ګډ تعاوني امنیت
د قاچاق او تروریزم مخنیوي لپاره، د اردن د پولو ساتنې ځواکونه پراخه نړیوال ملاتړ په لټه کې دي
یونیپث کارکونکی
تروریستان د ننوتلو، وسلو قاچاق کولو، او د امنیت او ثبات ګواښلو لپاره د چارواکو د سترګو څخه لیرې د پولې تشو نه ګټه پورته کوي. د عراق – سوریه پولې ناکافي کنټرول په 2014 کې د عراق سترو برخو باندې د داعش د یرغل لامل شو. د همدې لپاره، د سیمې هیوادونه لیواله دي د پولو امنیت لوړ کړي او د قاچاق او تروریزم مخه ونیسي. یونیپث د اردن وسله وال ځواکونو کې د پولو امنیت رئیس، برید جنرال احمد حشام خلافت سره مرکه کړې، او د پولو خوندي کولو کې د ننګونو او ماموریتونو په اړه ورسره غږیدلې.
یونیپث: د پولو ساتنې ځواکونه د کومو ننګونو سره مخ دي؟
برید جنرال احمد: د اردن پولې ډیری ننګونو سره مخ دي ځکه چې د څو تودو نقطو په مرکز کې دي، په ځانګړې توګه ختیځ او شاملي پولو کې او دلته موجود د امنیت پورې اړوند ناکرارۍ او جګړو له امله. خورا څرګندې ننګوونې چې موږ ورسره مخ یو هغه دي:
د اردن د پولو اوږدوالی (1,675 کیلومتر)، پشمول د شمالي او ختیځ پولو (450 کیلومتر). دا ډیر اوږدوالی دی چې د پام وړ انساني، عملیاتي او تخنیکي هڅو ته اړتیا لري.
د اراضي تنوع. د پولې سیمه جیولوژیکي بڼې لري، په ځانګړې توګه شمال کې، او دا ناوونه د څار کیمرو لپاره ستره ننګونه وړاندې کوي او د ړندو نقطو پوښلو لپاره د پام وړ انساني ملاتړ ته اړتیا لري.
د بشر دوستانه او ملي امنیت غوښتنو توازن ساتل. په لنډه موده کې د مهاجرینو لوی شمیر زموږ ځواکونو لپاره یوه ستره ننګونه وه. د مهاجرینو سره ستونزه هغوی ته د بشري مرستو وړاندې کول دي پداسې حال کې چې د اردن امنیت باید وساتل شي. د هغه مهاجرینو ترمینځ توپیر کولو لپاره څوک چې زموږ پاملرنې ته اړتیا لري او هغوی چې زموږ امنیت ته خطر دي، زموږ ځواکونه د بشري حقونو او د نړیوالو سازمانونو لخوا خورا ډیرې روزنې او ملاتړ ته اړتیا لري.
نفوذ او قاچاق. تر نن ورځې پورې زموږ پولې په عموم کې، او شمال او ختیځ پولې په ځانګړې توګه د نفوذ یا ننوتلو او د خلکو، وسایطو، ژویو او پدې وروستیو کې د ډرونونو د قاچاق کولو لپاره د متنوع هڅو سره مخ دي.
د سوریه اردو د قاچاق سره همکاري او اسانتیا برابرول. زموږ په ګډو پولو کې د قاچاق مخنیوي لپاره د سوریه رژیم ځواکونو سره د ضمني همکارۍ سربیره، د سوریه ځینې سرتیري د قاچاق وړونکو سره زموږ په زیان مرسته کوي. بله ننګونه د پولې برخو کې د ملیشه او تروریستي ډلو حضور دی.
ډرونونه. بله ستره ننګونه دا ده چې ځینې قاچاق وړونکو د ډیری موخو لکه ټرانسپورټ او کشف لپاره د ډرونونو په کارولو سره خپل میتودونه بدل کړي دي.
یونیپث: د پولې زون څخه تاسې د تروریستي ګواښونو سره څنګه مبارزه کوئ؟
برید جنرال احمد: په پولو کې د تروریستانو پیدا کیدل پرته له شکه، په ځانګړي توګه سوریه او عراق کې د ناکرارۍ او جګړو پایله ده. په هرصورت، د دې ډلو سره مبارزې لپاره، موږ زموږ پیاوړتیاو باندې تکیه کوو، چې خورا مهم یې دي:
هاشمي شاهي اردن کې سیاسي ثبات او داخلي یووالی.
د تروریزم سره مبارزې لپاره په نړیوال ائتلاف کې د اردن د ګډون پیاوړتیا.
د پولو کنټرول کې د مرستې لپاره پیچلي او عصري تجهیزات او وسایل.
د هرډول ګواښ په ګوته کولو لپاره وړ او روزل شوی پرسونل.
په پولو کې د وسله والو ځواکونو، امنیتي ادارو، وزارتونو او عامه نهادونو په دخالت جاري همغږي.
د واک لاندې سیمه کې دننه د ټولو امنیتي ادارو لپاره د ښکیلتیا لیکلي مقررات او د هغوی مدیریت کونکي مقررات. پدې وروستیو کې، په پولو کې د بې اجازې ننوتونکو او قاچاق وړونکو د ډیریدو له امله د ښکیلتیا مقررات بدل شوي او پياوړي شوي دي. دا محدودیتونه د نفوذ او قاچاق راکمولو کې بریالي و.
د پولو امنیت او د غیر دودیز وسلو د تکثیر مخنیوي پورې اړوند نړیوالو تړونونو سره د اردن یوځای کیدل.
یونیپث: د پولو خوندي کولو کې د عصري ټیکنالوژۍ استعمال په اړه وغږیږئ، په ځانګړې توګه د ناکرارۍ سره مخ سیمو کې.
برید جنرال احمد: وسله وال ځواکونه تل د عصري کیدو او پراختیا هڅه کوي او ټولو واحدونو او تشکیلاتو ته د وروستیو تجهیزاتو عرضه کول غواړي ترڅو عملیاتي مؤثریت ډیر کړي او عالي محاربوي چمتو والی وساتي. د شک پرته، د پولو امنیتي سیسټم د ملي امنیت سیسټم سره یو مهم ارتباط دی، د همدې لپاره د اردن وسله وال ځواکونه – د عرب اردو عمومي قومانده د پولو ګارد واحدونو ملاتړ کولو او د عملیاتي فعالیت او استخباراتو ودې لپاره هغوی ته د وروستي تجهیزاتو عرضه کولو باندې تمرکز کوي. د اردن د پولو امنیت سیسټم په څو مرحلو کې نصب شوی دی، پیل یې د شمال او ختیځ پولو سره شوی، بیا ورپسې د سهیل پوله. په نورو مرحلو کې یې ټولې پولې شامل دي، که د خدای خوښه وه، او دا به په ورځ کې 24 ساعتونه د پرمختللي سیسټم د برخې په توګه نظارت کیږي.
یونیپث: تاسې ملي امنیت ته د ډرون ګواښ سره څنګه مبارزه کوئ؟
برید جنرال احمد: ډرونونه یو له وروستیو ګواښونو دي چې موږ ورسره مخ یو او په پولو کې د قاچاق لپاره یوه ستره وسیله ګرځیدلې ده. دې هغه ننګوونې ډیرې کړي چې موږ ورسره مخ یو، چې ځینې یې د پولو امنیت سیسټم په واسطه نظارت شوي او د شته وسایلو په واسطه سمبال شوي، پداسې حال کې چې عمومي قوماندې پدې برخه کې متخصص څانګو ته امر کړی دی د ډرون ګواښونو د مخنیوي لپاره مخنیونکی اقدام وکړي.
یونیپث: نړیوالو مشارکتونو د پولو امنیت کې څنګه مرسته کړې؟
برید جنرال احمد: د پولو امنیت د اردن او ګاونډي دولتونو ترمینځ یو ګډ مسؤلیت دی، او د تروریزم سره باید ټول ملګري او متحد دولوتونه مبارزه وکړي. په هرصورت، همغږي په اړینه سطح کې نده، په ځانګړي توګه د عراق او سوریه سره، د دغه دوه دولتونو سره د ګډو تړونونو د شتون سربیره. د اردن او ګاونډي هیوادونو ترمینځ د اړیکې افسران د تروریزم سره مبارزې او د پولو د امنیت په اړه معلومات تبادله کوي. زه غواړم یادونه وکړم چې د ملګرو ملتونو د تروریزم سره مبارزې دفتر په 2022 مارچ کې په امان کې د سیمه ییز پولو امنیت کنفرانس وکړ. د اردن سربیره، مصر، عراق، سعودي عربستان، ترکیه او لیبیا پدې کې ګډون درلود. د کنفرانس ګډونوالو د ترهګرۍ او تروریزم سره مبارزې او ډیر ملاتړ لپاره د دې دولتونو ترمینځ د قوي همغږۍ سپارښتنه وکړه ــ پشمول د غوره تجهیزاتو – د هغه هیوادونو لپاره چې د دې ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
Comments are closed.