څانګېد سیمې هېوادونه په کویټ کې الوتنه By Unipath On Oct 21, 2020 Aircraft are displayed at the Kuwait Aviation Show in Kuwait City in January 2020. AFP/GETTY IMAGES Share Facebook Twitter د کویټ هوایی نندارتون 60000 سیلانیان د کال 2020 په جنوري راجلب کړ، چې په کویټ ښار کې د کویتي، سعودي، اماراتي، قطري او د متحده ایالاتو د پوځي پیلوټانو د نندارې د لیدو لپاره راوتلي وو. دا دوهم ځل دی چې کویټ دا هوایی نندارتون په لاره اچولی و، او تنظیم کونکو د 37 هیوادونو څخه 200 هوایي – فضایي شرکتونه او 70 سوداګریزې او پوځي الوتکې جذب کړې وه. مشر تنظیم کونکي شيخ سلمان صباح السلیم الحمود الصباح وویل: “دا مهمه پیښه د ملکي او پوځي الوتنې په ډګر کې چارواکو او متخصصینو لپاره یو فرصت رامینځته کوي چې سره راټول شي او د هوایی چلند صنعت ته د وده ورکولو په لارو چارو خبرې وکړي او پدې برخه کې وروستي پرمختګونو سره آشنا شي.” کویټ هیله لري چې د هوایی چلند لپاره سیمه ایز مرکز او د اروپا او آسیا ترمینځ لوی مرکز وي. دا ارمان د هیواد په ” کویت نوۍ منظره .2035″ کې ځای لري. په نندارتون کې د ترسره کونکو په مینځ کې د سعودي عربستان هوايی ځواک الوتنې ټیم، د اماراتي هوایي ځواک الفرسان ټیم، د قطر اسکاډیواینګ ټیم او کویټي اف/اې 18 پیلوټان وو. د متحده ایالاتو، ایټالیا او بریتانیایی پیلوټانو هم د خپل لوړې کړنې الوتکې وړتیاوې وښودلې. دغه نندارتون تولیدکونکو ته هم فرصت په لاس ورکړ ترڅو خپل سوداګریزي او پوځي الوتکې او هلیکوپټرې، د تګ راتګ سیسټمونه او د الوتنې نور تجهیزات بازار موندلو لپاره وړاندې کړي. د کویټ دوهم هوایی نندارتون د لومړي هوایی نندارتون څخه ډیر ګډون ترلاسه کړ چې د کال 2018 په جنوري کې ترسره شوی و. سرچینې: د کویټ خبري آژانس Facebook Twitter Share
Comments are closed.