چټک غبرګون ګواښونو ته
د اردون د شیخ محمد بن زاید ال نهیان د چټک غبرګون تشکیلات په ساحه کې خپل ارزښت ثابتوي
ډګر جنرال رعد دوراد شیخ محمد بن زاید ال نهیان د چټک خبرګون د تشکیلاتو قومندان، د اردون پوځ- عرب پوځ
انځورونه: د اردون وسله وال پوځ
د اردون ځینو غوره روزل شویو ځواکونو د 2021 کال په اپرېل کې پر شمالي پوله تدافعي او تهاجمي تمرینونه وکړل. د زړور ملت ډال په تمرینونو کې د شیخ محمد بن زاید ال نهیان د چټک غبرګون تشکلیلاتو او د شاه عبدالله ثاني ځانګړو ځواکونو د اردون د سرحدي ګارډ په ملاتړ ګډون درلود.
دا تمرینونه د دې لپاره وو چې د ملي بېړني حالت پر مهال په ګډو عملیاتو کې د ګډون کوونکو ځواکونو وړتیا او تیاری وکتل شي. په دغو عملیاتو کې بېړني هدفونه، په تیارو شوو سیمو کې هوایي بریدونه، چټک دفاعي عملیات، ځانګړي عملیات او د ترهګرۍ پر وړاندې عملیات شامل وو.
د ملت ډال پوځي تمرینونو سناریوګانو کې د هېواد په ختیځو پوځي زونونو کې د ساحلي ګارډ ځواکونو او بردیګرو تر منځ تقابل شامل و. کله چې سرحدي ګارډ تکتیکي شاتګ وکړ، د چټک غبرګون یو ټیم سیمې ته راغی چې ډګر اصلي ځواک ته برابر کړي.
ټیمونو د هدف کوردینات راټول او د تشکیلاتو د توپخانې سیار ټیم ته یې ورکړل چې په 105 ملي متر راکټونو ،کورنېټ د ټانک ضد میزایلو او یوروکوپټر سوپر پوما چورلکو باندې سمبال دي.
د هدفي سیمو تر یو څه بمبار او F-16 الوتکو تر نږدې هوايي ملاتړ وروسته، د چټک غبرګون ځواکونو له بلک هاک چورلکو او په اردون کې جوړو شویو الوهاش د مرمۍ ضد وسایطو څخه په استفادې پر دښمن برید وکړ. کله چې دښمن تسلیم شو، د اردون د ځانګړو ځواکونو 101 قطعې پر مهم هدف، چې غوښتل یې د غرو خوا ته وتښتي، برید وکړ.
د تمرینونو اصلي هدف دا و چې د هوایي ځواک او سرحدي ګارډ ځواکونو په شان د ځانګړو ځواکونو واحدونو د ملاتړ لپاره د چټک غبرګون ځواک سټراټېژیک پرمختګ وکړي. د هوایي او ځمکنیو ځواکونو د همغږۍ سربېره، دغو واحدونو د ټپیانو د ایستلو او هوايي اکمال تمرین هم وکړ. دا همداراز په پېچلي عملیاتي ماحول کې د جګړې د کنټرول او قوماندې د مدیریت تمرین و.
د روزنې فلسفه
د روزنې په برخه کې د چټک غبرګون ځواکونو اصلي هدف دا دی چې هر سرباز ښه وړتیا ترلاسه کړي او لا مسلکي شي. په روزنه کې د هرې کچې د قومندانانو واقعي او منطقي پلان ته اړتیا ده؛ هغه روزنه چې د اردوني-عرب پوځ د پرمختګ سبب شي.
په دغه پرمختګ کې چټک ټیکنالوژیکي پرمختګ، د جګړه ایزو اصولو لوړول، په سټراټېژیک چاپېریال کې (نړیوال، سیمه ایز او محلي) د ګواښونو او چلنجونو پېژندل او وسعت شامل دي. له دغو ګواښونو سره مقابله عملیاتي او تخنیکي پوهې ته اړتیا لري. دغه ټول پرمختګونه باید د هېواد په لاس کې شته سرچینو ته په کتو وشي.
روزنه د سرتېرو د فردي او جمعي پرمختګ کلۍ ده؛ دا د یوه پوځ د جنګي واحدونو د پوځي وړتیا د لوړولو اساس جوړوي. دا ډول روزنه له دغو واحدونو سره مرسته کوي چې د تیاري لوړې کچې ته ورسېږي او په لږ تلفاتو او ضایعاتو ډېرې بریاوې خپلې کړي.
د روزنې پروسه روانه ده او تل به وي. دا په جګړه کې د بریا اساس او د جګړې د پایلې په اړه د پرېکړې کولو قطعي عامل دی. ځکه خو دغه اصطلاح کاروو چې: “د روزنې پر وخت د خولې یو څاڅکی، په جګړه کې د وینو د سیند د بهېدو مخه نیسي.”
د تشکیلاتو شالید
د اردون وسله وال پوځ – عرب پوځ د سټراټېژیک لید په واسطه را ایستل شوی؛ زموږ سر اعلی قومندان، اعلیحضرت، شاه عبدالله ثاني ابن الحسین، د داسې انعطاف منونکي، چابک او چټک غبرګون پوځ جوړولو امر وکړ چې د جګړې لوړ تیاری ولري. دوی باید دا وړتیا لرلی چې په ډېره چټکۍ تیار شي او د نورو ځمکنيو ځواکونو، لکه سرحدي ګارډ او ځانګړو ځواکونو ملاتړ وکړي.
د شیخ محمد بن زاید ال نهیان د چټک غبرګون تشکیلات په 2014 کې په دې موخه جوړ شول چې د اردون وسله وال پوځ د سیمې له شرایطو، عملیاتي چاپېریال او ګواښونو سره سم پرمختګ وکړي او مډرن شي. د دې اړتیا هغه وخت احساس شوه چې خپلسرو وسله والو ډلو سر پورته کړ، په ګواښ بدلې شوې او د سیمې ځینې هېوادونه یې بې ثباته کړل.
د چټک غبرګون ځواکونه د جګړې لوړه وړتیا، پر وخت د غبرګون وړتیا، انعطاف پذیري، زغم او دا وړتیا لري چې په بېړنیو حالاتو کې له ځمکې او هوا ښه عمل وکړي. د ملت ډال د تمرینونو په سناریو کې دوی نورو واحدونو ته په تمه وو چې له ملاتړ وروسته خپل کار پیل کړي.
دغه تشکیلات هم په یوازې ځان دنده پر مخ بېولی شي او هم له اردون وسله وال ځواک-عرب پوځ سره. دوی د اردون وسله وال ځواک د مشرتابه په امر، کولی شي په ډېر ښه ډول د اردون د پولو دننه او بهر له نورو ځواکونو سره کار وکړي چې د اردون د هاشمي شاهي دولت ملي امنیت خوندې کړي.
دغه تشکیلات په ډېرو عصري وسلو، وسایطو او تجهیزاتو سمبال دي چې دوی له لوړې کچې تیاري، انرژۍ او ظرفیت سره مرسته کوي تر څو په خپل وخت کې عالي غبرګون وښيي. پر دې سربېره، دغه واحدونه د شاهي هوايي ځواک د چټک غبرګون د ډلې لخوا ملاتړ کېږي؛ دغه ګډ کار د دې سبب کېږي چې هر ډول ګواښ پر وخت دفع شي.
د چټک غبرګون تشکیلاتو غړي داسې روزل شوي چې د ګواښونو له منظلم او نامنظم ډول سره مبارزه وکړي؛ هم پر ځمکه د جګړې لوړه وړتیا لري او هم د هوايي بریدونو. دوی کولی شي له ودانیو ډکه سیمه کې عملیات وکړي، خپل هدف له هوا په نښه کړي او له بشردوستانه او کډوالو چارو کې مرسته وکړي.
د غوره کولو پروسه
سرتېري باید له اوږدې او سختې پروسې تېر شي چې د دغې برخې لپاره د دوی له ثابتې لېوالتیا او وړتیا پیلېږي. د غړیتوب لپاره همدا راز فزیکي قوت، د فشار لوړ زغم او دا وړتیا لازمه ده چې په سختو شرایطو کې عمل وکړی شي. کاندید باید فزیکي، روغتیايي او رواني معاینات ورکړي.
د چټک غبرګون ځواکونو یوه بله ځانګړتیا په لوړه سطحه مسلکي روزنه ده او له دې سره دوی ته په ښه او مسلکي ډول د دندو ترسره کولو لپاره لوړ معاش ورکول کېږي. د دوی ځانګړې روزنه د کمانډو او پراشوټ کورسونه، له ودانیو په ډکو سیمو کې عملیات، هوايي برید، د تجسس او ژغورنې عملیات او د چټک غبرګون عملیات دي.
د دوی وړتیا ته په کتو، دغه ځواکونه په عصري وسلو عملیات کوي؛ لکه Kornet میزایل، 105 mm توپونه، په راکټ کې توغېدونکي ګرنېټ او سنیپر. پرمختللې الوتکې لکه بلک هاک او سوپر پوما چورلکې له دوی سره مرسته کوي چې په هر ډول بېړني حالت کې هدف په نښه کړي.
د داسې تشکیلاتو لرل د ستایلو وړ دي؛ د اردون پوځي وړتیاوې مخ پر وده دي، دا د سیمې دفاع او امنیت ساتلو ته د دوی ژمنتیا ښيي.
Comments are closed.