کرغیزستان د ګاونډیانو سره د هایدروالیکتریک کارځای تړون ته ورسید
د خپل نفوس لپاره د انرژۍ اکمال تضمین کولو لپاره، کرغیزستان پلان لري چې د قزاقستان او ازبکستان په مرسته د نارین سیند ترڅنګ خپل د کامبر – اتا 1 هایدرو پاور کارځای جوړ کړي.
په 2023 جنوري کې، په کرغیزستان کې د کامبر-اتا-1 هایدرو الیکټریک کارځای جوړولو او مدیریت کولو لپاره د کرغیزستان، قزاقستان او ازبکستان د انرژۍ وزیرانو یو ګډ تړون لاسلیک کړ.
نوموړې پروژه د لسیزو راهیسې د پانګوونې نه شتون له امله په ټپه ولاړه وه. دا به د 2,000 میګاواټه ظرفیت درلودو سره په نارین سیند ترټولو لوی بریښنا کوټ یې. د دې جوړیدل به 10 کلونه وخت ونیسي.
کرغیز حکومت تاکید کوي چې دا بریښناکوټ به د نوموړي هیواد لپاره د انرژۍ امنیت تقویت کړي، مګر قزاقستان او ازبکستان ته به هم ګټه ورسوي، چې کولی شي د دې بریښناکوټ څخه بریښنا وارد کړي. علاوه لدې، دا کارځای به په سیمه کې د اوبو مدیریت ښه کړي. دا چې کارځای به د اوبو پورتني جریان باندې په کرغیزستان کې جوړ شي، نو د اوبو لاندې هیوادونه، لکه ازبکستان کولی شي د کرهنې لپاره د کامبر اتا ډیم څخه د اوبو همغږي شوي ورپریښدلو څخه ګټه پورته کړي.
د کرغیزستان په وینا، د هایدروالیکتریک کمپلیکس جوړول به نږدې 2$ میلیارد ډالر لګښت ولري، چې تعمیراتي برخه به یې په شپږو پړاونو کې ترسره شي.
د کرغیزستان د انرژۍ وزیر میرلان ژاکیپوف وویل، “تګلاره ښئ چې موږ به څنګه کار کوو… که چیرې د شونتیا مطالعه په 2024 کې بشپړه شوه، موږ به د کارځای جوړول پیل کړو…د کرغیزستان، قزاقستان او ازبکستان په ملکیت یو ګډ نهاد به په کرغیزستان کې راجستر شي؛ هرڅه به زموږ د کنټرول لاندې وي”.
کامبر-تا-1 د کرغیزستان هایدروالیکتریک د څو کارځایونو نوښتونو څخه یو دی چې د نارین سیند لپاره یې اټکل کړي دي. سرچینې: ازیتیک، KTRK
Comments are closed.