څانګېد سیمې هېوادونه په اردن کې د ملي ژغورنې مرکز خلاص شو By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی د اردن د ملکي دفاع ریاست د 2019 په سپټمبر میاشت کې بحرالمیت ته نږدې د اوبو او غرني ژغورنې مرکز پرانست، دهغه وژونکي سیلاب پایله چې د 2018 په وروستیو کې ټیټې سیمې وځپلې. د لمدې هوا له ناورین څخه وروسته چې وادي زرقا معین ته نږدې پکې 21 اردنیان مړه شول او 43 نور ټپیان شوي، جلالتماب شاه دوهم عبدالله بن الحسین په راتلونکې کې د ژوند ضایع کیدو د مخنیوي لپاره یوه کمیټه جوړه کړه. د دې مرکز پرسونل د لټون او ژغورنې ټیمونو دي او په کښتیو او د غوټې په تجهیزاتو سمبال دي، او د کمیټې په وړاندیزونو سره تشکیل شوي دي. دا به نه یوازې اردنیانو ته ګټه ورسوي، بلکې بهرني سیلانیان ته هم چې د لوند فصل په جریان کې چې د اکتوبر څخه تر مارچ پورې دوام کوي، دغه هیواد ته سفر کوي. شاه عبدالله د دې مرکز د پرانستلو په مراسمو کې برخه واخیسته، تورنجنرال مصطفی عابد ربو البیضاء، د ملکي دفاع د ریاست رییس هم ګډون کړي و. په کال 2019 کې تورن جنرال مصطفی د هیواد په ملکي دفاع کې د پرمختګونو څارنه کوله. د 2019 په مارچ میاشت کې د جاپان حکومت 4.5 ملیون ډالر مرسته وکړه ترڅو ریاست سره مرسته وشي چې د اور وژنې موټر نوي کړي او ژر پیښو ته ورسیږي. د 2019 په سپټمبر میاشت کې د آلمان حکومت موافقه وکړه چې د ملکي رضاکارانو د روزنې او تجهیز لپاره مرسته وکړي ترڅو د طبیعي پیښو او نورو اضطراري حالاتو لپاره چمتووالی ولري. د اردن د ژغورنې ډله د 2018 په پای کې بحرالمیت ته نږدې د سیلابونو په جریان کې د پاتي شوي خلکو پسې لټون کوي. رویترز Facebook Twitter Share
Comments are closed.