څانګېد سیمې هېوادونه په اردن کې د پوځي روزنې ښار جوړېدل By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter د اردن وسلوالو ځواکونو، زرقا ته نږدې د شیخ محمد بن زاید النهیان روزنیز ښار پرانست، چې متحده عربي اماراتو (متحده اماراتو) له لوري ورسره مالي مرسته وشوه. د ابوظبي شهزاده او د متحده عربي اماراتو د وسلوالو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ مرستیال په نوم د روزنیز ښار نومولو سره، اردن هم په سیمه کې خپل یو لوړ پوړي متحد ته ویاړ ور په برخه کړ. د تاسیساتو هدف په یو لوی کمپلیکس کې د اردن وسلوالو ځواکونو د هرې څانګې لپاره د روزنې مرکزي کول دي. د اردن شهزاده الحسین ابن عبدالله الثاني د 2020 په مارچ کې کمپلکس په رسمي ډول پرانیست. د شیخ محمد بن زاید آل نهیان روزنیز ښار د اماراتو د پوځي چارو قوماندې لخوا ډیزاین شوی او په جوړولو یې درې کاله وخت ونیو. نوموړی روزنیز ښار درسي ټولګي، لابراتوارونه، د روزنې ډګرونه، بارکونه، د سپورت ډګرونه او نورې زیربناوې لري. ځینې ښوونځي لاهم په مارچ کې د لویې پرانستغونډې پر مهال تر رغونې لاندې وو، لکه د شاهي زغروالو ځواکونو ښوونځی، د شهید پاچا عبدالله ابن الحسین پلو ځواکونو ښوونځی، د توپخانې د څانګې شاهي ښوونځی، او د ژبې انستیتوت. برید جنرال حکمت القادی وویل “د روزنیز ښار جوړول د دواړو هیوادونو د مشرانو، متحده عربي اماراتو او د اردن هاشمیه سلطنت تر منځ د تاریخي اړیکو اوج دی.” سرچينې: الخلیج، ملي Facebook Twitter Share
Comments are closed.