برخی یووالی په سمندر کې By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter په بحرین کې د سمندري ځواکونو نړیوال تمرین کې له 50 هېوادونو 5000 ځواکونو ګډون وکړ یونیپت کارکونکی د لسګونو هیوادونو زرګونه سمندري سرتیري د نړیوال سمندري تمرین پرمهال له ځواکونو سره یوځای شول (آی ام ایکس 19). د دوی دنده دا وه چې د ریښتینو ګواښونو پر وړاندې خپل مهارتونه، لکه د سمندري کرښو یا اوبو لاندې د ماینونو پاکول، د جنایتکارو مخنیوی چې د ملکي بېړیو په وسیله د مالونو قاچاق ترسره کوي او د دښمن د بریدونو پر وړاندې د بندرونو ساتنه، پراخ کړي. د آی ام اکس 19 تمرین ته، هاوایي ته نږدې د ارام سمندر څنډې تمرین وروسته، د نړۍ یو له تر ټولو لوی سمندري تمرین نوم ورکړل شوی. په دې تمرین کې سمندري ځواکونه د عربي خلیج له شمالي برخې څخه، کویت ته نږدې راغونډ شوي. دا نظامي تمرین د عربي ټاپووزمې په شاوخوا کې راڅرخي، په سور سمندرګي کې د افریقا ښکر تر څنګ تېرېږي، پورې او د اردن په عقبه بندر کې پای ته رسیږي. هغه هیوادونه چې په سیمه کې لوی سمندري شتون لري او د متحده ایالاتو او انګلستان له لوري یې مشري کیږي، د سیمهییزو سمندري ځواکونو سره یو ځای شول، ترڅو د نړۍ په ځینو استراتیژیکو لارو کې د تګ راتګ د آزادۍ د ساتلو لپاره یو نړیوال هوډ رامنځته کړي. دا ډول همکارۍ په لومړي سر کې پیل شوې. د سعودي عربستان د ختیځ کښتیو یو قوماندان، سمندري تورن جنرال عبدالله الشمري د آی ام اکس19 تمرین د مرستیال قومندان په توګه دنده ترسره کوله. د تمرین په بهیر کې دوه نور سیمهییز سمندري افسران د دریو کاري ګرپونو څخه د دوو قومانده په غاړه درلوده: د عمان سمندري تورن جنرال علي موسی البلوشي د جنوبي کاري ځواک قومانده او اماراتي ډګروال موسباح راشد المهاري د شمالي کاري ځواک قومانده. د سعودي سمندري ځواکونو تورن جنرال عبدالله الشمري، د آی ام اکس 19 مرستیال قوماندان،د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو مرکزي قوماندې قوماندان ډګر جنرال ته ښه راغلاست وایي.جیمز ملوی. ضابط بنجامین کسترو/د متحده ایالاتو اردو مدیر عبدالله یادونه وکړه چې آی ام اکس 19 په دوو مرحلو کې برخه اخیستونکو ته ګټه ورسوله، چې په وچه کې د علمي روزنې سره پیل او په سمندر کې عملي تمرینونو لور ته پر مخ ولاړ. ټول تمرین د 2019 د اکتوبر له 21 څخه د نومبر تر 12 پورې دوام درلود. مدیر عبدالله وویل، “دا ډول تمرینات زمونږ د سمندري ځواکونو لپاره مثبت نتایج لري چې د نړۍ د نورو سمندري ځواکونو سره د قوماندې او کنټرول تاکتیکي مفکورې یوځای کوي او همداراز د سعودي شاهي سمندري ځواک د جنګي وړتیا کچه لوړي.” آی ام اکس په 2012 کې د څو ملیتي تمرین په توګه رامینځته شوی په ځانګړي توګه د ماین پاکۍ لپاره ځانګړی شوی و، مګر دا ماموریت تر 2019 پورې وغزید ترڅو پراخ سمندري امنیت پکې راونغاړل شي. په هر حال، د آی ام اکس یوه لویه برخه، په ځانګړي توګه په عربي خلیج کې د شمالي کاري ځواک فعالیتونه د اوبو لاندې لارو څخه د چاودیدونکو توکو پاکول و. د آی ام یکس 19 پلان کونکو سیمه ییزو بندرونو ته نږدې مصنوعي ماینونه ښخ کړل او ایتلافي ځواکونو ته یې امر وکړ چې دوی ومومي، ویې پیژني او خنثی یې کړي. چورلکو او کښتیو د جارو عملیات ترسره کړل چې مشکوک ماینونه یې کشف کړل، او وروسته یې غوټه وهونکو او د اوبو لاندې ډرون الوتکو ته کار پرېښود چې د نږدې څخه ورباندې کار وکړي. د تمرین د پای ته رسیدو نه مخکې سمندري سرتیرو د ماینونو ډیری برخه له مینځه وړې وه. مرستیال مدیر په بحرین کې میشته د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو د مرکزي قوماندې او د متحده ایالاتو د پنځم سمندري لښکر قوماندان جیمز ملوی له 50 څخه زیاتو هیوادونو څخه چې په سیمه کې د ګواښونو د مخنیوي په مقصد سمندري پرسونل چمتو کړو و، مننه وکړه. نږدې 5000 پرسونل، 40 بېړیو، 34 د کتلو، د پورته ختلو، د څیړنې او د نیولو ټیموو، 17 الوتکو او 18 د چاودېدونکو توکو د خنثی کولو ټیمونو په آی ام اکس 19 کې ګډون کړی و. د تمرین په جریان کې د متحده ایالاتو نورماندي کښتۍ د پاکستاني سمندري سرتیري کوربتوب کوي. د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو افسر، مایکل لهمن سمندري تورن جنرال، وویل، “دا د ایتلاف تر ټولو لوی تمرین و چې پدې سیمه کې تر سره شو.” ملوي دا خبره، هغه مهال چې د جاپان د ماین ضد بېړۍ بونګو کې سپور وو، د سیمې سمندري قواوو قوماندانانو او سفیرانو ته په خطاب کې وکړه. مدیر ملوی ټینګار وکړ چې ماینونه د نړۍ په کچه د بندرونو لپاره احتمالي ستونزې دي، او دا چې د ایتلاف هر غړی د سمندري امنیت سره ځانګړې مرسته کوي. سمندري تورن جنرال وویل، “د وخت په تیریدو سره مونږ یو لړ ښو کارونو ته وده ورکوو. … پدې سیمه کې بحرینیان تر بل هر چا د اوبو لاندې سیمه ښه پیژني. نو کله چې مونږ دلته راځو د بحرین سمندري ځواک مونږ ته وایي چې ورځني چارې څنګه ترسره کړو. هرڅوک چې له دې ځای نه ځي یو شی زده کوي چې نور خلک څنګه هغه په غوره توګه ترسره کړي.” ماڼوګان له ژوندیو ریښتینو ننګونو سره مخ شول چې د آی ام اکس 19 پوځي تمرین پر مهال یې د هغوی په دندو کې فشار رامنځته کړ. په عربي سمندر کې یو استوایي بوړبوړکۍ رامینځته شوه او د څو ملیتي کوچنیو بیړیو د یوې ډلې له څنګه، چې له عمان څخه بهر میشت وه، تیره شوه. د عربي خلیج په شمال کې د سمندر بدلېدونکو څپو د غوټه وهونکو لپاره هغه مهال خطر زیاد کړ، چې د اوبو لاندې ماینونو د موندلو هڅه یې کوله، پداسې حال کې چې ریښتنو لوبغاړو په ورته اوبو کې نړیوالو کښتیو ته ګواښ متوجه کاوو. دا هغه اوبه وې، چې د آی ام اکس 19 ګډونکوونکو تر ولکې لاندې وې. په شمالي کاري ځواک کې د سعودي عربستان، کویټ، بحرین او متحده عربي اماراتو کښتیو او سمندري سرتیرو ګډون درلود. سویلي کاري ځواک چې د عمان سمندري امنیت په مرکز کې میشت و، د عمان، پاکستان او یمن سمندري ځواکونو پکې برخه اخیستې وه. لویدیځ کاري ځواک چې د افریقایي هیواد جبوتي او د عقبه په بندر کې یې عملیات لرل، اردني او مصري ځواکونو پکې برخه اخیستې وه. د هغو افسرانو ډله چې د بحرین سمندري اډې د قوماندې له څارځایونو څخه یې تمرین څاره، په مساوي توګه د څو ملیته سرتېرو څخه جوړ وو. د خیمو په یوه ډله کې سمندری ټیمونه د کمپیوټرونو شا ته ناست وو او د سمندري نقشې جوړو شوو سناریوګانو ته یې کتل چې د تمرین برخه اخیستونکو د یو افسانوي دښمن د برید څخه مخنیوی کوي. که څه هم د عراق سمندري ځواک کومه کښتۍ نه درلوده، خو د سمندري افسرانو یوه ډله یې لیږلې چې په آی ام اکس 19 کې برخه واخلي. عراقیانو په ساحلي تمرین کې د قوماندې د یو مجاني پوسټ څخه ګټه اخیستله چې افسرانو ته یې د پیچلو سمندري عملیاتو تجربه ورکړه. عراقي سمندري ډګرمن مصطفی وویل، “مونږ راتلونکې ته سترګې په لار یو ترڅو ګډ تمرینات او پیښو ته ادامه ورکړو چې هدف یې د شریکانو تر مینځ د تجربو پراخول او د ظرفیتونو لوړول دي”. الروبايي، د متحده ایالاتو د پنځم سمندري قطعې لپاره د هیواد لوړ پوړی استازی. د آی ام اکس یوه مهمه برخه همکاري ده، تر څو د سوداګریزو کښتیو د خوندي تیریدو څخه ډاډ ترلاسه کړي. د سمندري همکاریو او لارښوونې په نوم یو پروګرام په کړکیچنو سیمو لکه سور سمندرګي، د عدن خلیج او عربي خلیج کې د سوداګریزو کښتیو او بیړیو ترمینځ په اړیکو کې مرسته کوي. د تمرین قوماندنانو د خپل مسؤلیت په ساحه کې د کانټینري بېړیو، ټانکرونو، لوی مصرف لرونکو مسافر وړونکو بېړیو په ګډون، د غیر نظامي کښتیو د پرمختګ په اړه ورځني معلومات ترلاسه کول. د آی ام اکس 19 بریا د 18 میاشتني پلان جوړونې او چمتووالی ثمره وه. د مثال په توګه، قوماندان سایمون کاکس په کارډیګن بې کې د برتانیا د جنګي پرسونل مسئول و. د نورمال عملیاتو په بهیر کې، کښتۍ د بریتانیا ماین پاکونکو ته خواړه، تیل او مهمات رسوي. د تمرین په بهیر کې کښتۍ د 10 بېلابېلو هېوادونو هیوادونو د غوټه وهونکو ټیمونو لپاره په اډه ګرځېدلې وه. قوماندان کاکس وویل، “ماینونه یو ګواښ دی. یو ماین چې نسبتا لږ لګښت لري کولی شي د هغه لګښت په نسبت ډیر تاوان ورسوي.” د لارښود توغنديو یوه کښتۍ، د متحده ایالاتو نورماندي بیړۍ د عمان په خلیج کې ورته مخکښ رول لوبولی. نوموړې د تمرین ډیره برخه د عمان شاهي سمندري کښتۍ الشمیخ او د پاکستان بحري کښتۍ شمشیر سره په جنګي جوړښت کې تیره کړه. نورماندي کښتۍ د نوموړو هیوادونو د بریدګرو ټیمونو لپاره د لیدنې، ختلو، لټون او ضبط تمرینونو کوربه توب کاوه. د متحده ایالاتو د نورماندي کښتۍ د قوماندې افسر تورن کریسټوفر سټون وویل چې، “دا ډول تمرینات د سیمې هیوادونو سره د قوي مشارکت د رامینځته کولو لپاره خورا مهم دي. د آی ام اکس په څیر د تمرینونو له لارې مونږ دا وړتیا زیاتوو چې په ټوله سیمه کې د سوداګرۍ آزاد بهیر ډاډمن شي.” د سعودي عربستان سمندري ځواکونو په آی ام اکس 19 کې لوی شتون درلود. دا د هیواد اړتیا منعکسکوي چې په سیمه کې د احتمالي دښمنانو پر وړاندې له اوږدې ساحلي سیمې څخه دفاع وکړي. سمندري تورن جنرال عبدالله وویل، “په دې نړیوال تمرین کې د سعودي سمندري ځواکونو برخه اخیستنه د سعودي عربستان د شاهي سمندري ځواکونو د قوماندې سرښندنه څرګندوي تر څو نړیوالې اړیکې پیاوړي او له نورو هېوادونو سره ګډ کار ته دوام ورکړي.” Facebook Twitter Share
Comments are closed.