د لوړپوړي مشر پیغام
زه د متحده ایالاتو له مرکزي قوماندانۍ څخه مننه کوم چې دا فرصت یې راکړ ترڅو د یونیپث مجلې دغه ځانګړې ګڼه چې د ناورینونو په مدیریت کولو کې له ملکي مشرانو سره د مرستې په برخه کې د پوځونو رول ادا کولو ته ځانګړې شوې. د 2020 زېږدیز کال پر مهال، په عمان، سیمه او نړۍ کې پیښو دا مهمه مفکوره تایید کړه.
د 2020 زيږدیز کال په اوږدو کې، پوځونو د نړیوال کوویډ- 19 وبا پر وړاندې مبارزه کې د لومړۍ کرښې له سرتیرو سره مرسته وکړه. هوایی ځواکونه، ځمکني او سمندري سرتیري قرنطین پلی کړ، په ویروس ځپلو ځایونو کې یې ګرځنده روغتونونه جوړ کړل، عامه ځایونه یې ضد عفوني کړل او لرو پرتو سیمو ته یې د ژوند ژغورنې درمل او تجهیزات ورسول. په عمان کې د سلطان وسلوال ځواکونو تر ګرځبندیز لاندې اړونده سیمو ته د تر ټولو ډېرو اړینو مرستو په برابرولو سره په هیواد کې د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د حکومت په ګډو هڅو کې مهم رول لوبولی.
عمان پدې وروستیو کې خپل 50 کلن رنسانس ولمانځلو، چې د مرحوم جلالتماب سلطان قابوس او د هغه ځای ناستي سلطان هیثم بن طارق السید تر مشرۍ لاندې د لسیزو پراختیا او د پام وړ پروختګ په توګه پیژندل کیږي. د سلطان وسلوال ځواکونه په اړینو روزنو او مهارتونو سره د ځواکونو سمبالولو پر مټ د ظرفیت لوړولو ته ژمن دي. د عمان 2040 لیدلوری له لارې جلالتماب سلطان هیثم بن طارق السید خپلو وسلوالو ځواکونو ته دا واک ورکوي تر څو په دوامداره توګه پر داسې مډرن ځواکونو بدلېدو ته له دوام څخه ډاډ ورکړي چې پر مټ یې د خپل ګران هېواد ساتنه وکړي او د خپلو امنیتي، ملي ثبات او سولې لاسته راوړنې خوندي کړي.
جلالتماب د ملي امنیت په تضمینولو کې د وسلوالو ځواکونو پر مهمې ونډې ټینګار وکړ، او یادونه یې وکړه چې “د مډرنو وسلوالو ځواکونو له شتون پرته چې په بشپړ ډول په خپلو ټولو څانګو او سکتورونو کې سنبال او په لوړه کچه وړتیا لرونکي دي، دا کار ناممکن وو. دا به د امنیتی خدماتو له شتون پرته ممکن نه وه او هغوی وکولی شول چې د امنیت ټینګ کړي او د وګړو درناوی ترلاسه کړي. موږ د شاهي هیواد د لاسته راوړنو په خوندي ساتلو کې د ټولو رول ستایو او د هغوی له دندو څخه خپل ملاتړ او ویاړ بیاځلې څرګندوو.”
د ورته دندې یوه وروستۍ بیلګه د 2020 په مې میاشت کې د ذوفر په ولایت کې د سلطان وسلوالو ځواکونو مداخله وه چې په ترڅ کې یې د یو قوي طوفان قربانیان وژغورل. پداسې حال کې چې د عمان شاهي پوځ په سیمه کې ګزمې کولې، د عمان شاهي هوایی ځواک په ښارونو او کلیو کې بند پاتي شوي وګړي وژغورل. پوځي انجنیران د سیلاب اوبو ته د لارې ویستون او د بریښنا مزي د ترمیم لپاره لیږل شوي وو. سربیره پردې، د ملکي ټپيانو درملنې لپاره د وسلوالو ځواکونو روغتیایي خدمتونه وړاندې شول.
کیمیاوي، بیولوژیکي او رادیولوژیکي وسلو په شان د ډلهییزې وژنې وسلو د برید په وړاندې د دفاع لپاره د سلطان وسلوال ځواکونه په کلکه چمتو دي. د 2020 زېږدیز کال په مارچ کې افسرانو او بریدملانو د کیمیاوي، بیولوژیکي او رادیولوژیکي وسلو د مخنیوي لپاره د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې له روزونکو سره تمرینونه ترسره کړل. پدې تمرین کې د عمان دولتي کارکوونکو، د ملکي دفاع لپاره د عامه ادارې استازو، امبولانس او همداراز د پوځ سرتیرو برخه درلوده. دا روښانه ده چې د عمان پر وړاندې هر ډول ریښتنی برید به د دې پوځي او ملکي ادارو تر منځ نږدې همغږۍ ته اړتیا ولري.
د تیرو څو کلونو له پیښو وروسته هیوادونه د بل هر وخت په پرتله پدې پوهیدلي چې د کړکیچ د مدیریت لپاره هر اړخیز چلند ډیر اړین دی، چې پوځي او ملکي برخې پکې په ورته ډول ښکیل کیږي. له نمایش پرته د دولت دننه همکاري اوسمهال په دې پیچلې نړۍ کې بیړني حالت ته د ځواب ویلو لپاره اړین عنصر دی.
جلالتماب سید شیهاب بن طارق السعید
په دفاعي چارو کې د لومړی وزیر مرستیال
د عمان شاهي دولت
Comments are closed.