یو عماني سرتېري لوړه پوځي اتلولي ترلاسه کړه
د عمان یو پوځي زده کوونکی د انګلستان په شاهي پوځي اکاډمۍ سند هارسټ کې غوره نړیوال زده کونکی وټاکل شو.
د سنډهارسټ قوماندان د عمان پوځي افسر الازهر بن ظاهر الزکواني ته د 2020 په اګست کې د بهرنۍ تورې جایزه ورکړه. دا جایزه په اکاډمۍ کې په هر ټولګي کې غوره نړیوال زده کوونکي ته ورکول کیږي.
د 1947 راهیسې د 120 هیوادونو څخه تر 5000 ډیر بهرنيو زده کوونکو په سنډهارسټ کې زده کړې ترلاسه کړې دي. د دواړو هیوادونو تر منځ د پیاوړ اړیکو له کبله چې د لسیزو راهیسې روانې دي، عماني پوځي زده کوونکي په اکاډمۍ کې د برخې اخیستنې اوږد تاریخ لري.
د عمان شاهي وسلوال ځواکونه په 1950مو کلونو کې د بریتانیا د وسلوالو ځواکونو په مرسته رامنځته شوي دي. د عمان ځواکونه د پرسونل او تجهیزاتو له پلوه پرمختیا مومي ترڅو په سیمه کې د امنیتي بدلونونو سره سم پر مخ ولاړ شي. په 2019 کې د عماني سرتیرو شمېر د 4500 احتیاطي سرتېرو پرته له 57000 څخه ډیر وو.
سلطان هیثم بن طارق السید، چې د 2020 زېږدیز کال په پیل کې پر تخت کښیناست، د وسلوالو ځواکونو د ګمارنې او روزنې د ښه کولو لپاره یې یو لارښود صادر کړ. په دې لارښود کې د کالج هغو زده کونکو له منځه د افسرانو ګمارنه شامله ده چې په پوځی اکاډمۍ کې یې برخه نه وي اخیستې.
په روزنیزو هڅو کې د سیف سارییا یا چټکې تورې په نوم د عمان او بریتانیا ګډ پوځي تمرینات شامل دي. دا تمرین له 1986 راهیسې د یادو هېوادونو تر ټولو لوی تمرین دی.
سرچينې: د سنډهارسټ شاهي پوځي اکاډمۍ، د عمان ډیلي ابزرور، /https://www.omaninfo.om
Comments are closed.