د ناورین مخنیوی کول
د سعودي – امریکا متحده ایالاتو تمرین د ډله ایزې ویجاړۍ وسلو د مخنیوي لپاره د ځواکونو چمتو والی ازموي
یونیپث کارکونکی
ها یبرایډ جګړه – په کوم کې چې د جګړې ډګر پراخه وي او هیڅ ښکاره لومړۍ کرښې نلري – د نظامي او امنیتي مسلکیانو ستر تمرکز ګرځیدلی. دا ډول جګړه عمومآ د هغه تروریستي ډلو په تړاو وي چې د ناکراریو او بې ثباتۍ پیدا کولو لټه کونکي هیوادونو لخوا ملاتړ کیږي ترڅو بیا هغوی وکولی شي په یوه سیمه باندې واکمن شي. دا تروریستان او د هغوی ملاتړي د ملکي خلکو ژوند، نړیوال مقررات او د هغه هیوادونو حاکمیت له پامه غورځوي د کوم هیواد نفوس کې چې هغوی پټیږي.
بالستیک میزایل او ډرونونه د دغو ترهګرو د کنټرول لاندې ساحو څخه اچول کیږي. دا چې تروریستان د ملکیانو او نظامي اهدافو پر وړاندې د جمعي تخریب وسلو کارولو کې نه زړه نا زړه کیږي، ځواکونو د دې ډول بریدونو څخه د خپلو خلکو محافظت کولو لپاره د سناریوګانو تر پوښښ لاندې نیولو لپاره خپلې روزنې تنظیم کړي دي.
د 2022 په پیل کې، سعودي عربستان د مخنیوي ډال – 3 دوه اړخیز تمرین کوربه توب وکړ. ګډون کونکي د سعودي عربستان د وسله والو ځواکونو، د روغتیا وزارت، د سعودي عربستان سور صلیب، ملکي دفاع، او د جمعي تخریب وسلو برخه کې تخصص لرونکي د امریکا متحده ایالاتو ځواکونو څخه و. تمرین 10 ورځې دوام وکړ او دوه برخې یې وړاندې کړې: یوه اکاډمیک برخه د لیکچرو او د مهارت او تجربې تبادله کولو سره او د ساحې برخه چې د ککړتیا پاکول او د جمعي مرګ ژوبلې تقلید پکې شامل و.
په تمرین کې درې سناریوګانې وې چې د څو وجهي پیچلي برید په توګه د نظامي او ملکي ادارو د چمتو والي ارزولو لپاره په هم مهاله ډول ترسره شوې. د روزنې لیدونکو پروړاندې دندې: بالستیک میزایلو، ډرونونو او په لاس جوړ شوي چاودیدونکي وسیلو (آی اِي.ډي) چې زهري کیمیاوي مواد لري، کشف کول او ځواب ورکول او د مړینو د مخنیوي لپاره د ټپیانو په چټکۍ سره درملنه کول.
عمل د استخباراتو سره پیل شو چې د سعودي کنډک قوماندانۍ ته رارسیږي. دښمن – چې د سور دولت نوم ورکړل شوی – غواړي د کنډک قرارګاه باندې تخریبي بریدونه وکړي. قوماندانانو د مانور ملاتړ ټولي او د کیمیاوي کنډک تیارسۍ لپاره امرونه صادر کړل.
لومړی استخباراتي راپور وایی، “د سور دولت د ارادې به اړه اطلاعات ترلاسه شوي چې غواړي د کیمیاوي موادو په مټ برید وکړي، او د راکټ اچولو پلیټفارم ته څیرمه موقعیتونو ته رامخته کولو لپاره یې حرکت کړی.”
بل رارسیدلی راپور د نیلي دولت پولو دننه د بمونو او کیمیاوي وسلو ځای په ځای کولو لپاره د سور دولت مزاحمینو او ورانکارو د هڅو تفصیل وړاندې کوي. دښمن بې پرسونل ډرونونه هم ازمول چې احتمالا کولی شي نیلي دولت ته کیمیاوي مواد ولیږدوي.
ډیر وروسته نه، سایرن د سهار چوپتیا ماته کړه، د کنډک قرارګاه پروړاندې یې د ډرون برید اعلان وکړ. د هوایی دفاع پرسونل د جام کولو تجهیزاتو او د ریموټ کنټرول راډیویی څپو پرې کولو له لارې الوتکه راوغورځوله. کله ډرون راوغورځید، د رالویدو ساحې څخه یې پورته کیدونکی سپین لوګی لیدل کیده.
د کنډک سره موجود استخباراتو پربنسټ، د جمعي تخریب د وسلو مخنیوي ټیم په محافظتي ګیر کې د تیارسۍ په حالت کې و، او د جمعي تخریب وسلو د برید ښودلو لپاره یو تور بیرغ ودرول شو. د چاودیدونکو توکو سمبالونکي ټیم او د جمعي تخریب وسلو د مخنیوي ټیم ته ګومارل شوي وسایطو د الوتکې رالویدو موقعیت په لوري حرکت وکړ.
د خلکو د خوندیتوب لپاره، د ملکیانو لوري ته امنیتي انګړ جوړ شوی و. وروسته له دې چې د چاودیدونکو توکو د خنثی کولو ټیم ساحه تفتیش کړه او په موقعیت کې یې د چاودیدونکو توکو نه شتون تائید کړ، د جمعي تخریب وسلو د مخنیوي ټیم وسایطو د عمل کولو امر ترلاسه کړ.
د ټیم څراغ څو وظیفه ای زره واسطه د بهرني خاورې او هوا ټیسټ کولو سینسرونو سره تجهیز و چې دننه د کمپیوټرو سره لنک و. د هوا پاکوونکي فلټرونو پرسونل د زهري ګاز څخه محافظت کاوه. موټر ورو د ککړې ساحې شاوخوا وګرځید، او دغه ځای یې د ژیړو بیرغونو سره په نښه کړ چې په اتومات ډول د موټر د شا څخه ویشل کیدې.
وروسته لدې چې پرسونل د کیمیاوي موادو نوع وپیژندله، یو سور بیرغ ودرول شو، چې د کیمیاوي وسلو د برید څرګندونه یې کوله. دا د څلور نفري ساحوي تفتیش ټیم لپاره یوه اشاره وه چې بیلګې راټولې کړي او تائید کړي چې د ډرون راغورځیدو سایټ کې نور خطرونه نشته.
د بیړني وسایطو غږ د سعودي ملکي دفاع ادارې، کورنیو چارو وزارت، د روغتیا وزارت او د سور صلیب ادارې څخه د پرسونل د راتګ خبر ورکړ. په 15 دقیقو کې، د اغیزمنې ساحې څخه 800 میتر لرې یو ساحوي روغتون تنظیم کړی شو، او د ککړو بیلګو راټولولو لپاره یو ګرځنده لابرتوار راورسید. د هیڅ چانس په نه پریښودو سره، یو ښه مجهز امبولانس بس چې د 30 بستر څخه ډیر ظرفیت یې درلود راورسید. د ککړتیا پاکولو سټیشنونه، د الوتکې راغورځیدو سایټ څخه 60 میتر لیرې د خلکو او وسایطو لپاره تنظیم کړی شوی و.
نظامي او ملکي ټیمونو خپلې دندې په مسلکي ډول همغږې کړې. د ککړتیا پاکولو نظامي ټیم، چې نظامي وسایطو او سرتیرو برخه کې تخصص لري، د وسله والو ځواکونو د جمعي تخریب وسلو د مخنیوي ټیم لخوا یې نظارت کیده. د کورنیو چارو وزارت د ککړتیا پاکولو یو سټیشن 100 میتر لیرې نصب شو، چې د ملکي پرسونل لپاره یې ملاتړ او ساحوي ککړتیا پاکولو چارې وړاندې کولې.
د ملکي دفاع ټیمونو چې محافظتي ماسکونه او خطرناک موادو څخه د محافظت پوښاک یې په تن و ژوبل شوي افراد یې په تسکیرو کې لیږدول. کله چې ژوبل شوي افراد د ککړتیا پاکولو ساحې ته رارسیدل، هغوی ته نوي کالي ورکول کیدل. روغتیایی پرسونل د هغوی معاینه وکړه مخکې لدې چې د 50 بستر او بیړني طبي تجهیزاتو ساحوي روغتون ته ویوړل شي، او د کیمیاوي بریدونو څخه راپیدا کیدونکي ناروغیو او ټپونو درملنه کې مهارت لرونکي مجرب ډاکټرانو او نرسانو لخوا وکتل شي.
د ساحوي روغتون رول نږدې روغتونونو ته د لیږدولو نه مخکې د ټپونو معاینه او تشخیص کول، د وینې بهیدو درول، او د حساس پیښو درملنه کول و. شاوخوا 50 امبولانسونه په چمتو حالت کې و.
د سعودي د جمعي تخریب وسلو ټیم خپلو امریکایی سیالانو سره یوځای د تمرین په اوږدو کې کار وکړ، او میتودونه یې سره شریک کړل. دې څو ملیتي ټیمونو په ساحه کې پیښو ته د یو بل غبرګون مشاهده کولو څخه ګټه پورته کړه. کله چې د متحده ایالاتو ټیم د غبرګون عملیات ترسره کول، سعودي ټیم د امریکا متحده آیالاتو ټیم ته مشوره ورکولو لپاره د هغوی په ګام روان و. بیا دې دواړو ټیمونو یو بل سره رول بدل کړ.
د مخنیوي ډال کې د سعودي او د امریکا متحده آیالاتو ځواکونو یووالی د پراخه مختلف شالیدونو لرونکي سرتیرو د وړتیا ستاینه وه چې په عصري نړۍ کې ډیر عام کیدونکي ګواښ ته غبرګون کې په ګډه او په مؤثر ډول ماموریتونه بشپړ کړي.
Comments are closed.