په روزنه کې ملګري
د روښانه ستوري نظامي تمرین د ځمکې، سمندر او د هوا په عملیاتو کې ښکیل د 7,600 څو ملیتي ګډون کونکو سره مصر ته بیرته ستنیږي
یونیپث کارکونکی
دامریکا هوایی ځواک KC-10 په هوا کې د سونګ توکو ډکولو ټانکرونه د نیل ډیلټا د لیرې ویشل شوي کروندو دبره د مصر په روښانه آسمان کې هسکې الوزي.
د سونګ توکو ډکونکې الوتکې له سرعت سره ځانته سمون ورکولو لپاره، د مصر محاربوي پیلوټ خپله F-16 محاربوي فالکون د KC-10 سم لاندې لارښود کوي.
د KC-10 د شا له لارې د پیوند مشاهده کونکی د متحده ایالاتو د سونګ توکو ډکونکي بوم آپریټر وایی، “موقعیت ونیسه.”
په راډیو کې د مصري پیلوټ غږ اوریدل کیږي چې وایی، “کاپي.”
د سونګ توکو ډکولو مټ مصري F-16 ته راښکته کیږي ترڅو د کاکپیټ شاته د محاربوي جیټ د سونګ توکو ډکولو پورټ ته ورسیږي.
”اړیکه!” د بوم آپریټر اعلان کوي کله چې د سونګ توکو د ډکولو نوزل، چې په دقیقه کې د 4,180 لیټره د الوتکو سونګ توکو د اچولو ظرفیت لري، د هوایي مانوور بشپړولو لپاره د F-16 پورټ سره نښلي.
دا ډول د پرمختللي ډله ییز کار – روزنه چې د سیمه ییزو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د ملګري هیوادونو ترمینځ د همکارۍ وړتیا ډیرولو لپاره طرحه شوې ــــ په مصر کې د روښانه ستوري 23 نظامي تمرین یوه لویه موضوع وه.
د کوربه هیواد مصر د یوې لوی قطعې په مشرۍ، د روښانه ستوري 7,600 ګډون کونکو په ګډو ماموریتونو کې عملیاتو ته د چمتو کیدو لپاره دوه اونۍ تیرې کړې که چیرې د دا ډول عملیاتو لپاره وغوښتل شي، ترڅو په ارتباط، او د وسلو او په نظامي دوکتورین کې توپیرونه راکم کړي.
روښانه ستوری د نړۍ یو له ترټولو ستر څو ملیتي تمرین دی چې ځمکني، سمندري او هوایي ځواکونه پکې دخیل دي. نوموړی تمرین چې د 2023 اګست 31 څخه تر سپتمبر 14 پورې یې دوام وکړ، د 1980 راهیسې د روښانه ستوري 18ام تمرین دی چې مصر یې کوربه توب کوي.
د مصر دفاع وزیر او د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد ذکي وویل، “پخپله د ځواکونو ګډون په بیلابیلو ډګرونو کې. د ګډو تمرینونو اجرا کولو لپاره یوه مهمه مسله ده. دا هڅې د نړۍ په اوږدو کې د امنیت او ثبات ترلاسه کولو موخې سره په ډله ییزه روحیه کې ترسره شوي دي.
اولس هیوادونو په روښانه ستوري تمرین کې ګډون وکړ او لس نورو هیوادونو خپل څارونکي رالیږلي و. خپله د سیمې څخه د اردن، کویټ، پاکستان، قطر او سعودي عربستان څخه ځواکونه راغلي و. مصر د ختیځ مدیترانې – یونان او قبرص څخه سمندري شریکانو – او همدارنګه د کامرون، مالاوي او سهیلي افریقا په شمول د افریقا سب سهارا هیوادونو ته هم بلنه ورکړې وه. د روزنې په لیدونکو کې د فرانسې، آلمان، بریتانیا، هند او ایټالیا څخه ګډون کونکي موجود و. تونس او متحده عربي اماراتو څارونکي رالیږلي و.
د مصر په بره آسمانونو کې د ګډ تمرین سره د متحده ایالاتو او د مصر هوایي ځواکونو په ځمکه کې هم تمرین وکړ پدې توګه چې د څو هیوادونو د ټانک عملې، توپچي قطعو او د چورلکو پیلوټانو په صحرا کې د ژوندي اور (ډزو) ننداره وړاندې کړه.
دا په ساحلونو کې پیښ شو، چیرې چې د څو هیوادونو سمندري کښتیو ټولګې ملاتړ لرونکي ځمکني او سمندري ځواکونو یرغلیزه ځواک ښکته کړ چې د اوبو په څنډه کې د روښانه ستوري نورو ګډون کونکو په واسطه په شا کیده.
او دا په صحرا کې په یوه جوړ شوي کلي کې پیښ شو چیرې چې د څو هیوادونو د ځانګړي عملیاتو ځواکونو – چې ډیری یې د چینوک چورلکو او د C-130 ټرانسپورټ الوتکو څخه ښکته شوي پاراټروپر و – د تروریزم سره د مبارزې په آزمیښتي عملیاتو کې د دښمن ځواکونه له مینځه ویوړل.
د پاکستاني قطعې چې د اردو، هوایي ځواک او سمندري ځواک 100 غړي پکې شامل و، مشر پاکستاني برید جنرال عمران شاهد وویل، “روښانه ستوری 23 د همکارۍ وړتیا او د سیمه ییز او نړیوال انسجام رامینځته کولو لپاره د خورا قوي وسیلې په توګه د پوځونو د همکارۍ استازی دی.”
”دا د مسلکي وړتیاو او ظرفیتونو څرګندولو لپاره فرصت وړاندې کوي. دا د ګډو دښمنانو پر وړاندې د خنډ په حیث عمل کوي.”
په ډګر کې د ښه تمرین شوي نظامي مانوورونو سربیره، د روښانه ستوري بریاوې د کمپیوټرو درجو په مینځ، په ټولګیو کې دننه او د ډزو کولو په حدودو کې هم پیښې شوي دي. دې څو ملیتي شریکانو ته اجازه ورکړه چې په لږو جوړښتي تنظیماتو کې د یو بل څخه زده کړه وکړي.
د امریکا هوایي ځواک د هوایي طبي تخلیه روزنکو د محاربې د ډګر ژوبلو درملنه او د مصر اردو میډیک او نرسانو یوې ډلې ته د هغوی په تخلیه کولو باندې تمرکز درلود: د وینې بهیدو بندول، د ټپي اندامونو بې حرکته کول، د هوا لارو پاکول، د آکسیجن ورکول. زده کړه دواړه خواو ته تلله. د یوې غونډې په جریان کې، یوه مصري میډیک هغه څه نندارې ته وړاندې کړل چې هغه د پړي جوړولو عالي تکنیک په نوم یاد کړ چې د متحده ایالاتو شریکانو لخوا یې ستاینه وشوه.
په بل ځای کې د کویټ وسله وال ځواکونو میډیک خپل ځانګړی طبي تخصص د نړیوالو ملګرو سره شریک کړ: د سوځیدلي ټپیانو درملنه کول.
کویټي برید جنرال مشال ابا الخییل وویل، “ګډ نظامي تمرینونه په ټولو سطحو کې د ځواکونو بیاجوړونه او په چمتو کولو کې خورا مهم رول لوبوي او د محاربوي چمتو والي اساسي برخه ګڼل کیږي.” “د روښانه ستوري 23 په څیر تمرینونه د سرتیرو فزیکي او ذهني سالمیت ښه کوي. کویټي اردو د ګډو تمرینونو پر اهمیت باندې پوهیږي او پدغو کې د ګډون کولو لپاره بې سارې هڅې کوي.”
د محمد نجیب په نظامي بیس کې په صحرا کې د ډزو ساحې د “وضعیت تاکتیکي تمرینونو” لپاره د 500 څخه ډیر څو ملیتي سرتیري جذب کړل چې پدې کې نښه ویشتنه، د پولو امنیت، د تعبیه شوي چاودیدونکي توکو او د بې پیلوټه هوایي سیسټمونو سره مبارزه او د محاربې په ډګر کې د ژوند ژغورل د پوښښ لاندې نیول شوي و.
د قوماندې بست تمرین، چې ترډیره یې د محاربې زون څخه د ملکیانو پر ایستلو باندې تمرکز درلود، وښودل چې څنګه د څو هیوادونو نظامي افسران کولی شي په کلتوري توپیرونو برلاسي شي او د ګډې قوماندې کارمندان شي. د اعتبار او صحت وړاندې کولو لپاره، تنظیم کونکو ډاډ ترلاسه کړ چې په روښانه ستوري کې ځینې کمپیوټري سناریوګانې د ساحوي روزنې سره هم مهاله شي.
د 48 ساعتونو مجازي امنیت تمرین چې دوه ټیمونو پکې یو او بل پروړاندې خنډونه جوړول، هم په لوی تمرین کې سناریوګانې ورګډې کړې. د دې 18 ګډون کونکي د 8 هیوادونو څخه راغلي و: مصر، اردن، کویټ، قطر، سعودي عربستان، کامرون، هند او سهیلي افریقا. د درې ورځو “سایبر اکاډمي” وروسته چې هغوی پکې د سایبر امنیت مفاهیم زده کړل، زده کونکي په سور ټیم چې د کمپیوټر شبکو دفاع ته د ننوتلو هڅه یې کوله او نیلي ټیم چې د دغه شبکو دفاع یې کوله، وویشل شو.
په روښانه ستوري کې د سعودي عربستان لوړرتبه افسر ډګروال عبدالله الراشود وویل، “په تمرینونو کې ګروپي روزنه شامل ده چې د دندو په ترسره کولو کې د مسلکي توب او ډله ییز کار پراختیا لپاره طرحه شوي دي. دا د ځواکونو ظرفیتونو په لوړولو کې ستر رول لوبوي، د هغوی چمتو والی ښه کوي، او هغوی ته سپارل شوو دندو په ترسره کولو کې مسلکي توب او عالي مهارتونو ته وده ورکوي.
د لومړي ځل لپاره، مصریانو د روښانه ستوري انجمن کوربه توب وکړ چې د دفاع او امنیت موضوعاتو باندې وغږیږي. پدې کې د ښاري جنګونو، بې پرسونله سیسټمونو او د پوځونو لخوا د مصنوعي ذهانت استعمال انساني پایلې شاملې وې. د سیمینار څخه ځینې د څو هیوادونو 91 زده کونکو د روښانه ستوري په پای کې د لوړرتبه قوماندانانو هیأت ته خپلې پایلې وړاندې کړې.
سرتیرو د جګړې کولو وړتیاو ښه کولو لپاره د مصنوعي ذهانت (AI) د کارولو ارزښت تایید کړ. مصنوعي ذهانت دا کار د لټون، الوت او د ډرون فعالیت ښه کولو له لارې کوي. دا په بریښنایي توګه راټولې شوي د ستر حجم ډیټا په پروسس کولو کې مرسته کوي، د وسلو د عرضه کولو دقت او پټوالی ډیروي او په څو ملیتي چاپیریالونو کې د ژبې خنډونو په لیرې کولو کې مرسته کوي. په منفي اړخ کې، ځینو د انساني څار نه شتون په صورت کې د مصنوعي ذهانت د پریکړه کولو اعتبار د پوښتنې لاندې راوست او وې پیژندله چې د مصنوعي ذهانت سیسټمونه د سایبر بریدونو څخه زیان منونکي دي.
په روښانه ستوري کې د پیښو تنوع هغه څه دي چې په مصر کې یې ډیری هیوادونه جذب کړل. د مثال په توګه، قبرص، چې د مصر سره ډیری دوه اړخیزه روزنیز تمرینونه ترسره کوي، د روښانه ستوري د پای ژوندي ډزو نندارې لپاره میکانیزه پیاده ټیم، د تروریزم سره مبارزې پیښې لپاره د ځانګړي عملیاتو ټیم او د تمرین سمندري برخې لپاره یې د اوبو لاندې تخریب کنډک برخه ولیږله.
جګړن سټیلیوس کراشیاس چې د قبرص ملي ګارد څخه یې د خپلو همکارانو سره په تمرین کې ګډون کړی و، وویل چې د قبرص شاوخوا 70 ګډون کونکي به د روښانه ستوري په تمرین کې زده کړې، پوهه به په هیواد کې د خپلو ملګرو سره شریکه کړي.
جګړن کراشیاس وویل، “دا ټوله همکاري مخکښه ده او موږ ته اجازه راکوي چې د اردو، هوایي، سمندري، ځانګړي ځواکونوپه پراخه ډګر کې د همکارانو سره ګډ کار وکړو او همدارنګه نور ډولییز تمرینونه او فعالیتونه چې نږدې ټولې نظامي څانګې او تاکتیکونه پوښي.”
مصري قوماندانانو هیله مندي څرګنده کړه چې د روښانه ستوي تمرینونه د پراخه متنوع برنامو سره ودې ته دوام ورکړي چې د بشپړ نظامي برخو او تخصصونو لپاره مناسب وي.
مصر په هرو دوه و کلونو کې د روښانه ستوري تمرین کوربه توب کوي او د تمرین راتلونکی پړاو د 2025 لپاره مهالویش شوی دی.
”د روزنې په جریان کې، هغه که د قوماندې او کنټرول یا تاکتیکي موضوعات د ځمکې، هوا یا سمندر په سطحه کې د ځانګړي فعالیتونو ترسره کولو کې وي، او د تمرین پرمهال د دې ټولو فعالیتونو یوځای کول، هغه څه دي چې خوشحالۍ راولي. موږ هیله لرو چې په راتلونکې روزنه کې به د ګډون حجم د ګډون کونکي هیوادونو لخوا ستر وي. ” جنرال ذکي وویل.
Comments are closed.