څانګېد سیمې هېوادونه د عرب ټولنې له لوري د غندنې اعلامیې صادرېدل By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter د عربو ټولنې په عرب خلیج، یمن او سوریه کې د ایران د مداخلې په غندلو سره خپله سرمشریزه په مکه کې د 2019 په مې میاشت کې پای ته ورسوله. عرب مشرانو په تیره بیا هغه بریدونه وغندل چې پکې د یمن له خاورې پر سعودي عربستان ایراني توغندي ویشتل کیږي. همدا راز په عرب خلیج کې پر سوداګریزو بیړیو بریدونه او په یمن کې د حوثي یاغیانو څخه د ایران ملاتړ وغندل شو. د سعودي عربستان پادشاه اعلیحضرت سلمان بن عبدالعزیز آلسعود پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د ایران لخوا نورو هېوادونو کې د تروریزم د ملاتړ پر وړاندې خپل مسئولیتونه ترسره کړي. د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي خپله ژمنه تکرار کړه، چې د عرب خلیج هیوادونو امنیت د مصر له امنیت سره تړلی دی. د اردن پاچا اعلیحضرت دویم عبدالله بن الحسین د خپل هیواد پر دریځ باندې ټینګار وکړ چې د خپل عرب وروڼو له ګټو او امنیت څخه به دفاع کوي. د عراق ولسمشر برهام صالح د نورو هیوادونو په داخلي چارو کې د لاسوهنې بندیدل وغوښتل او د عراق امنیت یې د سعودي عربستان له امنیت سره تړلی وباله. د عرب هېوادونو استازو د منځني ختیځ هېوادونه او سیمه اییز او نړیوالو سازماونو نه غوښتنه وکړه، چې پر ایران باندې فشار واچوي، تر څو هغه سیاستونه پرېږدي چې په سیمه کې سوله او امنیت له ګواښ سره مخ کوي. په سوریه کې لاسوهنه هم د نوموړو سیاستونو برخه ګڼل کیږي. او په یمن کې یې موخه د تفرقې او شخړې رامینځته کول دي. سرچینې: alarabiya.net ،CNN Facebook Twitter Share
Comments are closed.