د امنیتي نوښت نوی پیر

بې پرسونله ټیکنالوژۍ د سیمه ییزو شریکانو د ځمکې، سمندرونو او آسمانونو د نظارت څرنګوالي کې ستر بدلون راوستی دی

د جنرال میکایل کوریلا، د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې قوماندان لخوا

په عرب خلیج کې کوم چیرې د ساحل څخه نږدې 50 کیلومیټر لیرې، داو کښتۍ د اوبو په سطحه کې خپله لاره جوړوي.

 

د بهر څخه دا داو کښتۍ لکه د نورو هغه زرګونه کښتیو په څیر ده چې هره ورځ پدغه سمندرونو کې سفر کوي.

 

مګر یو توپیر لري – دا داو کښتۍ سیمې ته زرګونه کیلوګرامه چاودیدونکي توکي لیږدوي.

 

دغه چاودیدونکي توکي د هیڅ ډول بهرنۍ مشاهدې په واسطه د کشف وړ ندي.

 

ناڅاپي، دوه کښتۍ د 70 ناټ په چټکۍ سره د سمندر څخه راوځي.

 

په داو کښتۍ کې موجود سړي مخکې لدې چې په خپلو کې سره پوهه شي چې څه پیښیږي محاصره شوي.

 

هرڅومره چې کښتۍ ورته ورنږدې کیږي، د داو کښتۍ نفر وارخطا کیږي. دې پورې چې هغوی ووایې، پدغه دوه کښتیو کې هیڅ انسانان موجود ندي.

 

په 30 دقیقو کې د ګزمې کښتۍ ورته رارسیږي او د دغه کښتۍ پرسونل نیسي.

 

د چاودیدونکي توکو د غیرقانوني لیږد مخه نیول کیږي.

 

د داو کښتۍ پرسونل هیڅکله نه پوهیږي چې هغوی څنګه کشف شو.

 

نو دلته څه پیښ شوي وي؟

 

داو کښتۍ د ټرانزیټ داسې لاره کې ده چې په دودیز ډول د کارګو ټرانسپورټ لپاره نه کارول کیږي. دغه لاره په دودیز ډول د غیرمشروع موادو د ټرانسپورټ لپاره کارول کیږي.

 

د سمندر د سطحې پرمختللي ډرونونه عرب خلیج ګزمه کوي چې په داسې سنسرونو مجهز دي چې د سپکو دړو او د سمندر لاندې سنسرونو سره وصل دي. دا ټولې غوټې سره مستقیم تړلې دي.

 

دغه ډرونونه د اوبو له پاسه او لاندې د ژوند بڼه نقشه کوي او د دغو شاوخوا لیواله نورمال او غیرنورمال کښتیو موقعیت تثبیت کوي.

 

دغه شبکه شوي سنسرونه په مینځني ختیځ کې هره ورځ تیریدونکي د سوداګریز بار زرګونه کښتۍ تعقیبوي.

 

د ساحل په اوږدو کې، د عملیاتو یوه مرکز کې د 14 نظامي افسرانو او نارینه او ښځینه سرتیرو د ټیم یوه ودانۍ ده.

 

د ډیټا ادغام او د مصنوعي ذهانت په مرسته دغه انسانان کولی شي د دغو ټولو سنسرونو څخه راتلونکي ټولو معلوماتو څخه مفهوم واخلي.

 

د امریکا متحده ایالاتو بحري ځواک تورن میکایل براسر، د 59 کاري ځواک قوماندان، په ماناما، بحرین کې بې پرسونل د سطحې کښتۍ نندارې ته وړاندې کوي، د هغه ډیری کښتیو له ډلې څخه یوه چې په عرب خلیج کې به امنیت ښه کړي. دویم بریدمل مارک محمود/د امریکا متحده ایالاتو بحري ځواک

او کله چې د داو کښتۍ د سوداګریز بار کښتیو بڼې څخه ووتله، د مصنوعي ذهانت پروګرام چې هغوی یې کاروي دا په نښه کړه. د عملیاتو مرکز کې ټیم سملاسي سیګنال ترلاسه کړ. ډرونونو هم همداسې.

 

او، د کومو امرونو پرته او د عملیاتو مرکز کې د موجود ټیم لخوا حتی د کومې تڼۍ وهل کیدو پرته، ترټولو نږدې ډرون انځورونه واخیستل.

 

دغه انځورونه سمدلاسه د عملیاتو مرکز ته ولیږدول شو.

 

په عملیاتو مرکز کې موجود روزل شوي انسانانو د وضعیت ارزونه وکړه او پریکړه یې وکړه چې څه وکړي.    

 

*********************************

 

راځئ اوس بلې برخې ته ورشو. په مینځني ختیځ کې کوم چیرې د مهماتو او د پرزو د ستر بیاځل اکمال لپاره یو زنګ راځي. دیرش دقیقې وروسته، پنځه وسایط د لیوا د ملاتړ ساحې څخه د کنډک ملاتړ ساحې لوري ته ووځي.

 

کله چې لومړۍ واسطه د ودانۍ څخه ووځي، څلور نور وسایط ورپسې ورځي. کله چې د دغه پنځه وسایطو کتار د یوځای کیدو ساحې ته ور رسیږي، امنیتي عنصر یې په حیرانۍ سره هرکلی کوي. تاسې وینئ، یوازې لومړۍ واسطه کې انساني پرسونل موجود دی؛ پاتې څلور واسطې بې پرسونل دي او د مصنوعي ذهانت په مرسته چلیږي.

 

**************************

 

دا سناریوګانې د واقعیت څخه کلونه لیرې ندي. په حقیقت کې، کومه ټیکنالوژي چې ما شرح کړه نن ورځ شتون لري، او موږ سمندري کاري ځواک لرو ـــــــ کاري ځواک 59 همدلته په بحرین کې ـــــــ چې دا په سیمه کې کاروي او وده ورته ورکوي.

 

موږ همدا اوس په چټکۍ سره د سمندري برخې پوهاوي ښه کولو او د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د خوندي سمندرونو او قوي محافظت ترلاسه کولو لپاره د مدغم بې پرسونل او مصنوعي ذهانت شبکې جوړولو لپاره ټیکنالوژیکي وړتیا لرو.

 

یو سیلډرون لټوونکی بې پرسونل د سطحې بیړۍ په عقبه خلیج کې د نړیوال سمندري تمرین/قطلس اکسپریس 2022 پرمهال ګرځي. کوچنی افسر دوهم رتبه ډاوسن روت/د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواک

په سمندر کې، موږ هغه شتمنۍ جوړوو چې واردمخه موجود دي او د سنسرونو یوبل سره وصل شبکه جوړوو چې د واقعیی وخت ډیټا ولیږدوي. دغه ټوله ډیټا، چې د ډیټا د ادغام او مصنوعي ذهانت پلیټ فارمونو له لارې وړاندې کیږي، د عملیاتي چاپیریال واضح انځور جوړولو کې مرسته کوي.

 

خورا مهم یې دا چې زموږ نړیوال او سیمه ییز شریکان پدې سفر کې موږ سره دي ــــ په ځانګړې توګه بحرین. کاري ځواک 59 (ټي.ایف 59) تیرکال د بحرین سره ملتیا وکړه، او موږ د اردن په عقبه کې د موجود یوه ترڅنګ دلته یو مرکز جوړ کړ.

 

همدا تیره میاشت، بحرین په خلیج کې په سمندري تمرین کې ګډون وکړ چې پدغه تمرین کې د سعودي عربستان، بحرین، انګلستان او د امریکا متحده ایالاتو څخه اوه پرسونل لرونکي کښتیو د بې پرسونل سیسټمونو سره ملتیا کوله. دا یو له هغه ډیرو مثالونو دی چې جوتوي زموږ ځواکونه همدا اوس راتلونکی درک کوي او یوځای یې ترسره کوي.

 

د 2023 وروستیو پورې به، ټي.ایف 59 د 100 څخه ډیرې بې پرسونل د سطحې او نیمه سطحې کښتیو ټولګه سره یوځای کړي چې یوځای به فعالیت کوي، یوځای به ارتباط ټینګوي، او ټولو ګډون لرونکي ځواکونو ته به د سمندري برخې پوهاوی وړاندې کوي. د دغو بې پرسونل کښتیو لږترلږه 80% به زموږ د شریکو ځواکونو څخه راځي. د شریک هیوادونو شمیر وده دوام لري، او هغوی د ټي.ایف 59 عملیاتي ځواک او کارمندانو برخه دي.

 

په ورته توګه، کاري ځواک 39، د ځمکني نوښت کاري ځواک به د بې پرسونل ځمکني وسایطو د ټولګې طرح او ټیکنالوژي وازموي چې پدې سره به موږ وکولی شو زموږ پرسونل لرونکي ځمکني وسایط په لاډیر مؤثر ډول وکاروو.

 

د کاري ځواک 39 او کاري ځواک 59 سربیره، موږ په قطر کې موجود کاري ځواک 99 لرو چې د هوا برخه کې فعالیت کوي. کاري ځواک 99 به د کاري ځواک 59 هڅې د مناسب بار او د نورو وړتیاو سره د هوایی ډرونونو سیسټم سره تکثیر کړي.

 

د کاري ځواک 99 بې پرسونل الوتکې به زموږ په دښمنانو بد حالت راولي او زموږ سیسټمونو او زموږ شریکانو ته ګواښونه کشف او ماتې به ورکړي.

 

بحري ځواک ډګروال حشام خلیل الجراح، د اردن د شاهي بحري ځواک قوماندان، ښۍ، او معاون امیر البحر بریډ کوپر، د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو د مرکزي قوماندې قوماندان، په بحرین کې د نوي سیلډرون سپړونکي بې پرسونل سطحې کښتۍ ارزونه کوي. دویم بریدمل مارک محمود/د امریکا متحده ایالاتو بحري ځواک

پدې بې پرسونل سیسټمونو کې سینسرونه به تل معلومات راټولوي، او په ټولو وختونو کې به په سمندر کې، په ځمکه او په هوا کې زموږ سترګې او غوږونه وي.

 

دا بې پرسونل سیسټمونه به په ګډه یوه شبکه کې فعالیت کوي، د مصنوعي ذهانت یوه پروګرام ته به ډیټا ورکوي چې هغه به دا ټوله ډیټا تنظیم کوي، ورڅخه به مفهوم اخلي، او حساس معلومات به په واقعیی وخت کې تحلیل ګرانو ته ورکوي.

 

دغه تحلیل ګران به دا معلومات د شریک ځواکونو سره شریکوي، چې ټول یې د ورته ګواښ انځور او ورته معلومات سره شریکوي.

 

د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قومانده د نوښت همدې لوري ته روانه ده.

 

***************************

 

د دغه پروګرامونو سربیره، موږ زموږ شریکانو سره د دښمن ډرونونو ته ماتې ورکولو لپاره دلته په مینځني ختیځ کې یو تجربي پروګرام جوړوو. لکه څنګه چې د ډرون ټیکنالوژي پرمختګ کوي، د دښمن ډرونونه اوس شاید سیمه ییز امنیت ته ترټولو ستر ټیکنالوژیکي ګواښ دی.

 

دلته په مینځني ختیځ کې زموږ تجربي مشارکت د دغه سیسټمونو ماتولو لپاره نوي وړتیاو، نوي ټیکنالوژیو او نوي تکنیکونو باندې تمرکز کوي.

 

 

************************

 

دا ټول عنصرونه د نوښت د کلتور چترۍ لاندې دي چې موږ یې د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قومانده کې جوړوو. نوښت موږ ته لاره برابروي زموږ هغه ستر مشارکتونه پراخه کړو چې موږ په مینځني ختیځ کې رامینځته کړي دي. دا زموږ د پرسونل لرونکي سیسټمونو د عملیاتي ارزښت ډیرولو چاره کوي.

 

زموږ لپاره نوښت یوازې مصنوعي ذهانت، د مشین زده کړه او لارښود شوې انرژي ندي. دا فقط د نوي ټیکنالوژۍ په کار اچول هم ندي.

 

زموږ د نوښت کلتور په سیمه کې د شریکانو سره په نوي پروسو، د امنیت په اړه فکر کولو نوي لارو، نوي طرزالعملونو، نوي افکارو، او نوي طرحو… او نوي ټیکنالوژۍ باندې کار کول دي.

 

د دې نوښت کلتور لپاره پوتانشیل ټیټانیک دی. نوښت موږ ته لاره برابروي خپل ځواکونه ښه سمبال کړو، چاپیریال ښه حس کړو او ګواښونکي لوبغاړي په لاډیر اغیزناک ډول تشخیص او ماتې ورته ورکړو.

 

پدې خونه کې موجود ملتونه په ټیکنالوژۍ انحصار نلري. زموږ دښمنان هم په مینځني ختیځ کې زموږ پروړاندې نوي سیسټمونه او ټیکنالوژۍ کاروي.

 

د همدې لپاره موږ په سیمه کې ټولو شریکانو ته اړتیا لرو چې زموږ سره نوښت وکړي. په ګډه، د نوښت له لارې، موږ ټول د سیمې ثبات ښه کولو لپاره ډیر څه کولی شو.

 

دا مقاله د 2022 نومبر کې په بحرین کې 18مه آي.آي.ایس.ایس ماناما ډیالوګ کې د شوي وینا پربنسټ ده.

Comments are closed.