په امنیت کې پانګونه
د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه د څو ملتي ملګرو هیوادونو روزنې او مالي ملاتړ ته اړتیا لري
احمد مرید پرتو، د متحده ایالاتو په مرکزي قوماندانۍ کې د افغانستان پخوانی استازی
د افغان ځواکونو رامینځته کول چې کولی شي د خپل امنیت لپاره زمینه برابره کړي، د متحده ایالاتو لپاره یو لومړیتوب دی چې په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ښکېل پاتې شوې. د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه (ANSF) د افغان ملي اردو (ANA) او ملي پولیسو (ANP) څخه تشکیل شوي دي. دوی په هیواد کې د امنیت او ټیکاو رامینځته کولو لپاره د مهمو ستنونمائندګی کوي.
کله چې اردو په کال 2001 کې تاسیس شوه، هدف دا و چې داسې یو ځواک رامینځته شي او پرمختګ وکړي چې د دولت امنیت خوندي کړي او د تروریستي او یاغي ډلو لپاره د خوندي پټنځای د رامینځته کیدو مخه ونیسي. له دې امله، هدف دا و چې یو قوي فوځ رامینځته شي چې توکمیز توازن او ملي درناوی ولري، او د ډیموکراسي له پلوه افغانانو ته حساب ورکونکی وي. سربیره پردې، د دې مهم ارګانونو د رامینځته کولو هدف دا وو چې ملي اردو ANA او ملي پولیس ANP باید منظم، ښه روزل شوي او ښه سمبال شوي ځواکونه وي ترڅو وکولی شي د هیواد امنیتې اړتیاوي پوره کړي او د افغان حکومت لخوا تمویل شي.
د افغان ملي امنیتي ځواکونو ANSF له تاسیس کیدو شاوخوا دوه لسیزې وروسته، ډیری ورته اړتیاوې پوره شوې، او دا ځواکونه د طالبانو وروسته د دیموکراسي او دولت جوړونې د بریا له کیسو څخه دي. د خلکو باور په ترلاسه کولو سره د افغانستان ملي امنیتي ځواکونهANSF د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، ترڅو طالبان او د دوی ملګري ډلې ته اجازه ورنکړي چې سیمې لاندې کړي.
په کال 2014 کې د متحده ایالاتو او متحدینو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې زور د افغان امنیتي ځواکونو لخوا اخیستل شوی، چې د لویو ننګونو سره سره د جنګي وړتیاو ښه کولو ته دوام ورکوي. د افغان ملي امنیتي ځواکونوANSF — د ډیری بریاو سربیره چې په ټول هیواد کې د طالبانو بغاوت سره د مبارزې لپاره د ښه روزنې او مهارتونو څخه کار اخلي، — افغان سرتیري د متحده ایالاتو او ایتلاف پر ملاتړ تکیه کوي ترڅو د جنګي عملیاتو ډیری لګښتونه پوره کړي. د ډاډ لپاره، د متحده ایالاتو په مرستو باندې دا اتکا به تر هغه دوام ولري چې دغه هیواد له طالبانو سره سولې ته ورسیږي او د ځان بسیاینې او اقتصادي پرمختګ په لور حرکت وکړي.
له دې سره سره، افغان امنیتي ځواکونه د ټول افغانستان د امنیت په ساتلو کې اغیزمن دي. د مثال په توګه، د افغانستان ملي امنیتي ځواکونهANSF د پلازمینې کابل، 34 ولایتي مرکزونو او د لوی نفوس لرونکو سیمو امنیت او ثبات خوندي کوي، پداسې حال کې چې پخپل مینځ اړیکې ته دوام ورکوي. که څه هم د طالبانو بغاوت دوام لري او د هیواد په سویل او ختیځ کې ځینې ولسوالۍ تر کنټرول لاندې لري، خو د افغان ځواکونو د ځواک او وړتیا له امله دغه ډله د کوم ولسوالۍ یا ولایت مرکز ندی نیولی.
په حقیقت کې افغان ملي امنیتي ځواکونه ANSF د جوزجان په شمالي ولایت کې د خمیاب او قرقین ولسوالي نیولي، چې له ډیرې مودې د طالبانو تر کنټرول لاندې وه په دې وروستیو کلونو کې طالبانو د افغان ځواکونو پروړاندې د تاوتریخوالي لوړې کچې ساتلي دي، په مختلفو سیمو کې کاروانونه او پوستې په نښه کوي. د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد نیویارک ټایمز ته وویل چې د کال 2018 د دسمبر په میاشت کې له قوماندې اخیستو وروسته، هغه عادي ځواکونه له دفاعي حالت څخه بهر کړي دي. په ورته ډول، په یوه بله مرکه کې< دفاع وزیر وویل چې “زموږ موقف له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته بدل شوی دی.”
”اجازه راکړئ چې روښانه کړم: دا اډې چې ایتلافي ځواکونو زموږ لپاره پرېيښي دي غیر فعال پاتې شوي ندي. وزیر وویل،” چې موږ په تعرض کې یو.
په داسې حال کې چې په کال 2020 کې پر قرارګاو او پوستو د طالبانو د بریدونو پر مهال د لوړې مرګ ژوبلې پخلی کوي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې وسله وال د حکومتي عسکرو له خوا نه ګواښل شوي، د دفاع وزیر ژمنه کړې چې وضعیت به بیرته وګرځوي. افغان ځواکونو د طالبانو پر وړاندې په خپله مبارزه کې لوړ مورال ساتلی دی. په تیرو کلونو کې ډیری تلفات د اډو او پوستو څخه لیرې رامینځته شوي دي. د اردو او پولیس سرتیري د سړک غاړې بمونو، پر کاروانونو حملې، د نښه ويشتونکو او داخلي بریدونو او د ګزمې پرمهال د کمینونو سره مخ شوي دي.
افغان امنیتي ځواکونه باید د متحده ایالاتو او ایتلافي روزونکو او ښوونکو په مرسته دا ډول بریدونه کم کړي. د غوڅ ملاتړ ماموریت کولی شي د ماین پاکۍ په برخه کې، د دښمن د کمینونو پر ضد د لا زیاتو روزنو په برابرولو سره او په ولسوالیو کې د مؤثره او منظمې ګزمې په پلي کولو سره د افغان ملي امنیتي ځواکونو جنګي وړتیاوې لوړې کړي. سربیره پردې، د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه ANSF د ټپي شوي سرتیرو د ایستلو په برخه کې، د هوایی ملاتړ د لارښوونې په برخه کې، د استخباراتو راټولولو او د څار او کشف په ترسره کولو کې پرمختګ ته اړتیا لري.
طالبانو د کال 2020 ډیره برخه د متحده ایالاتو او ایتلافي ځواکونو پروړاندې د بریدونو په نه ترسره کولو کې تیره کړه، ترڅو د کال 2020 په پیل کې د دواړو خواو ترمینځ د متحده ایالاتو – طالبانو د موافقې د ګډوډولو مخه ونیسي. د یادونې وړ ده چې د تړون لاسلیک کول او د 2020 د فبروري په 29 د متحده ایالاتو او افغانستان ګډه اعلامیه، په افغانستان کې دوامدارې سولې ته د رسیدو لپاره د متحده ایالاتو په هڅو کې یو تاریخي او د پام وړ پرمختګ بلل کیږي.
په هرصورت، د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو پروړاندې د طالبان لخوا ترسره شوی تاوتریخوالی لا هم لوړ دی. دا په ځانګړي ډول د پام وړ دی ځکه چې د هیواد د امنیت ډیر بوج د افغان سرتیرو او پولیس افسرانو په غاړه دي چې د متحده آیالاتو د اردو لخوا روزل شوي دي. په تیرو پنځو کلونو کې، د افغان امنیتي ځواکونو له 50000 څخه ډیر وژل شوي او په لسګونو زره ټپیان شوي دي. د طالبانو زیانونه، که څه هم تصدیق کول یې ګران دی، خو باور کیږي چې ورته یا د هغې نه لوړ به وي.
افغان ملي امنیتي ځواکونو ANSF وکوالی شول چې کافي امنیت برابر کړي ترڅو طالبان او د داعش خراسان ډله خپلې ګډې او اړوندې موخې ته ونه رسیږي. پدې برخه کې، د افغانستان ځانګړي ځواکونه او کومانډو قطعات چې ډیری یې د متحده ایالاتو لخوا روزل شوي، د افغانستان له هوایی ځواک سره د خورا وړ ځواکونو په توګه پیژندل کیږي، چې د طالبانو د بریدونو په وړاندې دوامداره عملیاتي او تکتیکي مهارتونه یي له ځانه ښودلي دي.
که څه هم طالبان او افغان حکومت هڅه کوي د خبرو اترو له لارې د سولې پروسه پرمخ یوسي، نړیواله ټولنه باید د دې هیواد د امنیت او ثبات خوندي کولو لپاره د افغان ملي امنیتي ځواکونو په وړتیاو باندې پانګوونې ته دوام ورکړي.
د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه ANSF به د سولې او ثبات د ساتونکي او تضمین کونکي په توګه د طالبانو سره حتی د خبرو اترو وروسته هم کار وکړي. دا مهمه ده چې ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان خاوره بیا هیڅکله د یو خوندي ځای په توګه نه کارول کیږي چیرې چې ترهګر له هغه ځایه بریدونه ترسره کړي.
Comments are closed.