نوی نړیوال سمندري کاري ځواک د سور سمندرګي امنیت پیاوړی کوي
د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواک مرکز عامه چارې
د تروریستانو او مجرمینو پر وړاندې د سور سمندرګي سیمې څخه دفاع کول د نوي څو ملیتي سمندري کاري ځواک تمرکز دی چې د 2022 اپریل کې د بحرین میشت ګډو سمندري ځواکونو (سي.ایم.ایف) د برخې په توګه جوړ شوی.
په بحرین کې د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواک سیمه ییزې قوماندانۍ کې د یوې غونډې پرمهال، مرستیال امیرالبحر براډ کوپر، د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواک مرکزي قوماندې قوماندان، د امریکا متحده ایالاتو د 5مې ټولګې او سي.ایم.ایف، ګډ کاري ځواک (سي.ټي.ایف) 153 تاسیس کړ.
کوپر وویل، “دا د نړیوالې همکارۍ له لارې د سیمې د سمندر امنیت او ثبات ډاډمن کولو لپاره زموږ د ژمنتیا ښکاره او معني لرونکي څرګندونه ده.”
د سي.ایم.ایف د څلورم کاري ځواک په حیث، سي.ټي.ایف 153 به د نړیوال سمندر امنیت او سور سمندرګي، باب المندیب او د عدن خلیج کې د ظرفیت جوړولو هڅو باندې تمرکز ولري.
سي.ایم.ایف ترټولو ستر عملیاتي څو ملیتي سمندري مشارکت دی چې پدې کې 34 هیوادونه په سمندر کې د نړیوالو مقرراتو پربنسټ نظم ته ژمن دي. د دې نهاد نورو کاري ځواکونو کې سي.ټي.ایف 150، چې د عمان خلیج او هند سمندر کې سمندري امنیت باندې تمرکز لري؛ سي.ټي.ایف 151، چې په سیمه کې د سمندري غلا هڅو سره مبارزې مشري کوي؛ او سي.ټي.ایف 152، چې په عرب خلیج کې سمندري امنیت ته ټاکل شوی دی، شامل دي.
”د مینځني ختیځ سیمه ډینامیک او پراخه ده. دلته یو سمندري ځواک ندی چې وکولی شي پخپله شاوخوا اوبه ګزمه کړي،” کوپر وویل. “موږ تل غوره عمل کوو کله چې موږ د شریکانو سره یوځای شو.”
کوپر د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواک تورن رابرټ فرانسیس د سي.ټي.ایف 153 د لومړي قوماندان په حیث ګومارلی دی.
د کاري ځواک کارمندانو کې به تر 15 پورې د امریکا متحده ایالاتو او نړیوال نظامي پرسونل د سي.ایم.ایف غړي هیوادونو څخه شامل وي. کارمندان د اردن عقبه بندر دباندې چلیدونکي د یو.ایس.ایس ماونټ وایټني دوه قومانده ای کښتۍ ته پورته شوي. کله چې په سمندر کې نه وي، د سي.ټي.ایف 153 پرسونل د بحرین په ماناما کې د سي.ایم.ایف قوماندانۍ کې په وچه کې موجود دفترونو څخه کار کوي.
سي.ایم.ایف په 2001 کال کې د امریکا متحده ایالاتو او 11 ورته نظر لرونکي هیوادونو په واسطه د تروریزم سره مبارزې لپاره تاسیس شوی و، پشمول د کښتیو کې د غیرقانوني وسلو او نشه ییز توکو د بارونو مخنیوی کولو. دا ائتلاف وروسته د سمندري غلا ضد عملیاتو شاملولو لپاره پراخه شو او په 2021 کې پکې 34ام غړی وراضافه شو.
Comments are closed.