یو خوندي ازبکستان
یو ازبک سفیر د خپل هېواد په 30مه کلیزه کې د دوی مهمې لاسته راوړنې په ګوته کوي
په امریکا متحده ایالاتو کې د ازبکستان سفیر، یاولیان وخابوف
دېرش کاله ښايي کم وخت ښکاره شي؛ خو ازبکستان یې د ازادۍ دېرشم کال لمانځي. زه د هغو بریالیتوبونو، لاسته راوړنو او ان هغو ټراژیدیو یادونه کوم چې په دغو دېرشو کلونو کې زموږ ملت تجربه کړل او دا چې زموږ د ډېرو تاریخي ریښو لرونکی ځوان ملت څومره مخ ته تللی.
په درېیو لسیزو کې ازبکستان له یوه شوروي کرنیز دولت څخه په یوه پر ځان بسیا او د اقتدار خاوند هېواد بدل شوی. په دغو دېرشو کلونو کې موږ پوره اقتصادي ازادي واخیسته او په دې وروستیو کې په نړۍ کې د پنځو ډېرو چټکو اقتصادي وده کوونکو هېوادونو په لېست کې شامل شو. د پراخه صنعتي سکترو، ګڼ شمېر د معلوماتي ټېکنالوژیو پارکونو ازادو اقتصادي زونونو په درلودو سره بهرنيو پانګه اچوونکو په ازبکستان کې سترګې خښې کړې دي.
د ښې حکومتولۍ ډاډ ورکول زموږ لومړیتوب دی. د بشري ظرفیت لوړولو د معیارونو او اداري پروسیجرونو د اسانولو په ګډون ټوله دولتي دستګاه نوې شوه. ازبک ټولنه اوس په هره برخه کې د پالیسیو په جوړولو کې مهم رول لري.
موږ د قانون د حاکمیت او بشري حقونو په برخه کې ګټور ګامونه پورته کړل او په دې سره موږ هغه ټاپې لرې کړې چې په ازبکستان به وهل کېدې. د ملګرو ملتونو د بشر حقونو په شورا او نورو نړیوالو جوړښتونو کې د ازبکستان غړیتوب زموږ ریښتینی پرمختګ ښيي.
موږ په خپل ښه ګاونډیتوب او متعادلې او ښکاره بهرنۍ پالیسۍ، ټول اختلافات حل کړل؛ ان په ډېرو حساسو موضوعاتو کې؛په دې سره موږ په سیمه او نړۍ کې په یو د باور وړ ملګري او همکار بدل شوو.
موږ د خپلو اوږدمهاله اصلاحاتو پراخولو ته دوام ورکوو چې د دغه 35 میلیوني ملت خوبونه ریښتیا شي.
په دغه 30مه یادغونډه کې، زموږ خلک د “نوي ازبکستان” په جوړولو ویاړي. لکه څنګه چې ولسمشر شوکت میرزیایوف وویل: “یو داسې دولت چې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او ازادیو په نړیوالو پېژندل شوو اصولو جوړېږي او پر مخ ځي. له نړیوالې ټولنې سره ملګرتیا او همکاري پیاوړې کوي- د دغو ټولو نهایي موخه زموږ خلکو د ازاد، عالي او پرمختللي ژوند برابرول دي”.
د خپلې ازادۍ د لمانځلو په درشل کې غواړو د امریکا له خلکو، د کانګرېس له غړو او له جورج بوش نیولې تر ولسمشر بایډن پورې ټولو ولسمشرانو څخه مننه وکړو چې له موږ څخه یې ملاتړ کړی. موږ د ازبکستان د پیاوړي او خوندي کولو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو د ټولو هڅو مننه کوو.
په دغو دېرشو کلونو کې امریکا په هره برخه کې د ازبکستان تر څنګ ودرېده، د پرمختګ، ازادۍ او پیاوړتیا ملاتړ یې وکړ، د یوه ځوان ملت په توګه یې وهڅول او په بریاوو کې یې شریکه شوه. له 2016 کال راهیسې، دغه همکاري په ټولو برخو کې زیاته شوه. زموږ اړیکې “د نوې سټراټېژیکې همکارۍ برخې” ته داخلې شوې او په د 2018 کال په مې میاشت کې متحده ایالاتو ته د ولسمشر میرزیایوف سفر دغه برخه نوره هم پیاوړې کړه.
زموږ سټراټېژیکه همکاري په ډېر قوت پر مخ روانه ده. زه ویلی شم چې زموږ اړیکې هېڅکله دومره ژورې او ټینګې نه وې لکه اوس چې دي.
ولسمشر بایډن دا خبره د ازبکستان رهبرۍ ته د مبارکۍ په پیغام کې ډېره ښه وکړه: “په وروستیو کلونو کې زموږ اړیکو کې د پام وړ پرمختګ راغلی او موږ هڅه کوو چې خپلې سټراټېژیکې اړیکې لا ژورې او همکاري زیاته کړو چې په سیمه کې له سولې، اړیکو او ثبات څخه ډاډه شو”.
په دې هېڅ شک نشته چې زموږ سیاسي ښکېلتیا ډېره زیاته شوې او نوو لوړو څوکو ته رسېدلې. د کلنۍ سیاسي مشورې لوړول لومړی په 2009 کال کې د سټراټېژیکې همکارۍ د خبرو اترو په کچه بیل شوې؛ پرمخللې بڼه به یې د 2021 کال په ډسمبر کې په تاشکند کې جوړه شي او موخه یې په ټولو لومړیتوب لرونکو سیمو کې د نویو فرصتونو او بیاوړې همکارۍ زیاتول دي.
موږ د امنیت په برخه کې سټراټېژیک همکاران یو، موخه موږ یوه سوله ایزه او با ثباته مرکزي اسیا ده او د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې ملاتړ کوو.
موږ په سوداګرۍ کې وده کوونکی همکار یو. ازبکستان ورځ په ورځ د امریکايي کمپنیو د پانګونې هدف کېږي؛ هغه کمپنۍ چې غواړي په سیمه کې شتون ولري او نوي فرصتونه لاسته راوړي.
موږ د پرمخګ او تعلیم په برخه کې ثابت قدمه همکاران یو؛ په دې برخه کې د متحده ایالاتو همکاري د یادولو ده؛ د نړیوالو څېړنو او د بورډونو د تبادلې عملیات کېږي؛ په دې کې د ازبکستان د پرمختګ او ریفورم د ملاتړ لپاره امریکایي شوراګانې همکارې دي.
په دغه ځانګړې ورځ غواړم د کووېد- 19 وبا په سختو شرایطو کې د امریکا متحده ایالتو دولت د لویو مرستو او همکاریو ډېره ډېره مننه وکړم. د درې میلیونه ډوزو نویو واکسینو مرسته د دې سبب شوه چې په ټول ازبکستان کې د خلکو د واکسین کولو پروسه بشپړه شي او د خلکو باور زیات شي. همداراز د امریکا له دولت څخه د 1.2 میلیونه ډوزو Pfizer واکسینو اضافي مرستې هم مننه کوو.
Comments are closed.