برخی یو منظم غبرګون By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter د امنیت او بحران د مدیریت لپاره د اردن ملي مرکز پوځي او ملکي سازمانونه سره یوځای کوي یونیپت کارکونکی ډګروال ندال جمهنه مخکې لدې چې برید ترسره شي د بحران د مدیریت لپاره پلان جوړول د ناورینونو څخه د خلاصون او د امنیتی ګواښونو باندې د بریالیتوب ترټولو غوره لاره ده. تجربو ثابته کړه چې د همغږۍ نشتون ممکن په وخت سره د ژغورنې عملې نرسېدو له امله تلفاتو، دوستانه انداخت او د ټپیانو د مرګ لامل شي، چې د دولتي ادارو ترمنځ د لویې اندېښنې لامل کیږي. نو ځکه، دا اړینه ده چې د بحران مدیریت لپاره بشپړ واک ولرئ ترڅو د امداد عملې حرکت تنظیم او د ملکي ادارو او امنیتی ځواکونو ترمنځ اړیکه ټینګه کړئ. په اردن کې د امنیت او کړکیچ د مدیریت ملي مرکز چې په کال 2005 کې تاسیس شو، په ایګر لاین 19 کې د رول لوبولو پرمهال یې خپل ظرفیتونه وښودل، چې پکې د اردن لومړی وزیر عمر الرزاز برخه اخیستې وه. یونیپث، د روزنې او ګډ تمریناتو رییس ډګروال نیدال جمهنه سره خبرې کړي. یونیپث: ایګر لاین د یو ټیم په توګه د همکارۍ او فعالیت ترسره کولو لپاره د ملکي او پوځي ادارو سره په مرسته کولو کې څومره بریالی تمام شو؟ ډګروال ندال: اجازه راکړئ په عمومي ډول د امنیت او کړکیچ لپاره د مدیریت ملي مرکز په هکله وغږیږم او دا چې څنګه دا مرکز زمونږ د هیواد د ادارو د هڅو په مدیریت کې رول لري. دا مرکز یو هراړخیز ملي چتر دی چې اداري هڅې سره متحد کوي، هغه که امنیتي ادارې، عامه سکتور، خصوصي سکتور او یا پوځ وي. ولس د ځواک ډیر عنصرونه لري: اقتصادي، سیاسي، امنیتي او نظامي. د دې مرکز ستراتیژیک رول دا دی چې د وسله والو ځواکونو څخه د هیواد په سرچینو سره ملاتړ وکړي ترڅو دوی وکولی شي خپل هدف ترلاسه کړي او د نظامي عملیاتو په بهیر کې هر ډول ستونزې لرې کړي. په هرصورت، که چیرې مونږ د داخلي امنیت پر وړاندې ګواښونه یا بحرانونه ولرو نو دغه رول بل اړخ ځان ته غوره کوي، نو پوځ به د هیواد پاتې امنیتي ځواکونو او مدني بنسټونو سره مرسته وکړي ترڅو بحران له مینځه ویسي. مونږ د ټولنې په هره برخه کې عملیات کوو او په پراخ امنیت باندې تمرکز کوو. د مثال په توګه، که مونږ په ستراتیژیکو توکو کې کموالی تجربه کړو چې کولی شي په شاهي مملکت کې د خوړو خوندیتوب کم کړي، مونږ باید د بحران مخنیوي لپاره په سمدستي او عاجل ډول عمل وکړو. له پراخ امنیت څخه زما مطلب هم دا ده. د همدې لپاره زمونږ د مرکز نوم زمونږ دنده منعکس کوي. لومړی هراړخیز امنیت راځي، بیا د بحران اداره کول. مونږ ناورینونه اداره کوو، هغه که دا د تروریستي پیښو په څیر د انسان لخوا رامینځته شوي وي یا طبیعي آفات وي لکه زلزلې یا سیلابونه. یونیپث: بحرانونه تل د دې په اړه ننګونه رامنځته کوي چې کوې ادارې باید د لومړیو غبرګون ښودونکو په توګه همغږي ترسره کړي. د امنیت او کړکیچ لپاره د مدیریت ملي مرکز څنګه کولی شي دا ډول ننګونه اداره کړي؟ ډګروال ندال: دا زمونږ د مرکز اصلي دنده او د هغې د شتون لامل همدا دی. اجازه راکړئ یو جدي کړکیچ په ګوته کړم چې خلکو ته د پېژندلو وړ دی. په کال 2005 کې زمونږ هیواد د یو بې ساري ترورستي برید سره مخ شو، کله چې ترهګرو په عمان کې پر هوټلونه برید وکړ. د دې ملي ناورین بیاکتنې وښودله چې هرې ادارې پخپله بشپړ کار کړی خو د ادارې دننه د کاري تقاضا پر مهال د همکارۍ په برخه کې تشه څرګنده شوه. له همدې امله د جلالتماب شاه دویم عبدالله بن الحسین نظر دا و چې د ستونزې د لمنځه وړلو په موخه د امنیت او کړکیچ د مدیریت لپاره دې ملي مرکز جوړ شي ترڅو د یو ملي چتر په توګه د دولتي ادارو تر منځ د واټن په لیري کولو او د هڅو پر یووالي باندې تمرکز وکړي. د امنیت او کړکیچ د مدیریت لپاره د ملي مرکز د نظر په اساس، مرکز د هغو ټولو ګواښونو د څېړنې او تحلیل لپاره یوه کمېټه جوړه کړه چې ښایي شاهي دولت ورسره په راتلونکې کې مخ شي. د ګواښونو له پیژندلو وروسته مونږ د دوی د مخنیوي یا له مینځه وړو لپاره ستراتیژیک پلانونه طرح کړل. مونږ د تروریستي بریدونو په وړاندې د مبارزې، د ګڼ شمیر مهاجرینو کنټرول او له ناورین څخه د خلاصون لپاره پلانونه لرو. په هر پلان کې د کړکېچ د ډول پراساس د حکومتي ادارو لپاره ځانګړې دندې شاملې دي. ستراتیژیک پلان ټولو ادارو ته وېشل شوي ترڅو دوی ته اجازه ورکړي چې په ماسټر پلان کې د خپل ځانګړي ماموریت دندې او غبرګونونه مدغم کړي. له خدای څخه په مننې، د دې مرکز له رامینځته کیدو راهیسې مونږ د یو بشپړ ناورین سره مخامخ شوي نه یو، مګر مونږ د امنیتی ادارو په بشپړې همکارۍ یو څو پیښو ته په مسلکي ډول ځواب ویلي دي. د اردن د ژغورنې ډلې د 2018 په وروستیو کې د وژونکي سیلابونو په جریان کې مادابا ته نږدې د ورک شویو خلکو لټون کوي. د کړکیچ مرکز د هڅې په همغږي کولو کې مرسته وکړه. اسوشیتد پرس یونیپث: مهرباني وکړئ، د ځینو پېښو جزئیات راسره شریک کړئ. ډګروال ندال: ښې پیژندل شوي پیښې سالټ او کاراک د تروریزم ضد ماموریتونه دي. سربیره پردې، مونږ پدې وروستیو کې یو ناڅاپي سیلاب سیلاب سره مخ شوو، چې د شاهي هیواد لویه برخه اغیزمه شوه. د امنیت او کړکیچ د مدیریت لپاره ملي مرکز دا یو ناورین اعلان کړ او په ملي کچه یې غبرګون وښود. مونږ ادعا نه کوو چې له غلطیو څخه پاک یو، مګر د کړکیچ د مدیریت په ساحه کې تل مرګ ژوبلې شتون لري. مونږ شاوخوا 20 مرګ ژوبلې درلودې، خو د ملي بحران له اعلان وروسته، مونږ وتوانیدو چې تاثیرات او زیانونه راکم کړو. په حقیقت کې، که چیرې مونږ سیلاب یو ملي ناورین اعلان کړي نه وای او ملي سرچینې مو نه وای کارولې، تلفات به یې د دې نه هم بدتر وای. د دولتي ادارو غبرګون نسبتا چټک و. زه به تاسو ته یو ښه مثال درکړم چې څنګه مونږ د دې بحران په جریان کې عملیات وکړل. جلالتماب د کورنیو چارو وزیر دلته و او دهغه ترڅنګ د ګډې درستیزوالۍ مشر او د ملکي دفاع رییس و. په سیمه کې د کورنیو چارو وزارت پورې اړوند ټیم د ایستلو یو چورلکې ته اړتیا درلوده، او دهغه غوښتنه وزیر ته ورسیدله. هغه په ساده ډول د ګډې درستیزوالۍ مشر ته مخ واړاو او د چورلکې غوښتنه یې وکړه. د څو دقیقو په ترڅ کې د ایستلو چورلکه د رارسېدو په حال کې وه. یونیپث: د متحده ایالاتو ځواکونو سره ستاسو ملګرتیا څنګه ستاسې تخصص سره مرسته کوي؟ ډګروال ندال: د دې مرکز مفکوره په کال 2005 کې راپورته شوه، او مونږ په کال 2013 کې بشپړه کړه. له همدې امله زموږ د مرکز واقعی عمر شاوخوا پنځه کاله دی. که چیرې مونږ د متحده ایالاتو د ناورین مدیریت پر یو مرکز باندې بحث کوو لکه د عاجلو حالاتو د مدیریت لپاره فدرالي اداره (فیما)، نو دوی د څو لسیزو تجربه لري. د زده کړې ډیری لارې شتون لري، ایا تاسو له خپلو غلطیو څخه زده کوئ یا د ملګري څخه ګټه پورته کوئ چې په دې برخه کې پراخه تجربه لري. د خدای څخه مننه چې مونږ ریښتینی ملي بحران نه لرو، نو مونږ خپل سټراټیژیک ملګري متحده ایالاتو ته لاس اوږد کړ ترڅو د دوی له تجربو څخه زده کړو، لکه فیما او د متحده ایالاتو په وسله والو ځواکونو او سازمانونو کې نورې ادارې. مونږ په متحده ایالاتو کې د خپلو ملګرو سره په ځانګړي ډول د کولوراډو ایالت سره عالي اړیکې څخه ګټه اخلو. مونږ د کولوراډو ساحلي ساتونکو سره د همکارۍ تړونونه لرو. سربیره پردې، مونږ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د تروریزم سره د مبارزې پروګرام او همدارنګه د همکارۍ له نورو پروګرامونو سره کار کوو چې د ملي ظرفیت د لوړولو لپاره زمونږ په خدمت کې دي. نن ورځ زه په پوره ډاډ سره ویلای شم چې مونږ هغه پړاو ته رسیدلي یو چې کولای شو زمونږ د ستراتیژیکو شریکانو د لویو هڅو پر مټ پخپلو پښو ودریږو او مزل وکړو. یونیپث: د یو بحران پر مهال د ملکي او پوځي هڅو د یوځای کولو ننګونې په تفصیل سره بیان کړئ. ډګروال ندال: زما د پوځي سابقې او اوس د بحران مدیریت د دندې پراساس، غواړم تاسې ته خپل نظریات څرګند کړم. ډیری مشران د بشرپالنې اړخ څخه بې خبره دي چې د هر ډول پوځي عملیاتو لپاره خورا مهم ده. د مثال په توګه، د عملیاتو په بهیر کې وسله وال ځواکونه د داخلي بې ځایه شوو خلکو سره مخامخ کیږي چې د جګړې له سیمې څخه تښتیدلي دي، او دا په هر ډول پوځي عملیاتو کې عادي خبره ده. که مونږ د داخلي بې ځایه شوو خلکو سره په احتیاط او مسلکي توګه معامله ونه کړو، نو دا به یوه ستونزه رامنځته کړي او کولی شي پوځي عملیاتو کې خنډ رامینځته کړي او د ماموریت اهداف وګواښي. کله چې ملکي وګړي په سیمه کې د تروریستانو د نفوذ له امله د ډزو لاندې راشي، نو ترهګر ښایي هڅه وکړي له وضعیت څخه ګټه پورته کړي او د ملکي وګړو په منځ کې پټ شي او بې ګناه خلکو ته زیان ورسیږي تر څو پړه یې پر دولت واچوي چې دا کار له ترهګرو سره په استخدام کې مرسته کوي. په نتیجه کې، د دې پرځای چې ځایی خلک خپل حکومت ته وفادار واوسي ممکن له ترهګرو ملاتړ وکړي. که چیرې مونږ پوځي او ملکي عملیات په سمه توګه اداره نه کړو، دا سناریو رامینځته کیدی شي. سربیره پردې، نړیواله ټولنه مسوولیت لري چې د جګړې په سیمو کې ملکي وګړو ته بشردوستانه مرستې ورسوي، په ځانګړي توګه په ګډو عملیاتو کې لکه د ایګر لایین په تمرین کې چې زده کیږي. د سږ کال په تمرین کې مونږ یو سناریو لرو چې داخلي بې ځایه شوي خلک او یو تعداد کسان پکې شامل دي چې شخړې ته د سوله ایز پای غوښتونکي دي. دا ډلې مرستې ته اړتیا لري چې یوازې د اردن لخوا چمتو کیدی نه شي، بلکې د نړیوالو سازمانونو لخوا لکه د ملګرو ملتونو، د کډوالو عالي کمیشنري، د روغتیا نړیوال سازمان، او د نړیوال خوراکي پروګرام لخوا برابریږي. دا سازمانونه په ټوله نړۍ کې د مهاجرینو او داخلي بې ځایه شویو خلکو سره په مرسته کولو کې تخصص لري، او دوی باید د ځایی حکومتونو له لارې تنظیم شي او کار وکړي، نه د پوځي یا امنیتي ځواکونو لخوا. حکومت به دا ډول فعالیتونه په ستراتیژیکه کچه د هغو امنیتی ځواکونو له لوري تنظیم کړي چې په سیمه کې حضور لري. ملي مرکز هغه اداره ده چې د نړیوالو سازمانونو، سیمهییزحکومت او پوځ ترمنځ د خبرو اترو دنده ورته سپارل شوې ده. مونږ د ټولو وزارتونو او دولتي ادارو څخه د اړیکې افسران لرو، چې دوی د کړکیچ مرکز قوماندان ته ملاتړ او وړاندیزونه چمتو کوي. زمونږ غیر رسمي شعار دی چې “قوماندان د هرڅه په اړه یو څه پوهیږي، پداسې حال کې چې متخصص د یو شي په اړه په هر څه پوهیږي.” همدا لامل دی چې مونږ کارپوهان او د اړیکې افسران لرو چې د قوماندان په غوښتنه د خپل مرکزي دفتر سره سلا مشورې او اړیکې ونیسي. د متحده ایالاتو او اردن د ځانګړي عملیاتو ځواکونه د اتو نورو هیوادونو سره یو څو ملیتي هوایی عملیات ترسره کوي، چې د ملګرتیا ټوپ په نوم هم پیژندل کیږي، ترڅو د ایګر لایین 19 تمرین پای ته ورسوي. سمنتا لیویس/ د متحده ایالاتو اردو یونیپث: تاسو یادونه وکړه چې د اردن لومړي وزیر نن د ایګر لایین روزنې د یوې برخې په توګه د بحران اعلانولو لپاره راورسید. دا پروسه څنګه کار کوي؟ ډګروال ندال: مونږ په مرکز کې په دریو کچو کار کوو: تاکتیکي، عملیاتي او ستراتیژیک. تکتیکي کچه هغه ده چې د غبرګون ښودونکی د ستونزې د حلولو وړتیا لري. راځئ ووایو چې مونږ یو ترافیکي پیښه یا یو کوچنی سیلاب سره مخ یو چیرې چې لومړی غبرګون ښودونکی د ملکي دفاع یا د پولیسو هغه اداره ده، چې د اضافي ملاتړ څخه پرته د ستونزې د حل کولو توان لري. پدې حالت کې زمونږ دنده د وضعیت څارنه او ارزونه ده او مشورې او وړاندیزونه چمتو کول دي. مګر که پیښه لوړې کچې ته ورسیږي او غبرګون ښودونکې اداره په ولایت کې د نورو ادارو څخه د ملاتړ غوښتنه وکړي، دا عملیاتي کچې ته رسي. پدې حالت کې، د هر ولایت امنیتي شورا چې عمومي امنیت، سرحدي پولیس، ملکي دفاع او د روغتیا ریاست پکې شامل دي، هڅه به وکړي چې د ولایتي سرچینو سره سم وضعیت حل کړي. که چیرې ولایت نشي کولی ستونزه یوازې اداره کړي، یا که هیواد په ورته وخت کې د ډیری پیښو سره مخ وي، نو مونږ دا ستراتیژیکې کچې ته لوړوو. د ملي مرکز دنده جلالتماب لومړي وزیر ته وړاندیز کول دي، چې د کړکیچ د اعلانولو پرېکړې نیولو لپاره په ملي مرکز کې یوه ناسته ونیسي. زه غواړم یادونه وکړم چې د ملي مرکز مدیریت د لومړی وزیر، د کورنیو چارو وزیر، د ټولو امنیتی ځواکونو قوماندانان، د ګډې درستیزوالۍ مشر او د بحران ملي مرکز رییس، جلالتماب شهزاده علی بن الحسین لخوا تشکیل شوي دي. دوی د کړکیچ د اعلانولو مسؤلیت لري. یونیپث: د امنیت او کړکیچ د مدیریت ملي مرکز له خلکو سره څنګه اړیکه ټینګوي ترڅو د کړکیچونو په جریان کې آوازې او ګډوډي له مینځ یوړل شي؟ ډګروال ندال: مونږ په ملي مرکز کې د رسنیز غبرګون یو دفتر لرو چې د عملیاتو سره موازي کار کوي. د رسنيز دفتر دننه، مونږ د ټولو ملي رسنیو څخه د اړیکې کسان لرو. زمونږ هدف دا دی چې د کړکیچ په جریان کې پیغام یو ډول او یوشان خلکو ته ورسوو. ځکه چې که چېرته د نن ورځې رسنۍ سم مالومات ترلاسه نکړي، دوي پېښې احساساتي بیانوي. همدا ده چې د دوی باخبر ساتل به د بحرانونو اغیز کم کړي. د همدې لپاره د دې دفتر دنده د دولت، امنیتي ادارو، ملکي دفاع او 84 نورو ویناوالو سره خبرې کول دي. د مثال په توګه، که چیرې مونږ په تکتیکي کچه کې داسې یو وضعیت سره مخ شو لکه په یوه ګوښه سیمه کې د ناروغۍ خپریدو، او مونږ پوه شو چې په ټولنیزو رسنیو کې افواهات او ناسم معلومات خپاره شوي دي، نو مونږ سمدلاسه د روغتیا وزارت ویاند سره اړیکه نیسو ترڅو مخکې له دې چې د بحران مخه ونیسو، د اوازو د له منځه وړلو لپاره بیانیه خپره کړي. مونږ هغه معلومات کاروو چې د وزارتونو او ادارو څخه رارسیږي او خپلو خلکو ته یې رسوو. مونږ د اردن تلویزیون، راډیو سټیشنونو او بریښنایی رسنیو سره مستقیم تماس لرو. د ټولنیزو رسنیو په هکله، مونږ د رسنیو پر چاپیریال باندې څارنه کوو او عملیاتي کارکوونکو یا د ملي مرکز مرستیال رییس ته لومړني راپورونه ورکوو ترڅو زمونږ د ویاند لخوا د رسمي اعلامیو د خپرولو اړتیا وارزوي. زمونږ لومړنی هدف دا دی چې رسمي رسنیز پیغام همغږې کړو. زموږ پیغامونه د جدولونو، لنډو ویډیوګانو، ټویټونو او د واتساپ پیغامونو په واسطه لیږدول کیږي. یونیپث: د کاراک ترهګریز برید کې ، ترهګرو خپلو پلویانو ته غلط معلومات خپاره کړل. تاسو څنګه په ټولنیزو رسنیو کې د دوی دروغ افشا کوئ؟ ډګروال ندال: موږ باید خپلو خلکو ته د معلوماتو په ورکولو سره رهبري په خپل لاس کې واخلو. مګر ځینې وختونه د دې په اړه خبرې کول خورا حساس دي، لکه د یرغمل نیولو په جریان کې هره خبره کولی شي د بې ګناه خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي یا د ژغورنې عملیات ګډوډ کړي. مونږ خلکو ته د حقایقو په رسولو سره د اوازې مخه نیسو. ځایی خلک په دولت باور لري، او یوځل چې مونږ خلکو ته معلومات ورسوو، زمونږ خلک به په واټونو او ټولنیزو رسنیو کې زموږ پیغام خپور او پیاوړی کړي. دا د دښمنانو له داستانونو سره مقابله کوي. اف. Facebook Twitter Share
Comments are closed.