې ملي امنیت ته د زیان رسولو په لټه کې دي، او د امنیتي خدماتو د رهبریت، خلکو او ګټه اخیستونکي اعتماد وساتي، دا کار داسې یو شخصیت ته اړتیا لري چې ژور پوځي او امنیتي تجربه ولري. همدا لامل دی چې په کال 2019 کې د اردن مشرتابه لخوا د اردن د عامه خلکو د امنیت د قوماندانی څوکۍ لپاره د تورنجنرال حسین محمد الهوتمه ټاکل یو وړاند پوهنه وه. په دې دنده کې تورن جنرال الهوتمه د اردن د سرحدي ځواکونو (د داراک په نوم پیژندل کیږي) د عمومي رییس په توګه هم کار کوي. هغه د یو قوماندان شخصي ځانګړتیاوې لري، د امنیتي مسایلو ژوره پوهه لري او په خورا سختو شرایطو کې د سمې پریکړې کولو ثابت شوې وړتیا لري. د هغه مشرتابه د داراک د غړو لخوا ستایل کیږي پدې دلیل چې هغه په دوامداره توګه د افسرانو او بریدملانو سره اړیکې ساتلې دي. د یوې لنډې مودې په بهیر کې هغه ډاډ ترلاسه کړ چې داراک ځواکونه د ډسپلین او اغېزمنتیا نمونه ګڼل کیږي، چې کولی شي په بشپړ مسلکیتوب سره امنیتي پیښې اداره کړي. د هغه تر مشرتابه لاندې، داراک په لنډ وخت کې د اردنیانو باور او ستاینه ترلاسه کړه. د اردن حکومت لخوا د وروستیو سروې ګانو له مخې، 94 سلنه سروې شوو اردنیانو په داراک باور څرګند کړ، چې په نړۍ کې د قانون پلي کونکو ادارو لپاره لوړه کچه ګڼل کیږي. تورن جنرال الهوتمه له یونیپث مجلې سره د خپل مشرتابه دندې په اړه وغږیده، هغه د خپل پوځي مسلک په جریان کې له خپل مشر څخه خورا ډیر څه زده کړل: تورن جنرال الهوتمه وایي، “جلالتماب شاه دویم عبدالله بن الحسین د اردن د وسلوالو ځواکونو لوی قوماندان زما د مشرتابه لپاره یوه بیلګه ده. زه د هغه تر مشرۍ لاندې، چې کله زه د ځانګړي عملیاتو د ټولي قوماندان وم او جلالتماب په هغه وخت کې د ځانګړو عملیاتو عمومي قوماندان و، د خدمت کولو ویاړ لرم. ”ما د رهبرۍ هنر د هغه جلالتماب څخه زده کړل چې سرتیرو سره پر ښو اړیکو، عاجزۍ او مهربانۍ سره پیلیږي، او د دوی اندیښنو ته چې چیرته شتون ولري په احتیاط سره غوږ ږدي. ما په سختو شرایطو کې د هغه له ارام خوي څخه زده کړه ترلاسه کړه، ځکه چې د مهمو تصامیمو په نیولو کې مشر باید ارام وي او خپل احساسات کنټرول کړي، او زه ویاړم چې د جلالتمآب څخه مې دغه ځانګړتیاوې زده کړې دي.” د تورن جنرال الهوتمه پوځي مسلک د بې ساري امنیتي او پوځي تجربې څخه برخمن شو. هغه په کال 1985 کې د اردن له شاهي پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شو او د اردن د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې شامل شو، چې وروسته د تورن له رتبې څخه برید جنرال ته ترفیع وکړه. پدې موده کې هغه د پاراشوټ کنډک قوماندان، د استخباراتو افسر، د ځانګړو ځواکونو د کنډک قوماندان او د کومانډو قطعې د آمر په توګه دنده ترسره کوله. د خپل مسلک په جریان کې هغه په ډیری کورسونو او روزنيز پروګرامونو کې برخه اخیستې ، چې ترټولو مهم یې په متحده ایالاتو کې د ځانګړو ځواکونو کورس و. هغه همداراز د ملي دفاع پوهنتون څخه په ستراتیژیک پلان جوړونه او بین المللي امنیت کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ، په پاکستان کې د دوو کالو لپاره د پوځي سلاکار په حیث دنده ترسره کړه. د متحده ایالاتو په مرکزي قوماندنۍ کې د استوګنې پرمهال هغه د اردن وسله وال ځواکونو لخوا د یو ملي لوړ پوړي استازي په توګه استازیتوب کاوه. تورن جنرال الهوتمه د ستراتیژیکو همکاریو د اساس په توګه د باور او ملګرتیا پر اهمیت باندې ټینګار کوي. جنرال وایي، “متحده ایالات د اردن لپاره یو مهم هیواد دی او مونږ د امریکا خلکو سره ځان نږدې احساسوو. زه شخصا متحده ایالاتو ته لاړم کله چې زه 20 کلن وم. ما د دوی په مینځ کې ژوند ړی او دوی ښه پیژنم، او ما د امریکا خلکو رښتیني ملګرتیا او سخاوت ولیدل. دا د دوی سره زما راتلونکی کار خوندور جوړ کړ. مونږ د متحدینو سره د صادقانه او له درناوي ډک چلند پراساس د ورته فکر کولو او کار کولو طریقه شریکه کړې. د دوی تجربې ماته وښودله چې دوی د صداقت ارزښت ته درناوی کوي حتی که د نظر اختلاف شتون ولري. له دې امله له دوی سره زما اړیکې ښې وې، او له یو بل سره د دوه اړخیز صداقت او درناوي پر بنسټ ولاړې وې. په عمومي ډول زمونږ د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د ماهیت په هکله باید ووایم، زه یو پوځي سړی یم او نه غواړم چې سیاست ته لاړ شم، مګر په ستراتیژیکه کچه زمونږ اړیکې د دوه اړخیز باور او همکارۍ پراساس قوي ستراتیژیک ملګرتیا ده، او دوی په سیمه کې د امنیت او ټیکاو سره مرسته کوي او رښتینې همکاران دي. د ایتلاف ځواکونو سره په ډګر کې ترلاسه شوې تجربه د اردن وسله والو ځواکونو لپاره یو نعمت دی. “له پولو هاخوا پوځي او امنیتي عملیات لکه د سوله ساتي عملیات یا د پوځونو او دوست ځواکونو ترمینځ روزنیز فعالیتونه وسله والو ځواکونو او امنیتي خدماتو ته نوې تجربې په لاس ورکوي. پدې ورځو کې عصري جنګونه نور نه ترسره کیږي ځکه چې دا د تاریخ له پلوه د جنګي لښکرو ترمینځ وو. جګړه اوس غیرعرفي ده، د شر او ترهګرۍ ځواکونو سره په مبارزه له مخې پېژندل کیږي. دا هغه امنیتي عملیات دي چې موخه یې د امنیت او ثبات ساتنه، د کورنیو شخړو پای او د بې ګناه ملکي وګړو خوندیتوب ده. پدې برخه کې زمونږ پراخ نړیوال ګډون قوماندانانو او سرتیرو ته لوی مهارت په لاس ورکړی ترڅو په ښارونو کې د تروریستي ډلو سره مبارزه وکړي. په ځانګړي توګه د نړۍ په کچه ترهګریزې ډلې اوس په همغږۍ سره کار کوي او د یو بل له تجربو څخه زده کړه کوي. ”له همدې امله زمونږ له متحدینو سره زموږ نړیوالې تجربې، په ځانګړي توګه امریکایانو، خدای مکړه په اردن کې د داسې برېدونو د مخنیوي وړتیا راکړه، او دا چې څنګه په یو داسې څوملیتي چاپېریال کې کار وکړو، چې له یو بل سره خپلې تجربې، پوهه او غوره نړیوالې کړنلارې شریکې کړو. په ناکراره سیمو کې د یو ستراتیژیک ځواک مشري کول فولادي ذهن او هغه وړتیا غواړي چې د کار او کورنۍ ژمنې دواړه پوره کوي. هغه وویل: “ما د خپل پوځي ژوند ډیره برخه د ځانګړو ځواکونو د افسر په توګه تیره کړه، نو ما د استراحت لپاره هیڅ وخت نه درلود ځکه چې زما ټول وخت په کار او روزنه کې تېر شوی و، او ما د کار او کورنۍ په همغږې کولو کې کومه لویه ستونزه نه درلوده.” ”له پیل څخه زما کورنۍ زما د کار طبیعت سره عادت شوه، او لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، د ځانګړو ځواکونو غړي داسې ماموریتونه لري چې دوامداره سفر ته اړتیا لري. البته، کله چې ما د داراک قومانده واخيسته فشار او مسؤلیت یې لا پسې زیات شو. مګر زه باور لرم چې د وخت تنظیمول او د یو ورځني مهال ویش د یوې برخې په توګه د کار ترسره کول یو کس ته دا وړتیا ورکوي چې عادي ژوند وکړي.” د خپل د مشرتابه مهارتونو، استخباراتو او د فشار لاندې کار کولو وړتیا سربیره، تورن جنرال الهوتمه د ښو کارونو د ترسره کولو او د اردن د ښاریانو او اوسیدونکو د اړتیاو پوره کولو لپاره پیژندل شوی چې پر هغه د باور او درناوي په کچه کې ډېروالی راولي. د یوې عراقۍ مېرمنې د زړه له سوزه ډکه کیسه د جنرال د شخصیت څرګندوی ده. یوه پېغله عراقۍ مېرمن وروسته له هغه چې مور یې د هیواد په یو روغتون کې مړه شوه په اردن کې بیکسه پاتې وه. هغې هیڅ خپلوان یا د مرستې نورې سرچینې نه درلودې چې د هغې د مور جسد په لېږدولو، د جنازې په مراسم او تدفین کې مرسته وکړي. ناهیلې نجلۍ په فېسبوک کې د مرستې غوښتنه وکړه. تورنجنرال الهوتمه په پوره مېړانې سره د داراک ځواکونو ته امر وکړ چې د جنازې مراسم تنظیم کړي. دوی هغې لپاره د اردن د میلمه په توګه مناسب خدمت وړاندې کړ. کله چې کیسه په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، او بیا وروسته د خبري اژانسونو لخوا خپره شوه، دا په ټوله سیمه کې د عربو لپاره د ویاړ سرچینه شوه. د تورنجنرال الهوتمه او د اردن رهبري په سترګو کې، د هیواد اردو او امنیتي ځواکونه باید د راتلونکو ګواښونو په وړاندې د مبارزې په اړه په ستراتیژیک ډول فکر وکړي او د دې ګواښونو منعکس کولو لپاره روزنې پراخې او او منظمې کړي. جنرال وایي، “مونږ راتلونکې ته په دوامداره توګه ګورو، په داسې حال کې چې د اوس لپاره خورا ډېر چمتووالی هم لرو. مونږ باید د دښمن څخه مخکې واوسو، او که مونږ د راتلونکو امنیتي ننګونو ماهیت اټکل کړو، نو مونږ به وکولی شو مناسب پلانونه او سناریوګانې په لاره واچوو ترڅو ورسره مقابله وکړو او ورباندې بریالي شو.” ”مونږ په سیمه کې ترهګریز فعالیتونه څارو، د تروریستي خوځښتونو او تخنیکونو تعقیبوو او د دوی د ماتولو څرنګوالي په اړه روزنه ترلاسه کوو. ټیکنالوژي د امنیتي فکر کولو لپاره ترټولو لوی ننګونه ده، ځکه چې دا ترهګرو سره شتون لري او په ملکي تاسیساتو او بې ګناه خلکو د برید لپاره کارول کیدی شي. یوه بیلګه یې د ریموټ کنټرول الوتکو د کارولو ګړندۍ پراختیا ده. دا کار پر امنیتي ځواکونو یو لوی بار اچوي چې د داسې ننګونو د شنډولو لپاره لارې چارې ومومي.” ټیکنالوژي یوازې دومره ښه ده څومره چې خلک ورته اړتیا لري. جنرال د بشري سرچینو پراختیا ته مطلق لومړیتوب ورکوي. دا حتی د عصري تجهیزاتو اخیستلو باندې لومړیتوب لري. د هغه په نظر دودیز له پاس نه کته مرکزي رهبري باید د ځوان افسرانو د روزنې په ګټه کم شي ټرڅو په ساحه کې نوښت پخپل لاس کې واخلي. پرمختګ له بشري ځواک سره پیليږي، ځکه چې تجهیزات او وسایل د مادي وړتیاوو له شتون سره په اسانۍ د لاسرسي وړ وي. د انساني عنصر وده د سالم پلان جوړولو سره ډیر وخت او هڅې ته اړتیا لري. هغه وویل، “زما اصلي هدف د هغه مشرانو پراختیا او چمتو کول دي چې پرته له مرکزي تصمیم نیولو څخه د دې وړتیا ولري چې امنیتي عملیات رهبري کړي. جنرال د مسلکي اخلاقو پر یو قانون هم ټینګار کوي چې په ټولو وختونو کې له قانون څخه پیروي او په ساحه کې د انسان سره انساني چلند پکې شامل دي. هغه وویل، “دا د مسلکیتوب د ترلاسه کولو لپاره لازمي شرط دی. “په بل عبارت مونږ د اړتیا په وخت کې د امنیت په پلي کولو شک نه کوو، او د دې کار سرته رسولو لپاره مونږ اړینې وسیلې لرو، خو مونږ له ملکي وګړو سره د معاملې پر مهال اخلاقي اصولو ته غاړه ږدو.” تورن جنرال الهوتمه د افسرانو ځوان نسل څخه وغوښتل چې د عصري امنیتي ننګونو په هکله ښه پوهه ترلاسه کړي چې کولی شي د هغوی کاري ژوند کې بدلون راولي. جنرال وویل، “تاسو راتلونکي مشران یاست ، او تاسو باید پخپله مسلکي او ادراکي وده وکړئ.” تاسو باید په یاد ولرئ چې تاسو د ملي امنیت په ساتنه کې یو عالي ماموریت او مهم دندې ترسره کوئ، او تاسو باید دا هم په یاد ولرئ چې د نن ورځې امنیت یو بل سره تړل شوی. دا امکان نلري چې د یو ځانګړي هیواد امنیت له سیمهییزیا نړیوال چاپیریال څخه جلا کړي.” Facebook Twitter Share
Comments are closed.