څانګېد سیمې هېوادونه د قطر پر سر هوایي ځواک By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی د العادیات جنګي الوتکو ډلګۍ په تشکیلولو سره قطر خپل د هوایي ځواک اغیزمنتیا پیاوړې کړه. العادیات د فرانسوي رافال جیټ جنګي الوتکو له پیریدلو څخه سرچینه اخلي، چې لومړۍ جوپه یې د 2019 فبروری کې قطر ته وسپارل شوه. قطري عمله د 36 رافال الوتکو په اوله جوپه کې سپره را ورسیده چې د دخان په هوایي اډه کې د اعلی حضرت امیر شیخ تمیم بن حامد آل ثاني لخوا ورته ښه راغلاست وویل شو. دغه جت الوتکې د مخنیوي، هوایي کشف، ځمکني ملاتړ، دقیق برید، د بېړۍ ضد برید او د ذروي/اټومي بریدونو د مخنیوي ماموریتونو لپاره جوړې شوې دي، او پیلوټانو خپلې وړتیاوې په یوه هوایي ننداره کې وښودلې چې شیخ تمیم هم په کې ګډون درلود. د رافال الوتکو اخیستل د قطر د هڅو یوازې یوه برخه ده چې غواړي د خپلو پوځي ځواکونو پیاوړتیاوې ډېرې کړي. د هېواد ګډ ځانګړو ځواکونو په یو پنځه اونیز کورس کې له برخې اخیستو او بشپړولو ورسته 125 د پاراشوټي سرتیرو فارغین ورکړل. په دې روزنه کې 26 درسي غونډې او 105 عملي تمرینونه شامل وو. پاراشوټي سرتیرو ته د الوتکې نه د ټوپ وهلو، د ولاړې کرښې نه ټوپ وهل، د تجهیزاتو خوندیتوب، معاصره جګړه کې د ګډون، له الوتکې نه د وتلو تخنیکونو او ځمکې ته د کښته کېدلو د کړنلارو په اړه اساسي روزنه ورکړل شوه. په ټوله کې، د پوځي زدکونکو لخوا 473 ټوپونه ووهل شول: د هر صاحب منصب له خوا پنځه ورځمهالې ټوپونه او د هر بریدمل له خوا څلور ورځمهالې ټوپونه ووهل شول. د تخنیکي تیاری سربېره، پاراشوټي سرتیرو د ارواپوهنې کورسونو کې هم ګډون وکړ، چې موخه یې د کمو ضایعاتو په لرلو سره د ماموریت بشپړولو لپاره په سختو شرایطو کې په ځان او نفس باندې باور ساتل وو. سرچینه: رایا (قطر) Facebook Twitter Share
Comments are closed.