ترکیبي ګواښ
هیوادونه له هغو مخالفینو سره مخ دي چې هغوی د مستقیمو بریدونو په پرتله غیرمستقیم بریدونه ترسره کوي
یونیپث کارکونکی
اوکراین
په 2016 کې تور سمندر ته نږدې له روسیې سره هغه مهال د ځمکې مالکیت په لانجه کې ښکېل وو چې کله پر سلګونو زرو خلکو برېښنا پرې شوه.
روسیې په ښکاره دا خبر رد کړه چې ګني د اوکراین د بریښنا شبکې ګډوډۍ کې لاس لري. متحده ایالتونو سایبري تهاجمي بریدونه د روسیې له ملاتړه برخمنو ډلو ته منسوبوي.
دا ډول یرغل د ترکیبي جګړو د اوزارونو یوه وسیله ده. که څه هم د ترکیبي جګړې یا شخړې تعریفونه توپیر لري، په ترکیبي جنګ یا شخړه کې د متعارف یا دودیزې شخړې د بشپړاوي لپاره د تبلیغاتو کارول، اقتصادي ګډوډي او د نیابتي ځواکونو کارول شامل دي. د ترکیبي شخړې د اوسني پېر ځینې متخصصین له روسیې او ایران څخه عبارت دي. دا هغه هیوادونه دي چې د خپل انتقام د اخیستنې پټولو په موخه د خپلو دښمنانو د له منځه وړلو لپاره د ټیټ لګښت لرونکو وسایلو په لټه کې وي.
د دې ترکیبي ګواښونو د څېړنې لپاره، د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې په فبروري 2020 کې د مرکزي او سویل ختیځې آسیا د پوځي استخباراتو مشرانو ګډ کنفرانس کوربه وو. د افغانستان، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان او ازبکستان پوځي افسرانو د خپلو هیوادونو له یو بل سره د خپلو اردو لخوا د ترکیبي جګړې تجربی شریکې کړې.
د فلوریډا په ټامپا ښار کې د یاد درې ورځني پروګرام کې د کارپوهانو ویناوې او بحثونه د ایران، روسیې او سویلي اسیا له لوري د ترکیبي شخړو/جګړو اړونده موضوعګانو باندې راڅرخېدې.
د ازبکستان د پوځي استخباراتو رییس، ډګروال اولیمون سیدکولویچ ساماتوف وویل چې د هغوی هیواد، په سیمه کې یو له لومړیو هېوادونو وو، چې له مذهبي افراطیانو سره یې د ترکیبي شخړو د تکتیکونو په کارولو سره مبارزه وکړه. هغه وویل چی هېوادونه اړ دي تر څو له مستقیمې نه غیر مستقیمې جگړې ته د شخړې او جنګ بدلون لپاره له یو بل سره استخباراتي مالومات شریک کړي.
ډګروال سماتوف وویل، “د ترکیبي جنګ موخه له بشپړې او ښکاره نیولو پرته د یو هېواد خپلواکي له پښو لاندې کول دي.”
د افغانستان تجربه
افغانستان د ترکیبي جګړو په لومړۍ کرښې کې دی. کله چې طالبان د جګړې په ډګر کې بریالي نشول، نو دوی د نفوس او اغېزې ترلاسه کولو لپاره ترکیبي جګړو ته مخه کړه. د دوی ستراتیژۍ د رسنیو له لارې غلط مالومات خپرول، نفوذ او موخیزې وژنې، ترهګریز بریدونه او د پیاوړو ځواکونو په وړاندې د جګړو مخنیوي څخه عبارت دي.
د افغانستان د استخباراتو مرستیال وزیر، ډګر جنرال هلال الدین هلال د کنفرانس ګډونکوونکو ته وویل، “د افغانستان وګړو لویې قربانۍ ورکړي دي.”
د طالبانو ملاتړ کوونکي له دغو پایلو څخه حتمن د ناهیلۍ دلیل لري. د بې ثباتۍ د 19 کلن کمپاین سربېره، طالبان د افغانستان ټاکل شوي حکومت په نسکورولو کې پاتې راغلي دي. دا ترهګریزه ډله له ډیپلوماټیکي اړخه ګوښې پاتې او محبوبیت یې له لاسه ورکړی، او خپل ډېری وخت د خپلو ملګرو مسلمانانو پر وژلو تېروي. د افغان حکومتي ځواکونو زیاتیدونکي ځواک، طالبان د نظامی بریا ترلاسه کولو څخه ناهیلې کړي دي.
د ایران ترکیبي تاکتیکونه
کله چې د ایران خبره کیږي، د ترکیبي تاکتیکونو کارولو دوی ته فرصت ورکړي تر څو په ډېر مېشتو سني سیمو کې په خپله په شخړه کې له مستقیم کېوتو پرته د ځواک او قوت وړاندوینه وکړي. وسلوالو ډلو ایران ته په خپلو بهرنیو پالیسیو کې د انعطاف او انکار غوراوي ورکړي دي.
په تېرو څو لسیزو کې، ایران عرب او افغان جنګیالي اړ ایستلي ترڅو د ایراني سرتیرو د لېږلو اړتیا راکمه کړي. د بېلګې په توګه، په 1980 کې د ایران او عراق جګړې پر مهال، تهران افغاني قطعې چمتو کړې ترڅو د صدام حسین د ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شي.
مګر د کنفرانس برخه والو یادونه وکړه چې د ترکیبي تخنیکونو پلي کول لوی قیمت لري. نیابتي ډلې خپلې ګټې لري چې ځینې وخت د دوی د ملي ملاتړ کوونکو له هغو سره په ټکر کې وي. دا نیابتي ډلې په بې ثباته هیوادونو، لکه سوریه او یمن کې ځای پر ځای دي او کولی شي په ناڅاپي ډول د دغو ملاتړ کوونکو زیانونو لپاره په شخړو کې ډېروالی راولي.
او انعطاف پذیري هغه مهال ډېره سختیږي چې کله د ملګرو ملتونو د کنوانسیون خلاف په یمن کې ایراني وسلې وموندل شي.
د روسیې فعالیت
د جان هاپکنز پوهنتون د پرمختللو نړیوالو مطالعاتو د پوهنتون استازه، ډاکټر ماریا سنیګووایا وایي، چې د ایران په پرتله د روسیې فعالیت دا دی چې روسیه له داسې ترکیبي تاکتیکونو کار اخلي چې “له ایډیولوژیکي پلوه څوګوني یا څواړخیز” وي. پدې معنی چې مسکو حتا له تندروه او تاوتریخجنو مذهبي ډلو څخه له ملاتړه دریغ نکوي.
هغې وویل، چې د خپلو د پام وړ نړیوالو سیالانو د ننګولو لپاره د لارو چارو موندلو په برخه کې، د روسیې مشرتابه دا نوښت انفرادي اجنټانو ته سپارلی، تر څو د خپل هیواد ناوړه فعالیتونو ترسره کولو لپاره د پیلیزو شرکتونو په توګه عمل وکړي. دا د شوروي دور له پورته – ښکته لور پلان نیولو سره توپیر لري.
هغې د روسیې ترکیبي تاکتیکونه په دریو کټګوریو وویشل: تور، خړ او سپین تور تاکتیکونه، د کمپیوټرونو هک کول، د جنسي اړیکې ښکېلول، د دولتي رازونو غلا کول او د دودیزې جاسوسۍ نورې دستګاوې کارول دي. خړ تاکتیکونه د ویبپاڼو له لارې د هغو غلطو مالوماتو کارول دي، چې د “ګټور احمقانو” او ” د سفر ملګرو” لخوا ورته پراختیا ورکول کیږي.
د طیف سپین اړخ په نړیواله کچه پیژندل شوې رسنۍ دي، لکه رشیا ټوډې او سپوتنیک خبري اژانس چې بیا هم د روسیې مشرتابه له نظر سره سم جوړ شوي خبري راپورونه خپروي.
لوى پاسوال هلال الدين يادونه وکړه چې د روسيې له لوري ناسمو مالوماتو هڅې د افغانانو او د منځنۍ اسيا د ګاونډيو تر منځ د داسې غلطو اوازو او مالوماتو د خپرولو له لارې د شک او تردید د فضا رامنځته کول دي چې افغانستان د داعش ملاتړ کوي. دا غلط او ناسم مالومات په داسې حالت کی خپریږي چې مونږ د داعش تر ټولو لوی ځواک چی په افغانستان کې یې د پټیدو هڅه کوله، له منځه یوړه.
ډګر جنرال هلال الدین هلال وویل، “موږ به هیڅکله خپل سرحدونه نورو هيوادونو ته د تروریستان لیږلو په موخه و نه کاروو.”
د یووالي له لارې پیاوړتیا
د افغانستان د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو قوماندې مشر، جنرال محمد فرید احمدي وړاندیز وکړ چې ترکیبي خطرونه به د افغانستان د سیاسي ډلو تر منځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته هم دوام وکړي.
ځینې سیمه ییز قدرتونه غواړي په هیواد کې سیاسي ګټې وساتي او په ناسم ډول د افغانستان یووالي ته د یو خطر په سترګه ګوري. جنرال دا ډول ستراتیژۍ ګټورې نه بولي.
جنرال احمدي وویل، “که زموږ ګاونډیان له افغانستان سره مرسته وکړي، دوی په اصل کې له خپل ځان سره .”مرسته کوي
که څه هم د سیمې هېوادونو تر منځ اړیکې په تېر کې ژورې نه دي، خو د ترکیبي جګړې کنفرانس کې ملي استازو د سیمې د هیوادونو تر منځ د پرانستو او ازادو اړیکو له ساتنې څخه ملاتړ څرګند کړ.
دا یوازې د یوځای کار کولو او استخباراتو شریکولو له کبله دی چې سیمهییزې ملېشې کولی شي د ترکیبي جګړو ننګونې اداره کړي.
لکه څنګه چې د مرکزي آسیا یو قوماندان وویل: هیڅ ملت په یوازې ډول د دې ډول ګواښونو پر وړاندې نشي درېدلی”. یوازې په ګډه پرې برلاسي کېدای شو.”
د ترکیبي شخړې ګډې برخې
د نیابتي ځواکونو کارول/غیردولتي لوبغاړي
اقتصادي فشار
ورانکاري او پټ فعالیتونه
سایبري بریدونه/ورانکارې ټکنالوژي
د ناسمو مالوماتو کمپاینونه
نامنظمه شخړه
ولې ځینې هیوادونه
ترکیبي جنګ یا شخړه غوره ګڼي
انکار
انعطاف پذیري
نسبتا لږ لګښت
د مستقیمې شخړې مخنیوی
د ځواک پیاوړتیا
Comments are closed.