څانګېد سیمې هېوادونه یو ارزښتناک ځواک د پاکستان By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی د سوډان په دارفور سیمه کې د زرګونو ناروغانو د درملنې څخه وروسته، د پاکستان د اردو ساحوي روغتونونه د خپلو ګټو اخیستونکو یا ذینفع کسانو له لوري په دارفور کې د ملګرو ملتونو د افریقایي اتحادیې د ماموریت ملغلره بلل شوې ده. یونامیډ چې د ملګرو ملتونو د افریقایي اتحادیې ماموریت لنډه بڼه ده، په دارفور کې دی، چې په 2007 کې یې د سولې د ساتنې لپاره د لویدیځ سوډان په مصیبت ځپلې سیمه کې د کړاوونو له منځه وړلو په موخه خپل عملیات ترسره کړل. په دارفور کې پاکستاني ساحوي روغتونونه نه یوازې دا چې د 15،000 نه زیاتو ناروغانو درملنه وکړه، چې 822 جراحي عملیات هم په کې شامل و، بلکې وړیا کلینیکونه یې هم پرانیستل چې پکې د نورو 46،000 سوډانیانو لپاره خدمات وړاندې شول. د پاکستان د حلال نظامي مجله لیکي، “انسانیت ته د لوی خدمت په ترسره کولو سره، په ځایي ټولنه کې پاکستاني ډاکټران د پاکستاني درملګرو په نامه ډیر مشهور شوي.” د ملګرو ملتونو د افریقایي اتحایې د ماموریت لپاره نوموړي روغتونونه د پاکستان د پوځي مرستو یوازې یوه برخه وه. دا هیواد همداراز د پوځي انجینرانو یو ټولی او په نوبت سره یې د سوله ساتو سرتېرو کنډکونه واستول. مخکې له دې چې د 2019 په اپریل کې د ملګرو ملتونو د افریقایي اتحادیې د ماموریت د کاري فعالیتونو کمېدو سره بیرته خپل هیواد ته ستانه شي، نوموړو انجینران سړکونه، هوایي ډګرونه، او د ملګرو ملتونو د 15،000 سرتیرو او ملکیانو لپاره په ساحه کې د استوګنې خورا غټ کمپونه جوړ کړل. په دارفور کې د سوله ساتونکو سرتېرو کنډکونو په هکله باید وویل شي چې دوی په میاشت کې له 380 نه ډېر شمېر پر موټرو ګزمې کړېدي چې 47،700 کیلومتره واټن سیمه تر پوښښ لاندې راولي. نوموړي سرتیرې د ځایي اوسیدونکو لپاره د طبي تخلیې خدمتونو په برابرولو سره ساحوي روغتونونه بشپړ کړل. ټاکل شوي ده، چې د ملګرو ملتونو د افریقایي اتحادیې ماموریت، د دارفور په ثبات ټینګولو کې د 13 کلونو په تېرولو وروسته، د 2020 په جون کې ووځي. سرچينې: حلال، د ملګرو ملتونو د افریقایي اتحادیې ماموریت په دارفور کې Facebook Twitter Share
Comments are closed.