په اردن کښې د ښځينه سرتيرو پرمختګ
دګروال ماها الناصر د اردن د وسله والو ځواکونو د ښځو د پوځي چارو ریاست رهبري کوي
یونیپث کارکونکی
یونیپث: ايا تاسو کولای شئ مونږ ته د ښځو پوځي چارو رياست په اړه یوه لنډه کتنه راکړئ؟
ډګوال ماها: د ښځو د پوځي چارو ریاست د کال 1995 په پیل کې د یو شاهي فرمان په ترڅ کې رامینځته شو، ترڅو د اردن په وسله وال ځواکونو کې د ښځو رول روښانه کړي او د هغوی اهمیت په ګوته کړي. په وسله والو ځواکونو کې د میرمنو پرمختیا پورې اړوند ټول مسؤلیتونه ورته وسپارل شول، او د پیل راهیسې تر دې دمه یې د ښځو اړوند قوانینو مطالعه کړې او د اړتیا په وخت کې یې د ترمیم لپاره کار کړی. همداراز د روزنې او زده کړې میتودونو په رامینځته کولو او د نوي ګمارنې مهارتونو د ودې لپاره کار کړی، د کار په نوي ځایونو کې د اداري او طبي مسلکونو د دودیز حوزې څخه بهر چې د نارینه لپاره ځانګري وې، دوی ته د کارموندنې فرصتونه برابر کړي. دغه ریاست د اداري تخنیکونو پرمختګ، د وړتیا لوړولو، د فعالیت د کیفیت ښه والی او د اردن په وسله وال ځواکونو کې د پوځي میرمنو انضباط د تقویه کولو سره تړاو لري. دغه ریاست همدارنګه هغو کسانو ته چې د پوځي میرمنو چارو پورې او د ښځینه روزنې سره په ټولو شکلونو، لکه په پوځي ډول یا په ساحه کې اړوند دي، په بیلابیلو پوځي پوستونو کې د ښځو رول د فعالولو لپاره لارښود ورکوي، چې په ترفیع او ګمارنو کې مساواتو باندې تمرکز کوي. نوموړی ریاست د اردن په وسله وال ځواک کې د ښځو چارو په اړه د عامه پالیسیو په پراختیا کې برخه اخلي، د هغه د تطبیق څخه څارنه کوي او د کاري میتودونو د پراختیا لپاره مطالعات او څیړنې ترسره کوي.
د جلالتماب شهزادګۍ عایشه بنت الحسین په مشرۍ د میرمنو د پوځي چارو لپاره د ځانګړي ریاست رامینځته کول د اردن د ښځو لپاره د ویاړ یو څرګند کار و. دې کار دوی ته قوي انګیزه ورکړه چې په وسله والو ځواکونو کې برخه واخلي او د ورور او دوست پوځونو په لیکو کې د میرمنو د عملیاتي برخو څخه مکرر لیدنې وکړي ترڅو د وړتیاو او روزنې په اړه دندې او مسئولیتونه وپیژني. دا کار دوی ته پراخه تجربه ورکوي چې زموږ په وسله والو ځواکونو کې د میرمنو پر پرمختګ او فعالیت اغیزه کړې. د ریاست نوم وروسته د ښځو د پوځي چارو له څانګې څخه د ښځو د پوځي چارو ریاست ته بدل شو.
یونیپث: ښځينه سرتيری څنګه کولای شي چې د اردنی ميرمنو تر منځ د افراطيت پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي؟
ډګوال ماها: میرمنې په حقیقت کې د ټولنې لازمي برخه ده او د ټولنې د جوړولو او [راتلونکي] نسلونو او پر شاوخوا چاپیریال باندې د اغیز لرلو وړتیا لري. دوی د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې وسله والو ځواکونو ته په ټولو سپارل شوي دندو کې همکاري کوي لکه څنګه چې د دوی نارینه همکاران یې کوي، سربیره پردې چې دوی په کورنۍ چاپیریال کې د افراطیت او تروریزم په اړه پوهاوي ورکوي او خپلې سیمه ایزو ټولنو ته روزنه ورکوي. هغه میرمنې چې په فکري او کلتوري ډول مجهز دي د افراطیت او تاوتریخوالي سره د مبارزې په هڅو کې مؤثره ملګري دي او دهغوی پر وړاندې د مورچل حیثیت لري، چې پخپلو کورنیو او ټولنو کې د مثبت بدلون د یو فاکتور په توګه کار کوي.
یونیپث: د اردن په وسله والو ځواکونو کښې کومې هغه دندی دی چې ښځينه سرتيري يې کوي او سړي يې نشي کولاي؟
ډګوال ماها: په حقیقت کې د میرمنو څخه مخکې په پوځ کې د نارینه وو شتون د دې سبب شوي چې دوی په ټولو پوځي چارو او دندو کې په پوره مهارت او مسلکیتوب پیدا کړي، نو داسې کوم کار نشته چې نارینه یې نشي ترسره کولی، مګر ځینې ساحې شتون لري چیرې چې پوځي میرمنې د ځینې دندو د نوعیت له امله له نارینه وو څخه مخکې دي چې میرمنو ته اسانه او ډیر مناسبې دندې دي. د مثال په توګه، په سوله ساتو ځواکونو کې د برخې اخیستنې پرمهال میرمنې د نارینه وو په پرتله د وړتیا وړ ثابتې شوي دي، چې د جنګونو او وسله والو نښتو په جریان کې له هغو میرمنو او ماشومانو سره مرسته وکړي چې د تاوتریخوالي او بې ځایه کیدو څخه اغیزمن شوي دي، ځکه چې دوی د دې زیان منونکې ډلې سره نږدې دي او په غوره توګه د دوی سره د خبرو اترو وړتیا لري، د دوی پر ستونزې ښه پوهیږي او د دوی د ډیر حساس شخصیتونو او احساساتي ځانګړتیاو له امله دوی سره مرسته کولای شي.
یونیپث: د ښځینه سرتیرو خدمت د ټولنې لپاره څومره د منلو وړ دی؟
ډګوال ماها: د 1950 مو کلونو له پیل راهیسې، د جلالتماب پاچا حسین په لارښود او ملاتړ سره د اردن په وسله والو ځواکونو کې د میرمنو د برخه اخیستنې او د انشکاف په جوړولو او پرمخ وړلو کې د فعاله او ریښتینی برخه اخیستنې په برخه کې ګټورې هڅې ترسره شوي دي. چې د خپلو ورونو تر څنګ د خپل وطن د دفاع مسئولیت په غاړه واخلي، په ځانګړي ډول چې اسلامي قانون دوی له دې کار څخه نه منع کوي. په ورته ډول، په ملکي ژوند کې د میرمنو بریا نشي کولی د وسله وال ځواکونو په لیکو کې د دوی له ښکیلتیا څخه جلا شي. د جلالتماب دوهم پاچا عبدالله بن الحسین د وسله وال ځواکونو د اعلی سرقوماندان په لارښوونه او دوامدار ملاتړ سره، د پوځي میرمنو ونډه فعاله شوې، او دوی ته په ایمانداری سره لارښوونه شوی ترڅو د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره چمتووالی، وړتیا او روزنه ترلاسه کړي. د خپلو دندو او طبیعي استعداد ته په کتو سره په مناسب پست کې ځای په ځای شوي، د ستونزو لرې کولو لپاره روزل شوي ترڅو دوی وکولی شي د خپل کار مسئولیت پخپلو اوږو کې واخلي او خپلې دندې په مؤثره توګه ترسره کړي.
یونیپث: تاسو د نرسینګ او عقیدتي دندو څخه هاخوا د اردن په وسله والو ځواکونو کې د میرمنو شتون څنګه زیاتوئ؟
ډګوال ماها: د اردن وسله وال ځواکونه د میرمنو لپاره چې د نارینه وو ترڅنګ کار وکړي د دروازو په خلاصولو کې د دولت له مخکښو ادارو څخه دي. ډیری پلانونه او مطالعات شتون لري ترڅو د اردن په وسله والو ځواکونو کې د ښځو د رول په زیاتولو او فعالولو کې مرسته وکړي. دوره ای احصایوي سروې ترسره کیږي ترڅو یو ډیټابیس چمتو کړي چې په ټولو پوځي سایټونو کې د میرمنو سلنه وښیې، ترڅو هغه ځایونه وپیژني چېرته چې ډیرې میرمنې ته اړتیا لري، د نارینه وو سره اوږه په اوږه کار وکړي ترڅو زموږ د وسله والو ځواکونو سره مرسته وشي.
یونیپث: کومې انګیزې د اردني میرمنو لپاره شتون لري ترڅو په پوځ کې ګډون وکړي؟
ډګوال ماها: ښځینه کارکونکې د خپلو نارینه همکارانو په څیر له ټولو ګټو څخه برخمنې دي، لکه میاشتني معاش او نور مالي امتیازات، پوځي رتبې، روزنې او وړتیاو ته لاسرسی، ترفیع، د رهبرۍ پوستونو د ترلاسه کولو فرصت، روغتیایي بیمه، د ځان او ماشومانو لپاره بورسونو ته لاسرسی، او په بهرني ماموریتونو او دندو کې برخه اخیستنه، او همدارنګه د مور او ماشوم رخصتۍ او د هغوی د خدمت په ځای کې وړکتون.
یونیپث: په پوځ کې د میرمنو د شمولیت لپاره څه شرایط دي؟
ډګوال ماها: میرمنې د نارینه وو په څیر ورته شرایطو سره مخ دی، د یو څه استثنا سره چې د ښځینه فزولوژیک ځانګړتیاو سره سم تنظیم شوي. هغه باید لږترلږه 18 کلنه وي، د روغتیا له نظره د پوځي خدمت لپاره مناسبه وي او ټولې ټاکل شوې طبي ازموینې او مرکې تیرې کړي.
یونیپث: ایا تاسو کولی شئ د ښځینه سرتیرو د بریاو په اړه وغږیږئ چې په سوله ساتو ځواکونو کې خدمت کوي؟
ډګوال ماها: د اردن میرمنو د سوله ساتو ځواکونو د یوې برخې په توګه په پوځي ماموریت کې برخه اخیستې، او د ماموریت په ساحه کې دوی ته سپارل شوي دندې په بشپړ ډول ترسره کړي. دا کار د دوی د مهارتونو په لوړولو، د پوځي مهارتونو په نوي کولو او هغوی ته د دې وړتیا په ورکولو سره مهم رول لوبولی چې د جګړې او شخړې زونونو کې د سولې ساتنې په ټولو برخو کې په یو عملي چاپیریال کې کار وکړي. وسله والو ځواکونو د سولې ساتې په ماموریتونو کې د %15 څخه ډیر ښځینه برخه اخیستونکې لرلې دي. په کال 2010 کې د اردن پوځي میرمنې په افغانستان او د غزې په ساحوي روغتون کې د برحالو ځواکونو په ماموریت کې برخه درلوده، او په کال 2018 کې دوی د مرکزي افریقا جمهوریت، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت او لویدیز صحارا کې د نړیوال سوله ساتي ځواکونو د یوې برخې په توګه برخه اخیستې.
یونیپث: د اردن پوځي میرمنې څنګه د خپلو نارینه همکارانو درناوی ترلاسه کړی؟
ډګوال ماها: له پیل راهیسې د اردن وسله وال ځواکونه د نارینه او ښځینه غړو ترمینځ مساواتو ته لیواله وو، او د پوځي ښځو د چارو ریاست ځکه رامینځته شو ترڅو د ښځو د رول د لوړولو او پرمختګ سره مرسته وکړي. د پوځي دندې په ټولو برخو کې میرمنو ته د لازمي روزنې په ورکولو او هغوی ته د اضافي مسؤلیتونو په ټاکلو سره د نارینه او ښځو ترمینځ د مساوي حقونو او وظیفې اصولو باندې تمرکز کړی دی، ترڅو دوی وکولی شي ولس ته په خدمت کې د غوره والي او وقار لپاره ورته فرصتونه ترلاسه کړي. د اردن وسله وال ځواکونه د دواړو جنسونو څخه مسلکي پوځي پرسونل لري چې دوی ټول په ورته ډول د احرام وړ دي. پوځي میرمنو د سخت کار، مهارت، ژمنتیا او خپلو دندو ته د وفاداری او بشپړ اجراتو له لارې د خپلو نارینه همکارانو درناوی ترلاسه کړی.
یونیپث: نارینه پوځیان څنګه مني چې یوه ښځې د دوی مشرتوب وکړي؟
ډګوال ماها: د اردن په وسله والو ځواکونو کې د مشرتابه پوستونو د درلودو لپاره ترټولو مهم معیارونه وړتیا او پوځي رتبه دي، پرته له دې چې د جنسیت مسئله په پام کې ونیول شي. دا عادي خبره ده چې د اردن په وسله والو ځواکونو کې میرمنې په لوړ پوړو پوځي رتبو کې ولیدل شي، او د کار په ډیري ځایونو کې د دوی ډیر شمیر په مشرتابه پوستونو کې کار وکړي. دا خورا ډیر د نارینه سرتیرو لخوا منل شوی. د دې مثال په شاهي طبي خدماتو کې د میرمنو ګمارنه ده. میرمنې هغه لاسته راوړنې لري چې دوی ته لوړ پوستونه او رتبې ګټلي دي. دوی اوسمهال ډیر لوړ پوستونه پخپل واک کې لري. دا د دوی د باور له امله دی چې د دوی د ډیری وړتیاو او مهارتونو سره، او همدارنګه د دوی د خلاقیت او غوره شخصیتونو سره، د اردن د وسله والو ځواکونو او زموږ د هیواد د ګټې لپاره ډیر څه ترلاسه کیدی شي. د دوی لاسته راوړنې په مختلفو برخو کې مخکښ دي.
یونیپث: د پوځي ښځو چارو ریاست د ودې لپاره ستاسو پلانونه څه دي؟
ډګوال ماها: زه پلان لرم چې په مسلکي او تخصصي پوځي کار کې په ټولو برخو کې د پوځي میرمنو حضور زیات کړم او په ټولو پوځي برخو کې د میرمنو بلوکونه رامینځته کړم، او په راتلونکي کې یې ټولي ته لوړ کړم. زه همداراز په پلان کې لرم چې د اردن په وسله والو ځواکونو کې د میرمنو ترمنځ د انګلیسي ژبې د مهارتونو په پراختیا کې همکاري وکړم ترڅو د دوی بهرني مشارکت او د سولې ساتنې له فعالیت سره مرسته وکړي. موږ د اردن په وسله وال ځواکونه کې د ټولو ښځو د کاري ځایونو د پوښښ لپاره ډیرې وړکتونو ته ته اړتیا لرو، او باید د ستراتیژیک کاري پلانونو د پراختیا له لارې د دوست او ورور هیوادونو او نړیوالو سازمانونو او ادارو سره همکارۍ ته دوام ورکړو.
Comments are closed.