بحرین ښځې ځواکمنې کوي
یونیپث کارکونکی
په د 2022 سپتمبر کې، د کورنیو چارو وزارت د ډیر شمیر ریاستونو څخه بحریني ښځو په متحده عربي اماراتو (UAE) کې د اماراتي شیخې فاطمه بنت مبارک د ملاتړ لاندې په لاره اچول شوي روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ.
د ښځو، سولې او امنیت لپاره د شیخې فاطمه بنت مبارک (FBMWPS) پروګرام ترنوم لاندې، دا پروګرام په ښځو د جګړې اغیزې په ګوته کولو او د شخړو حل کولو کې د ښځو مساوي ګډون اهمیت په ګوته کولو لپاره جوړ شوی و. دا په متحده عربي اماراتو کې د ښځو اتحادیی لخوا ترتیب شوی و
د FBMWPS موخه د 2000 کال څخه د ښځو، سولې او منیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک پلي کولو پورې اړوند لاسته راوړنو او ننګونو بیاکتنه ده.
په ښځو او انجونو باندې د وسله والو جګړو نا متناسبه اغیزې په تاییدولو سره، دا پریکړه لیک د جګړې پرمهال، د جګړې وروسته بیارغونې، بیرته ستنیدل او میشتیدنې، بیرته ادغام او بیارغونې پرمهال د ښځو او انجونو اړتیاو ملاحظه کولو لپاره د جنډر لیدلوري د منلو غږ کوي.
په UAE کې د خاوله بنت ال ازور نظامي ښوونځي کې د 2019 جنوري کې د FBMWPS د 15 اونیز پروګرام لومړۍ مرحله کې د بحرین، مصر، اردن، سعودي عرب، سوډان، UAE او یمن څخه شاوخوا 134 ښځو ګډون کړی و.
په FBMWPS کې د بحریني ښځو ګډون د ښځو لپاره د بحرین عالي شور 21مې کلیزې د لمانځنې سره سمون درلود.
پدې موقع کې، د بحرین د بانکدارانو سندیکا مشرې، نورا الفحیاني وویل: “دا روښانه وخت چې اوس پکې بحریني میرمنې ژوند کوي د دوه لسیزو څخه ډیر سخت کار له امله دی، چې پرمهال یې جلالتمآبې شهزادګۍ سبیکا بنت ابراهیم الخلیفه د مشرتابه لاندې د ښځو لپاره عالي شورا ښځو ته وړتیا ورکړه چې په ټولو سیکتورونو کې په مهمو بستونو وګومارل شي.”
د شهزادګۍ سبیکا د مشرۍ لاندې د بحریني ښځو لپاره عالي شورا په 2001 کال کې د جلالتمآب پاچا حماد بن عیسی الخلیفه د اصلاحاتو پروژې په لړ کې تاسیس شوه، چې په ټولو سطحو کې د جنډر مساواتو تعقیب کولو لپاره یې بحریني ښځو ته غیرمحدوده ملاتړ او فرصتونه وړاندې کړل.
نوموړې شورا د ښځو د حقونو او دندو په اړه د هغوی پوهولو لپاره پروګرامونه جوړوي، هغوی ته ټولنیزې او قانوني مشورې ورکوي او په ټول بحرین کې کورنۍ پورې تړلي مینځګړتوب.
Comments are closed.