الوتونکی محاربوي ځواک
د عراق هوایی ځواک د داعش پر وړاندې د هوایی عملیاتو د ترسره کولو مسؤلیت په غاړه اخلي
برید جنرال امر الیاسري، د عراق هوایی ځواک
د 2021 دوهمې نیمایی پورې، د عراق هوایی ځواک تر ډیره د داعش هدفونو باندې د خپلواک هوایی بریدونو ترسره کولو مسؤلیت په غاړه اخیستی و. په حقیقت کې موږ د 2021 جون او دسمبر ترمینځ د 2020 په ورته موده کې د ټولو غیر عراقي ائتلاف ځواکونو د بریدونو څخه ډیر بریدونه کړي دي.
دا د خپلواک عملیاتو پلان کولو او ترسره کولو وړتیا د عراق هوایی ځواک لپاره د په ځان بسیا په لوري د یوه ستر ګام څرګندونه کوي او معتبر عراقي ډینامیک ضربې وړتیا وړاندې کوي چې د داعش پروړاندې ماموریت بریالیتوب ډاډمن کولو کې مرسته کوي.
په هرصورت، بریا خپلې ننګونې هم لري. لکه په نړۍ کې د نورو پرمختللي هوایې ځواکونو په څیر، د عراق هوایې ځواک (آی.کیو.ای.ایف) باید د تل بدلیدونکي امنیتي ګواښونو سره د سمون لپاره د ډیر لګښت لرونکي نظامي شتمنیو ټولګې د مدیریت کولو او ساتلو څرنګوالی زده کړي. دا باید د نړیوالې سیاسي بې ثباتۍ او نړیوال اقتصاد کې د لوړو ژورو په پام کې نیولو سره دا کار وکړي.
تاریخچه او شالید
د عراق هوایی ځواک په کال 1931 کې د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په عراق د برتانیه د کنټرول پرمهال جوړ شوی و. هوایې ځواک د 1930 څخه تر 1990 پورې وده کولو ته دوام ورکړ، چې د ایران او عراق د اوږدې جګړې پرمهال خپلې لوړې درجې ته ورسید، دغه مهال آی.کیو.ای.ایف 1,029 الوتکو څخه جوړ و چې 550 یې محاربوي الوتکې وې. پدې سره دا پدغه وخت کې په سیمه کې تر ټولو ستر هوایې ځواک و.
د 2003 کال جګړې د هوایی ځواک شتمنۍ او زیربنا له مینځه ویوړه. په پایله کې یې د تجهیزاتو او د انساني ځواک زیان د عراق هوایې ځواک او د دې ائتلافي ملګرو ته یوه ترټولو ستره ننګونه وه. له دغه وخت راهیسې، آی.کیو.ای.ایف د عراق مجرب پیلوټانو په واسطه پرمخ وړل کیدونکی د بیارغونې سخت او ډیر لګښت لرونکی کمپاین پیل کړ. آی.کیو.ای.ایف د خپلې روزنې او الوتکو ډیره برخه د امریکا متحده ایالاتو څخه ترلاسه کړې ده.
اوسمهال، آی.کیو.ای.ایف شاوخوا 175 الوتکې لري او د عراق اردو او سمندري خواک لپاره د ملاتړي ځواک په حیث عمل کوي چې په مرسته یې هغوی خپل ځواکونه په چټکۍ سره ګوماري.
د داعش ماتول
د 2014 جون کې، داعش د عراق او سوریه سترې برخې ونیولې. د عراق د حاکمیت لاندې ولسوالیو نږدې 30% د تروریستانو د کنټرول لاندې وې. په هرصورت، د پراخه بې ثباتۍ او انساني بحران لیدلوري عراقي ټولنه اقدام کولو ته وهڅوله.
عراق څنګه وکولی شو د مصیبت لرونکي زیانونو پرته د داعش د حرکت مخه ونیسي او داسې یوه سازمان ته ماتې ورکړي چې د هیواد دومره لویه برخه یې د کنټرول لاندې وه؟ ځواب په چټکۍ سره واضح کیږي: هوایی ځواک.
د ټولو تخنیکي او لوژستیکي ننګونو سربیره، آی.کیو.ای.ایف د عراق ځمکني ځواکونو ملاتړ کولو لپاره د ائتلاف ځواکونو سره مسؤلیت شریک کړ. الوتونکو بشر دوستانه توکي غورځولي، هوایې کشف یې ترسره کړی، نظامي او ملکي مړي او ټپیان یې لیږدولي، او د داعش شتمنۍ او زیربنا یې ویشتلي.
دې ټولو عملیاتو زموږ د پخواني تمدن ځورونکی یو له ترټولو بې رحمه عصري دښمنانو د له مینځه وړلو پروسه چټکه کړې.
د امریکا متحده ایالاتو اردو او د دې ائتلافي شریکانو – 29 هیوادونو – د لازمي استخباراتو او دقیق هوایې بریدونو په واسطه نظامي ملاتړ کې ونډه اخیستې. لنډه دا چې د امریکا متحده ایالاتو او د ائتلاف هوایې ځواک پرته عراقیانو نشو کولی د داعش څخه سیمه بیرته ونیسي.
د هیواد دننه او بهر میشت د عراق ائتلافي ملګرو د داعش پر وړاندې هوایې محاربه کې د مشري کولو لپاره د آی.کیو.ای.ایف غړو ته پوهه، مهارتونه او تجربه ورکړې.
د نړیوال ائتلاف ځواکونو آي.کیو.ای.ایف ته د پام وړ مقدار لوژستیکي او عملیاتي ملاتړ چمتو کړی، او عراقي پیلوټانو د خپلو وړتیاو پراخولو کې د ځواک څخه ځواک ته رسیدلي دي.
تر 2021 پورې د عراق هوایې ځواک د هیواد مرکزي یرغلیز ځواک ګرځیدلی و، چې د داعش پاتې شوني او د هغوی څو پاتې پټن ځایونه ښکار کوي او له مینځه یې وړي.
د هوایې ځواک ښه کول
هوایې ځواک په عصري جنګ کې حساس رول لوبوي؛ یرغلیز هوایې عملیات د دښمن ماتې ګړندۍ کوي. ګډ هوایې عملیات – په بله وینا، د ټولو شریکانو د هڅو یو موټی کول – د جګړې پرمهال د زیانونو کمولو لپاره لازمي دي.
دا پدې معني ده چې د عراق هوایې ځواک باید عصري کیدو ته دوام ورکړي او په سیمه کې د ګواښونو سره خپله وده وساتي.
په عمل کې عراق باید پرمختللي جنګي الوتکې او د هوایې دفاع یو موټی سیسټمونه ترلاسه کړي. هوایې ځواک باید د ائتلافي ځواکونو سره نظامي تمرینونو کې ګډون وکړي. شاید ترټولو مهم به دا وي چې د نړیوال او سیمه ییز ائتلاف غړي هیوادونو لخوا وړاندیز شوي روزنې او کورسونو له لارې باید آی.کیو.ای.ایف خپل مهارتونه تیره کړي.
ځینې وروستیو نوښتونو زموږ د ځواکونو وړتیا ښه کړې ده. لومړی یې د عراق هوایې دفاع، د اردو هوایی چلند او د هوایې ځواک ترمینځ د فعالیتونو همغږي کولو لپاره د “هوایې خونې” رامینځته کول دي.
د عراق د تاکتیکي برید کنټرولونکي یا آي.ټي.ای.سي د عراق د تروریزم سره مبارزې سرویس څخه سرتیري دي چې د لیږد وړ ارتباط تجهیزاتو سره ورځ او شپه د هوایې بریدونو لارښود کولو لپاره روزل شوي دي. دا متخصص سرتیري – چې د عراق د ځانګړې عملیاتو ځواکونو هره لیوا کې یې شمیر د اته څخه تر 10 پورې دی – 10 اونۍ روزنه ترلاسه کوي.
پدې اړه یو څه وضاحت ته اړتیا ده څه چې موږ ټول پوهیږو هغه دا دي چې نن ورځ ترټولو ډیرې حساس ننګونې د څرنګوالي له پلوه نړیوالې دي: وبا، د مهاجرینو بحران، بې ثباته اقتصادي بدلونونه او تاوتریخجنې جګړې چې نړیوال افراطیان ورڅخه ګټه پورته کوي.
دا ټولې ننګونې په همغږي شوي، جمعي اقدام کې د امنیتي ځواکونو ترمینځ شریکې لیوالتیا ته اړتیا لري.
Comments are closed.