څانګېد سیمې هېوادونه په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهالو ځواکونو او لبناني ځواکونو ګډ پوځي تمرینات ترسره کړل By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی لبناني ځواکونه او د هغوی ایتالیایي، فرانسوي او اسپانیایي شریکان د 2019 په سپتمبر کې د ساحوي توپخانې، ماشیندارو او د الوتکې ضد توغندیو سره د تروریزم پر ضد ګډ پوځي تمرینات ترسره کړل. دغه پوځي تمرینات چې اوسپنیز توپان نومیدل، د سویلي لبنان په راس نګورا ولسوالۍ کې ترسره شول او اروپایي ځواکونه هم په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهاله ځواکونو سره یوځای په کې ګډون درلود. د پوځي تمریناتو چمتو کوونکو فرضي تروریستي بریدونه وکړل. دا داسې بریدونه وو چې د هغوی د دفع لپاره د توپخانې او ماشیندارو انداختونو ته اړتیا وه. د لبناني ځواکونو له پنځمې او اوومې پیاده لواګانو څخه لبناني سرتیري د تمرین لپاره د ساور او مرجیون سیمې ته استول شوي وو، په داسې حال کې چې د مداخلې پنځم کنډک په سویلي لیتاني سیمه کې ځای پر ځای و. ایتالیایي، اسپانیایي او فرانسوي ځواکونه په نورو برخو ویشل شوي وو. په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهاله ځواکونو قومندان تورن جنرال ستیفنو دل کول او لبناني برید جنرال روګیه الهیلو د تمرین د اداره کوونکو په توګه دنده ترسره کوله. د پوځي تمرین چمتو کوونکو د ځواکونو له هغو وړتیاوو څخه ستاینه وکړه، چې وتوانېدل فرضي موخې د 105 میلي ساحوي توپ، ام113 د پرسونل زرهدارو ګاډو چې د الوتکې ضد ماشیندارو باندې سنبال وو، او 12.7میلي درنو ماشیندارو په کارولو سره په دقت سره وولي. د پیاوړي توپان پوځي تمریناتو کې په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهاله ځواکونو او د لبناني وسلوالو ځواکونو تر مینځ د یرغل د مخنیوي په پار همغږي او همکاري وښودل شوه. جنرال دل کول د نورو پوځي تمرینونو ژمنه وکړه ترڅو پر مټ یې د ځواکونو چمتووالی لوړې سطحې ته ورسیږي. برید جنرال الهیلو هم د ګډو هڅو ستاینه وکړه. هغه وویل، “مونږ زده کوو چې څرنګه خپلې وسلې د یو بالقوه دښمن په مقابل کې په سمه او اغیزناکه توګه استعمال کړو”. سرچینې: الجمهوریه Facebook Twitter Share
Comments are closed.