د لوړپوړي مشر پیغام
زه د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ څخه مننه کوم چې ما ته یې بلنه راکړه ترڅو د مشارکت او نړیوالې همکارۍ په اړه د یونیپث مجلې دې ګڼې لپاره سرمقاله ولیکم. موږ د دې ثمره په عراق کې ولیدله چې زموږ ملګري د عراق په عصري تاریخ کې د ترټولو خورا خطرناک پړاو کې زموږ ترڅنګ ودریدل، کله چې داعش ډلو د هیواد شمال او لویدیز کې پراخه سیمې لاندې کړلې. زموږ د وسله والو ځواکونو زړورتیا او استقامت او د تروریستي ډلو د پرمختګ مخنیوي لپاره د ائتلاف هوایی ځواک چټک غبرګون، د دښمن د اکمالاتو لیکو او د قوماندې او کنټرول مرکزونو ارتباط پرې کړ، زموږ ځواکونو د ائتلاف ځواکونو څخه د روزونکو او ماهرینو په مرسته د عراق د وسله والو ځواکونو بیاجوړونې حماسي دنده پیل کړه. موږ د جګړې ډګر ته د سرتیرو لیږلو څخه مخکې د هغوی د روزنې او تجهیز لپاره شپه او ورځ د ائتلافي ځواکونو سره کار وکړ، د جګړو وروسته مو قطعې بیرته تنظیم کړې او هغوی مو د راتلونکي دندو لپاره چمتو کړل.
د دودیزو جګړو لیدلوري بدل شوي، او نړۍ د هایبرایډ جګړو د سترې ننګونې سره مخ ده، چیرې چې دښمن په ښارونو کې دننه پټیږي او د کوڅه په کوڅه جګړې تاکتیکونه کاروي. دا ډول جګړه د دودیزو پوځونو لپاره ستونزمنه ده ځکه چې دا د ملکیانو او د عامه ملکیت د ساتنې له امله د درنو وسلو کارول محدودوي. د دې ترڅنګ، تروریستي ډلې په داسې سیمو کې وده کوي چې جګړه ځپلې وي ترڅو د پولو یوې او بلې خوا پیچلې شبکې جوړې کړي، دا دولتونه اړ کوي د استخباراتو او معلوماتو راټولولو هڅو باندې تمرکز وکړي او د ثبات او پایښت ټلوالۍ جوړې کړي ترڅو لدې لارې وکولی شي د تروریستانو د پټن ځایونو پیژندلو، د افراطي ډلو تعقیبولو، د هغوی د تمویل پرې کولو، او د هغوی د مشرانو هدف ګرځولو لپاره نظارت او څارنه پراخه کړي.
د عراق هوایی ځواک د خپلو پیلوټانو، انجنیرانو او تخنیکي پرسونل په واسطه راټوله شوې تجربه لري، مګر دا د تیر رژیم د بدبختیو له امله د زیربنا او تجهیزاتو زیان سره مخ شوی دی. په پایله کې په 2014 کې په موصل کې د ماتې وروسته د تروریستانو پروړاندې د محاربوي عملیاتو پرمخ وړلو لپاره د محاربوي الوتکو د پام وړ کمښت او د لازمي زیربنا نه شتون له امله موږ خپل ځان د یوې لویی ننګونې سره مخ وموند. زموږ اتل پیلوټان اړ و ترڅو د هدفونو په نښه کولو لپاره د زړو الوتکو په کارولو سره د عملیاتو ډګر څخه ډیر لیرې هوایی ډګرونو څخه الوتنې وکړي، چې له امله یې دنده ستونزمنه او پیچلې ګرځولې وه.
زه باید په ائتلافي ځواکونو کې زموږ د ملګرو د ستاینې وړ رول یادونه وکړم چا چې د F-16 قرارداد څخه د جنګي الوتکو لومړۍ ټولګې عرضه چټکولو لپاره ټول هغه څه وکړل چې کولی یې شو. په 2015 کې د دې عصري جنګي الوتکو رارسیدل پخپله د عراق هوایی ځواک لپاره یوه بریا وه. د F-16s الوتکو پرمختللي محاربوي وړتیاو د عراق د هوایی ځواک پرسونل مورال لوړ کړ او د پیلوټانو او تخنیکي پرسونل لپاره یې دنده اسانه کړه. په اونیو کې دننه اییر هاک په هغه ساحو کې د لوړ دقت او مسلکي توب سره هدفونه ښکار کول چیرې چې دښمن هیڅ تمه نه درلوده چې موږ به ورته ورسیږو.
په عراق کې د ائتلافي ځواکونو د محاربوي ماموریت په پای کې، هوایی ځواک د دې وړتیا درلودله چې پولو ته څیرمه نظارت پورې تړلې دندې مخته ویسي، نږدې هوایی ملاتړ وکړي او په دښته کې دننه هدفونه په نښه کړي. موږ په متحده ایالاتو کې د پیلوټانو او انجنیرانو روزلو لپاره د متحده ایالاتو په هوایي ځواک کې زموږ ملګرو او د عراق هوایي ځواک کالج کې د نصاب پراختیا لپاره د ناټو نورو غړو سره کار کولو ته دوام ورکوو.
موږ بیارغونه یا روزنه نده درولې؛ په حقیقت کې د عراق هوایي ځواک په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره موږ د فرانسې په هوایي ځواک کې خپلو ملګرو سره ګډ هوایي تمرین وکړ. په خپل لومړي ګام کې فرانسوي رافایل الوتکې د بلاد هوایي بیس کې ښکته شوې او په تمرین کې یې ګډون وکړ، چې د وسله والو ځواکونو سراعلی قوماندان، د دفاع وزیر او د وسله والو ځواکونو ستر درستیز پکې ګډون درلود. دا مهم تمرین تروریستانو او ټولو هغو ته چې د عراقي ځواکونو وړتیاو باندې شک کوي، پیغام دی چې موږ دا وړتیا لرو ترڅو تروریزم ته ماتې ورکړو او امنیت او ثبات ټینګ کړو. موږ په سیمه کې ترسره کیدونکي په نړیوال تمرینونو کې د ګډون کولو لپاره خپلو نړیوالو ملګرو سره کار کوو.
د ناټو په غړو هیوادونو کې د هوایي بیسونو څخه مکرر لیدنو له لارې او د ملګري هوایي ځواکونو مشرانو سره د نږدې کار کولو له لارې، موږ وموندل چې عراق په ټیکنالوژي، مراقبت او د هوایپ بیس په عصري کولو کې د نورو هیوادونو سطحې ته رسیدلی دی. د هوایی ځواکونو مرکزي قوماندې څخه وروستۍ لیدنه کې، موږ عملیاتي قوماندانۍ او الوتکې هم مشاهده کړې. موږ همدارنګه د سولې دښمنانو ته د پیغام ورکولو لپاره پرمختللي F-16 جنګي الوتکې هم والوځولې.
په متحده ایالاتو کې په F-16 کې د روزنې لپاره د موجودو محدودو شمیرو سیټونو له امله، موږ د ځینې پیلوټانو او انجنیرانو روزلو لپاره په شاهي اردن کې خپلو وروڼو سره کار کول پیل کړل. موږ همدارنګه لیواله یو چې په سیمه کې د نورو هیوادونو سره تجربې او روزنه تبادله کړو ترڅو د تشو ډکولو لپاره خپله وړتیا چټکه کړو.
د یوه پیاوړي متحد هوایي ځواک جوړول الزامآ جګړو ته چمتو کیدو لپاره نه بلکه د سولې ټینګښت او د ژوند خوندي کولو لپاره ترسره شوی دی. د عراق هوایي ځواک د ویرونکې زلزلې پرمهال سوریې او ترکیې ته د بشري مرستو په لیږد کې ستر رول لوبولی کومې چې په 2023 فبروري کې نوموړې سیمه ځپلې وه. زموږ د C-130s ډلګۍ د شاوخوا 24 ورځو لپاره د عراق، سوریې او ترکیې ترمینځ یو هوایي پل پرانیست، چې له 330 ټنو څخه ډیر درمل، خواړه او کورني توکي یې ولیږدول. دې ډلګۍ د کورنیو چارو وزارت د لټون او ژغورنې ټیمونه ولیږدول او په ټولیز ډول د 65,100 کیلومتره واټن پوښلو سره د 62 الوتنو په لړ کې یې د اغیزمنو سیمو څخه شاوخوا 400 عراقي اتباع وایستل. زموږ الوتکو همدارنګه په 2023 اپریل کې د کورنۍ جګړې پیل کیدو وروسته د دوه اونیو څخه په کمه موده کې د سوډان څخه 392 عراقیان او عرب وروڼه وایستل.
ډګر جنرال شهاب جاهد زنکانا، د عراق د هوایي ځواک قوماندان
Comments are closed.