پاکستان او تاجکستان امنیتي اړیکي ستایي
یونیپث کارکونکی
د پاکستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د امنیتی ننګونو؛ لکه ترهګرۍ، د نشه یی توکو د قاچاق او سازمان شوو جرمونو د مخنیوی لپاره له ټینګو دوه اړخیزو همکاریو څخه ملاتړ څرګند کړ.
د 2021 کال په اپریل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تاجکستان په پلازمېنه، دوشنبه کې له خپل تاجک سیال، سراج الدین مهرالدین سره د خبرو لپاره وخت ترلاسه کړ.
دوی په هغو موضوعاتو خبرې وکړې چې دواړه هېوادونه یې په اندېښنه کوي، په دې کې هغه څه وو چې قریشی”د ترهګرۍ ننګونه
بلله”.
قریشي په یوه خبری غونډه کې چې دواړو لوریو پکې ګډون کړی و، وویل: “موږ د افراطیت د کچې د لوړیدو او- یوازې زموږ په سیمه کې نه- په ټوله نړۍ کې د نابردبارۍ د زیاتیدو په اړه هم خبرې وکړې.” “دلته داسې خبرې دي چې موږ یې په اړه واحد نظر لرو؛ دا موږ د پاکستان او تاجکستان تر منځ په همکارۍ کې وینو”
دواړو هیوادونو ژمنه وکړه چې د دفاع په چارو کې به هم کار ته دوام ورکړي، په دې کې پاکستان ته د روزنې لپاره د تاجک افسرانو استول شامل دي.
د بهرنیو چارو وزیرانو ته اقتصادي امنیت هم یو شان مهم و، په ځانګړی توګه له پولو بهر زیربنایي پروژې چې د مرکزي او جنوبی اسیا سیمې ته یې ګټه رسوله. له دغو پروژو یوه یې کاسا 1000 ده؛ د 1.6 میلیاردو ډالرو په لګښت انتقالي کرښه چې تاجکستان او قرغیزستان یې له لارې پر پاکستان غوندې هېوادونو برېښنا وپلوري.
قریشي وویل: “زه د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکوم چې موږ کاسا 1000 ته ژمن یو او لېواله یو چې پر وخت بشپړه شي. دا پروژه پاکستان او ټولې سیمې ته ګټه رسوي؛ موږ ټول ګټه ترې اخلو.”
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بله ناسته له ولسمشر ام علي رحمان او دفاع وزیر جنرال شیر علي میرزو سره وکړه.
قریشي وویل:”موږ په دې یوه خوله شوو چې د افراطیت، ترهګرۍ، د مخدره توکو قاچاق او له پولو بهر جرمونو پر وړاندې ګډ کار وکړي.”
سرچینې: د سهار وړانګې
Comments are closed.