د ازبکستان او د متحده آیالاتو ترمینځ ډیالوګ او دیپلوماسي
یونیپث کارکونکی
ازبکستان د متحده آیالاتو سره د ستراتیژیک مشارکت ډیالوګ لومړۍ ناسته په 2021 ديسمبر کې وکړله، چې په مرکزي آسیا کې د امنیت ښه کولو ته د دواړه هیوادونو ژمنتیا یې مهم ټکي و.
په تاشکند کې د دې ناستې کوربه توب د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د متحده آیالاتو د بهرنیو چارو د سهیلي او مرکزي آسیا مرستیال ډونلډ لو کاوه.
دواړه خواو د تروریزم او افراطیت ګواښونو سره مبارزې او په افغانستان کې د بې ثباتۍ کمولو لپاره دوامداره همکارۍ باندې تاکید وکړ. د متحده آیالاتو اړخ افغانستان ته د نړیوالې بشري مرستې رسولو په موخه د ازبکستان د ترمز کارګو ترمینل پور ورکړې ستاینه وکړه.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره عالي کمیشنرۍ دفتر او د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ترمز افغانستان ته د خوړو، خیمو، لوخو، کمپلو او نورو توکو وړلو لپاره کارولی دی.
واشنګټن د ستراتیژیک مشارکت ډیالوګ د بلې ناستې کوربه توب سره موافقت کړی دی. په 2022 کې دا ناسته د ازبکستان او د متحده آیالاتو ترمینځ د دیپلوماتیک اړیکو د پیل 30مې کلیزې سره سمون درلودلی شي.
د ازبکستان او د متحده آیالاتو اړیکې د ازبک ولسمشر شوکت میرزایوف د شپږکلنې ادارې پرمهال ښې شوي او پدې کې د نظامي همکارۍ او روزنې پراختیا شامل دي. سرچینې: انادولو اژانس، Gazeta.uz، کاروان سرای
Comments are closed.