په همکارۍ کې ثبات
د جنوبي او مرکزي اسیا ځواکونه په 21 سیمه ایزه همکارۍ کې پر امنیتي ګواښونو برلاسي شول
یونیپث کارکونکی
دا ښايي حتمي وه چې د یوه داسې کال په پای کې پوځي تمرینونه وشي چې په هغه کې کووېد- 19 د ټولې نړۍ خوله تړلې وه.
د همدې لپاره د قزاقستان، قرغسستان، مغولستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او امریکا هېواد پوځیانو د 2021 کال په جون کې د مونتانا ایالت په فورټ هریسن کې د امریکا مرکزي قوماندې له لوري په لاره اچول شوي د سیمه ایزې همکارۍ 21 پوځي تمرینونه وشول.
د تمرینونو پر مهال مو چې په یوه نا امنه ملي پوله کې د شورشیانو د برید په مقابل کې ګزمه کوله، 15 مغولستاني پوځیانو له تبې او تهوع حالت څخه شکایت وکړ. شورشیانو له دغه ناورین نه ناوړه ګټه واخیسته او د سوله ساتو ځواکونو د اذیت کولو لپاره یې په لار کې ماینونه خښ کړل.
قومندانان ژر دې پایلې ته ورسېدل چې ستونزه د غذایي مسمومیت له کبله وه؛ خو درس زده شو: د نړیوالې وبا پر وخت، د جګړې په ډګر کې جنګیالي باید هر ډول دښمن ته تیار وي، هغه که لوی وي، که کوچني او ان که مایکروسکوپي.
د سیمه ایزې همکارۍ پوځي تمرینونه له 2001 کال راهیسې کېږي چې پېچلې سناریوګانې پکې وي، د مختلفو ملیتونو او ژبو ګډون کوونکي پکې وي. دغه لیکل شوې، خو واقعي ته ورته سناریوګانې داسې جوړې شوې چې د جګړې په ډګر کې د پېښو له بدلېدو سره د پوځیانو د مقابلې وړتیا وکتل شي.
په دغو تمرینونو کې پوځیان د پولو ساتل، له ترهګرو سره جګړه، د ماینونو او چاودېدونکو توکو خنثی کول زده کوي او ډېر زیان اړوونکې وسلې پېژني. دوی بېځایه شوو خلکو ته په کمپونو کې خواړه او اوبه رسوي، له افتونو سره مبارزه کوي، غیرقانوني مخدره توکي نیسي او پلان شوي جرمونه خنثی کوي.
له ګډون کوونکو څخه همداراز د رواني عملیاتو د ترسره کولو غوښتنه وشوه. مثلاً، کله چې نمایشي ترهګرو ډلو یوه تاریخي ودانۍ ویجاړه کړه، ایتلاف د دوی دغه ویجاړي په رادیو کې خپره کړه او خلک یې اړ کړل چې ځای بیرته جوړ کړي.
د پاکستان ډګر جنرال شاجي الله قادري وویل: “لومړۍ موخه دا ده چې د مختلفو هېوادونو له پوځیانو او امریکایي پوځیانو سره چې د بېلابېلو جنګي مېتودونو تجربه لري، یو ځای په یوه سیمه کې کار وکړي.”
په تمرین کې د نورو څو ملیتي افسرانو پشان، ډګر جنرال شاجي هم د ثبات بهرنیو عملیاتو پرمختګ ته حیران و. یوه لیسزه مخکې دی د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو په سوله ساتي ماموریت ولاړ ده، باید هلته له خپلو همکارو هندي او بنګالي سوله ساتو سره همغږي کړې وی.
نوموړی وایي: “هر هېواد خپل رسوم لري. موږ دا فرصت پیدا کړ چې زده یې کړو”. “سناریوګانې امریکا جوړې کړې او موږ چانس لرو چې د مختلفو هېوادونو توپیرونه زده کړو”.
د منګولیایي پوځیانو مشر، ډګروال یاوخلنبیار ډانډاګډورج، وویل چې دا تمرینونه د دوی له پوځ سره مرسته کوي چې له سیمهایزو او نړیوالو امنیتي غوښتنو سره مخ شي.
نوموړي زیاته کړه: “زه په جنوبي سوډان کې د ملګرو ملتونو په یوه ماموریت کې وم، دا زما په پرمختګ کې مرسته کوي”.
په دغو تمرینونو کې ډېری ګډونوالو د خپل هېواد په پوځونو کې دنده ترسره کړې؛ لکه قزاقستان، مغولستان، پاکستان، تاجکستان او امریکا.
ازبک پوځ د اساسي قانون له مخې په واقعي نړۍ کې له څو ملیتي سوله ساتو ځواکونو سره نه شي یو ځای کېدی، خو د ثبات ماموریت موخو ته وفادار وو.
په دغو څو ملیتي تمرینونو کې د خپل پېژاند د لوړولو د موخې د یوې برخې په توګه په امریکا کې د دغه هېواد سفیر، یاولان وخابوف مونتانا ته راغئ او د سیمه ایزې همکارۍ تر پایه هلته و.
همداراز هلته په امریکا کې د قزاقستان پوځي اتشه، ډګروال ژینیس نورګلییوف هم د تمرینونو سیمې ته راغئ. قزاقستان له 2013 راهیسې په دغو تمرینونو کې ګډون نه و کړی، خو په 2021 کې یې خپل 15 پوځیان راواستول.
یو قزاق ډګروال چې له خپلو بهرنیو پوځي همکارانو سره کار کوي، دغه تمرینونه وستایل چې ده ته اجازه ورکوي چې د نورو هېوادونو د تصمیم نیولو پروسه وګوري. ده وویل چې دا پوځي زده کړې د ده د هېواد له پوځیانو سره مرسته کوي چې له نویو امنیتي ګواښونو سره په ښه ډول مخ شي. نوموړي زیاته کړه چې د داسې معلوماتو شریکول ګټور دي.
د سیمه ایزې همکارۍ 21 تمرینونه په ګډون کوونکو –د مرکزي او سویلي اسیا- هېوادونو کې د امنیتي اندېښنو په سبب وشول؛ نو له ترهګرۍ سره مبارزې مهم رول پکې لاره. دا چې دغه عملیات له کلونو راهیسې کېږي، جوړوونکي یې د ځانګړو ځواکونو رول پکې زیاتوي چې په سناریوګانو کې له افراطي ترهګرو سره ښه مبارزه وکړي.
د مونتانان په تمرینونو کې قومندانانو د ځانګړو ځواکونو سرتېري د مخدره توکو له قاچاق کوونکو او هغو ډلو سره په نمایشي مبارزه کې ښکېل کړل چې د ترهګرو ډلو مالي ملاړ کوي. دوی اړتیا لرله چې په سرحدونو کې همغږي وکړي چې له همکارو هېوادونو پوځي مرسته واخلي.
مثلاً، پاکستاني سرتېري، د کمانډویانو، چټک غبرګون او نور واحدونه چې ممکن نور هېوادونه مرسته ترې وغواړي. د دغو سرتېرو د رسولو لپاره امریکا، مغولستان او پاکستان داسې الوتکې لرلې چې له نورو دولتونو سره نه وې. دې چارې نور ګډونکوونکي اړ کړل چې د ژبنیو توپیرونو سربېره پر یو بل تکیه وکړي.
ځینو کارکوونکو ته دا ډول عملي کار په واقعي نړۍ کې ښې مفهوم شوې. لکه د تاجکستان ډګروال روزي زاده دلشاد ته. نوموړي وویل: تاجکستان ته اوس تر ټولو لوی ګواښ له جنوبي پولې قاچاق دی.
”دا ډول تمرینونه هغه څه دي چې موږ اړتیا ورته لرو”. “زموږ تر ټولو لویه اندېښنه له افغانستان سره په پوله کې ده. که نه موږ د امریکا په ملاتړ د سوله ساتو ځواکونو تمرینونه روان ساتل. دا ځانګړی تمرین زموږ د سوله ساتو ځواکونو روزنې ته ډېر مهم دی.”
سیمه ایزه همکاري د امریکا تر ټولو لوی پوځي تمرین دی چې د مرکزي او سویلي اسیا هېوادونه پکي ګډون کوي. ګډون کوونکي هېوادونه دغه تمرینونه په سیمه کې له امنیتي ګواښونو سره د مقابلې د همکارۍ په برخه کې ډېر مهم بولي.
د سمه ایزې همکارۍ 21 تمرینونو مشر پلانوونکی، ډګرمن ریچارډ ویکس د 2021 کال د جون میاشتې دغه تمرینونه په ویاړ بریالي یادوي.
نوموړی وایي: “هر څوک د ښودلو لپاره یو څه لري، او هر څوک اړتیا لري چې یو څه زده کړي”.
Comments are closed.