برخی یوه پیاوړې قطعه جوړول By Unipath Last updated Oct 21, 2020 Share Facebook Twitter ډګرمن حمید بن ابراهیم البورومي د عمان د د ډله ییزې وژنې د وسلو د مخنیوي څانګې ته روزنه ورکوي د یونیپث کارکوونکو لخوا کیسه او انځورونه د غیرمتعارف جنګونو په دور کې غوره قطعات د ډلهییزې وژنې د وسلو د وژونکي ګواښ پر وړاندې د خپلو هیوادونو په خوندي ساتلو کې بوخت دي. پداسې شرایطو کې هیوادونه د ټولو احتمالي پیښو لپاره مخنیوونکو وړتیاوو ته پراختیا ورکوي. پدې وروستیو کې د یو تمرین په بهیر کې چې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې له متخصصینو سره یوځای ترسره شو، یونیپث مجلې له ډګرمن حامد بن ابراهیم البرومي سره وکتل چې د ډلهییزې وژنې د وسلو د مخنیوی لپاره د عمان لومړی اداري افسر دی. یونیپث: د عمان وسلوالو ځواکونو او د دوی امریکایی ملګرو ترمینځ د دې ګډ تمرین په اړه ستاسو نظر څه دی؟ ډګرمن البورومي: دا تمرین چې د ډلهییزې وژنې د وسلو د مخنیوی په برخه کې د متحده ایالاتو په همکارۍ ترسره شوی، د سلطان وسلوال ځواکونو او د کورنیو چارو وزارت د ملکي دفاع او امبولانس عامه ادارې لپاره خورا مهم دی. دا تمرین په کال 2016 کې پیل شو. دا هغه ګواښونه او پیښې تمثیلوي چې وار دمخه او په عملي توګه د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې پیښې شوي، او د کیمیاوي، بیولوژیکي او رادیولوژیکي وسلو لخوا رامینځته شوي دي. دا کومه پټه خبره نده چې مینځنی ختیځ او عرب خلیج د کړکیچونو سره مخ دي، نو دا اړینه ده چې موږ د خپلو وړتیاو په لوړولو سره او د ډلهییزې وژنې د وسلو د مخنیوي په ډګر کې د متخصصو ځواکونو سره د مرستې له لارې د هرې سناریو پر وړاندې چمتووالی ولرو. او د ډلهییزې وژنې د وسلو د مخنیوي پرسونل سره مرسته وشي ترڅو تجربه ترلاسه او نوي تخنیکونه زده کړي چې په ترڅ کښې یې وکړای شي خپلې دندې ترسره کړي. په حقیقت کې امریکایان پدې برخه کې ماهرین لري، نو له موږ سره د دوی شتون یو ارزښتناک فرصت دی چې له دوی څخه زده کړه وکړو او هغه څه چې موږ پرې پوهیږو دوی سره شریک کړو. له هغه راهیسې چې تمرین په کال 2016 کال کې پیل شو، لکه څنګه چې ما وویل، موږ د دوی فعالیتونه پراخ او نوي کوو ترڅو د دښمن ګواښونو او تاکتیکونو له زیاتوالي سره سمون ولري، ورپسې د ډلهییزې وژنې د وسلو د مخنیوي لپاره تجهیزات او تخنیکونو ته پراختیا ورکوو. یونیپث: په وروستيو کلونو کې د تمرین د پراختیا په اړه موږ ته نور څه ووایاست؟ ډګرمن البورومي: په پیل کې د روزنې نصاب ساده و. دا د یو بل وړتیاوو د پیژندلو او شرایطو او تجربو د شریکولو په اړه و. تیرکال موږ له امرکایي ملګرو سره په همکارۍ هڅه وکړه چې په پلي شوو عملیاتي کړنلارو کې د ځوانو افسرانو مهارت او د بلوک او ټولي قوماندانانو د مشرتابه مهارتونو ته په ډګر کې پراختیا ورکړو ترڅو په اغیزمنه توګه هر ډول بېړني حالت ته چې د دوی د مسوولیت په سیمه کې پیښیږي ځواب ووایي. که څه هم تمرین په ورته سکټور کې د عملیاتو د همغږي کولو او څرنګوالي باندې تمرکز درلود، ځکه چې ځواکونه نور د ګواښونو سره د مبارزې لپاره یوازې کار نه کوي، خو موږ په یوه تشه ودانۍ کې د برید یوه صحنه پکې اضافه کړه. داسې شک کیږي چې یوه تروریستي ډله د کیمیاوي بمونو د جوړولو لپاره ورڅخه ګټه اخلي ترڅو په بریدونو کې یې وکاروي. مدرب أمريكي يشرح طرق التعامل مع الهجمات الكيميائية والبيولوجية والاشعاعية. یونیپث: د ډلهییزې وژنې د وسلو د مخنیوي لپاره او د سلطان وسلوال ځواک د مهارتونو د ښه والی لپاره ستاسې پلانونه څه دي؟ ډګرمن البورومي: د سلطان وسلوال ځواک د پنځه کلن پلان له مخې عملیات کوي، او که د خدای رضا وه په راتلونکي پنځه کلن پلان کې به یو لوی تمرین ولرو، لکه په کال 2018 کې شموخ 2 او سویفټ سوارد 3 تمرینونه. زموږ ځواکونه چې د ډلهییزې وژنې د وسلو د مخنیوي کار کوي ثابته کړې چې دوی د هرې پیښې سره د معاملې وړتیا او مسلکيتوب لري، که دا د عملیاتو په ګر کې وي یا په ملکي سیمو کې د کیمیاوي وسلو بریدونه، پیښې یا راډیو اکټیو موادو پورې تړاو ولري. زموږ راتلونکی پلان د 2020-21 کال لپاره دی. موږ به د لویې کچې یو تمرین ترسره کړو، او له هغو سناریوګانو سره چې د راډیو اکټیو موادو پیښې یا بریدونه تمثیلوي او دا چې څنګه ځواکونه باید ورسره چلند وکړي. موږ به هڅه وکړو چې تخصصي ملکي ادارې هم پکې شامل کړو ترڅو د سلطان امنیتي ځواک او د ملکي دفاع او امبولانس عامه ادارو سره په عملیاتو کې مرسته وکړي. یونیپث: د متحده ایالاتو په څیر له یو پیاوړي ملګري سره روزنه څومره مهمه ده؟ ډګرمن البورومي: موږ واقعاْ له متحده ایالاتو سره خورا قوي او مضبوطې اړیکې لرو چې شاوخوا دوه پیړۍ مخکې پیل شوې دي. په کال 1840 کې احمد بن نعمان الکعبي د عمان لومړی سفیر و چې متحده ایالاتو ته استول شوی و. د متحده ایالاتو په څیر د یو زبرځواک سره زموږ اړیکې په ټولو برخو کې په ځانګړي توګه په پوځي برخه کې د مبالغې وړ نه دي. متحده ایالات او د متحده ایالاتو ځواکونه عملي او اکاډمیکه تجربه لري او کولی شي چې د خورا اغیزمن او دقیق نظامي تجهیزاتو سره کار وکړي. په تیره پیړۍ کې د متحده ایالاتو سرتیري د نړی په سختو سیمو او سختو موسمي شرایطو کې په زیاتو جنګونو کې ښکیل شوي دي. د دې په شان اردو په حقیقت کې ډیر څه لرې چې د سلطان وسلوال ځواک لپاره یې وړاندې کړي چې د زدهکړې لیوالتیا لري او د خپل هیواد او خلکو د ساتنې لپاره هر کار ته چمتو دي. موږ د باتجربه ادارو او روزنیزو مرکزونو څخه لیدنه کوو او دننه د دوی تعلیمی نصاب او روزنیزو کورسونو څخه د لیدنې پر مهال په متحده ایالاتو کې دننه او بهر د متحده ایالاتو ځواکونو سره له ګډو تمریناتو څخه ډیره ګټه پورته کوو. له بلې خوا امریکایان زموږ له کارپوهۍ او د سیمې له پوهې او د خلیج هوا او خاورې سره د تطبیق له طریقو څخه ګټه پورته کوي. دوی د عربي ژبې زده کړې او زموږ د سیمې کلتورونو او دودونو څخه هم ګټه پورته کوي. یونیپث: تاسې د روزنې پایلې څنګه ارزوئ؟ ډګرمن البورومي: د تمرین د مشرانو او نظارت کوونکو په توګه موږ له پایلو څخه راضي یو او د تیر کال په پرتله د پام وړ ښه والی مو ولید. موږ د پیښې لپاره د ځواب ویلو ډلو ترمینځ د متوازنو مفکورو او عملیاتي غلبې څخه په پراخه کچه کار اخلو. موږ همداراز خپل تاکتیکونه نوي کوو او نوې سناریوګانې جوړوو چې په نړۍ کې وروستي پرمختګونه تمثیلوي، او داسې یو حالت کې مو راولي چې مختلفو ګواښونو او خطرونو ته مناسب ځواب ووایو. دا پایلې موږ خوشحاله کوي او هڅوي مو چې ټولې برخې، لکه روغتیایي خدمتونه او داسې نور، ښکیل کړو. په اوس وخت کې موږ درک کړې چې روغتیایي خدمتونه د ټپيانو په راویستلو او د خلکو په ژغورلو کې مهم رول لوبوي. د پیښو په قابوکولو کې دا یو لومړیتوب دی. یونیپث: تاسو د کال په اوږدو کې د دې ګډ تمریني سناریو د تکرار لپاره څنګه پلان جوړوئ؟ ډګرمن البورومي: موږ هڅه کوو چې د تمرین سناریو ګانې وګورو او دا پخپله پلې کړو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې ټولې هغه مراحلې چې موږ د امریکایانو سره ترسره کړې وي پخپله ترسره کولی شو. موږ همداراز د عمان شاهي اردو، د عمان شاهي سمندري ځواک او د عمان شاهي هوایي ځواک، او د افسرانو او بریدملانو لپاره د دوامداره کشف او د ککړتیا/ضد عفوني کورسونه او کلنی روزنیز پلان لرو. د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز، په نړیوالو کنفرانسونو، ورکشاپونو او سمپوزیمونو کې د برخې اخیستو په ګډون چې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان د او د نړیوال اتومي سازمان له خوا ترتیبیږي په ګډون د پراختیا عملیاتي او تعلیمي پلانونه پلي کوي. یونیپث: هغه شخصي محافظتي تجهیزات چې د سرتېرو لخوا اغوستل کیږي ښایي په سختو شرایطو کې د دوی کاري طاقت او وړتیا محدود کړي. تاسو د سرتیرو فزیکي مقاومت څنګه رامینځته کوئ؟ ډګرمن البورومي: د ډلهییزې وژنې وسلو د مخنیوی په برخه کې موږ د ظرفیت لوړولو او د چمتووالی د ساتلو لپاره د ټول کال په اوږدو کې تمرینونه لرو. موږ په داسې سیمه کې ژوند کوو چې په دوبې کې یې د تودوخې درجه لوړه ده. د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو محافظتي تجهیزاتو اغوستل لکه محافظتي ماسکونه دوامداره روزنې ته اړتیا لري ترڅو د لمر ګرمۍ لاندې په بشپړ پوځي جامو کې کار کولو ته ځان برابر کړي. یونیپث: په دغه تمرین کې ښکیل ټیم څومره لوی دی؟ ډګرمن البورومي: په تمرین کې له 150 څخه ډیر افسران او بریدملان برخه اخلي، چې ټول د ډلهییزې وژنې د وسلو د مخنیوي متخصصین دي. موږ وینو چې په کومه اندازه د سناریو او تمثیل پراختیا پېچلي کيږي او سختیږي، همدا شان کال په کال شمېره ډېرېږي. همدا خبره د هغو عصري تجهیزاتو په اړه کولی شو چې د امریکایانو لخوا د سلطان وسلوال ځواک ته چمتو شوي یا راوړل شوي دي، په کوم چې موږ پوهه ترلاسه کړي او روزل شوي یو. یونیپث: ایا تاسو کولی شئ د متحده ایالاتو د دفاع او د ګواښ د کمولو ادارې د تجهیزاتو او تدارکاتو د پروګرام په اړه وغږیږئ؟ ډګرمن البورومي: موږ له متحده ایالاتو سره د ګډې همکارۍ تړون لرو چې له مخې به یې امریکا ځینې ټیکنالوژي او تجهیزات چمتو کوي. د سلطان وسلوال ځواک د ډلهییزې وژنې د وسلو د مخنیوي څانګه به د متحده ایالاتو څخه ځینې پرمختللي تجهیزات ترلاسه کړي. په دغو وسلو کې کیمیاوي، رادیولوژیکي او بیولوژیکي کشفي تجهیزات، همداراز د بیا پاکولو تجهیزات او یو څه مخه نیوونکی ټیکنالوژي شامل دي.. ان شا الله دا تصویر به په راتلونکو میاشتو کې روښانه شي او د ټولو غونډو او خبرو اترو وروسته به موږ د سلطان د وسلوالو ځواکونو د عالي قوماندې منظوري ترلاسه کړو. هرڅومره ژر چې دا تجهیزات راشي موږ به د متحده ایالاتو سره کار پیل کړو ترڅو د نويو تجهیزاتو د کارولو او اداره کولو څرنګوالي او روزنه ترلاسه کړو. یونیپث: پدې تمرین کې د ملکي دفاع، هوایی ځواک، سمندري ځواکونو او اردو د برخې اخیستنې موخه څه ده؟ ډګرمن البورومي: دا کوم راز نه دی چې د ډلهییزې وژنې وسلې تر پوځي اړخ پورې محدود ندی. که خدای مه کړه داسې کومه کیمیاوي، بیولوژیکي یا راډیولوژیکي برید یا پیښه رامینځته شي چې دواړه پوځي او ملکي اړخ اغیزمن کړي، نو اړینه ده چې ټول سکتور پکې شامل وي چې د ورته برید سره مبارزه کې برخه واخیستلی شي یا د هغې اغیز محدود کړي. د ملکي دفاع او امبولانس اداره او د سلطان وسلوال ځواک په ګډه کار کوي او د ګواښ د نوعیت پر اساس دندې تبدیلوي. د ملکي دفاع او امبولانس اداره د سولهییز وخت ټولو بیړنیو حالاتو لپاره د ځواب ویلو مسوولیت لري، په ځانګړي توګه د پیټرو کیمیکل صنعت کې د هر ډول موادو تحلیل. کله چې د انزوا او د ایستلو هڅو لپاره اړین ملاتړ چمتو کیږي نو د سلطان وسلوال ځواک دوهم درجه کې راځي. د پوځي عملیاتو په بهیر کې د سلطان وسلوال ځواک به لومړی ځواب ویونکی وي او د ملکي دفاع او امبولانس اداره به ملاتړ برابروي. سربیره پردې، د مختلفو دولتي ادارو ښکیلتیا به د دوی کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې په بحرانونو کې د هڅو د همغږۍ او ګډې ادارې تجربه ترلاسه کړي. Facebook Twitter Share
Comments are closed.