برخی پر پوځي رسنیو تکیه کول By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter د کوویډ- 19 بحران د اردن د وسلوالو ځواکونو د مالوماتو څانګې اهمیت لوړ کړ برید جنرال مخلص محمد المفلح د اردن د وسلوالو ځواکونو د اخلاقي لارښوونو پخوانی مشر رسنۍ د انسان په ژوند کې په هغه اندازه چې اړین ګرځیدلې وي، مهم رول لوبوي، په ځانګړي ډول د رسنیو تخنیکي انکشاف ته په کتو سره. دا په بدل کې د ورځنيو مالوماتو د اهمیت زیاتوالی لامل شوی، نو له همدې امله نړۍ د کوچني کلي په توګه بیان شوي. پوځي رسنۍ د دې مالوماتي سیسټم اړینه برخه ده. پوځي رسنۍ د دولت د عمومي ستراتیژۍ برخه ګڼل کیږي. د همدې حقیقت پر بنسټ له پوځي برخې پرته هیڅ مالوماتي ستراتیژي بشپړه نه ده. دا د هغه مهم رول له امله ده چې د ټولو دولتي سکتورونو په پرتله د ډېرې زیانمنونکې برخې په توګه، وسلوالو ځواکونو لخوا ترسره کیږي. پوځي مالومات هیڅکله په کوم دلیل سره له دولت څخه په بشپړ ډول جلا کېدی نشي. برعکس دا د دولت او د هغه بنسټیز اصول منعکس کوي. دا چې رسنۍ د دولت لخوا ټاکل شوې پالیسۍ منعکسوي، او دا چې وسلوال ځواکونه د دولت د عمومي پالیسۍ او ستراتیژۍ تر ټولو مهمه برخه جوړوي، نو پوځي رسنۍ باید د اردن حکومت له سیاسي چلند سره په مطابقت کې د وسلوالو ځواکونو فعالیتونه او پالیسۍ په یو چوکاټ کې راولي. دا د خپلو رسنيو له لارې ترسره کیږي ترڅو مطبوعاتو، تلویزیونونو، راډیوګانو، ویبپاڼو او خپرونو ته پوځي مالومات په داسې یو وخت کې ورسوي چې د اردو مالومات او د اردن رسنيو ترمنځ اړیکې په دواړو رسمي او غیر رسمي ظرفیتونو کې سره یوځای شي. ټولې رسنیزې ادارې په ورته کښتۍ کې دي او ګډې موخې لري. خو بیا هم، د دقت او مهال ویش لپاره دا لیوالتیا د بحران مدیریت کې نور اهمیت هم لري، چې په پام وړ توګه پوځي معلوماتو پورې تړاو لري. په کړکیچ کې پوځي معلومات باید فعال وي، نه داچې غبرګون ښودونکي وي. دا مالومات باید لېرې لیدونکي او هراړخیز وي. دا باید د ملي اصولو پر سر له معاملې پرته شاوخوا چاپیریال سره تطابق ومومي. تر ټولو مهمه خبر دا ده، چې پوځي مالومات، په ځانګړې توګه په داسې یو کړکیچ کې، او باورتیا او د منل کېدو د وړتیا لپاره له بېلابېلو سرچینو روښانه کار اخیستنې پر بنسټ د ځایي خلکو پر نظر اغېزه کوي. اردني سرتیري د کوویډ- 19 وبا د قرنطین پرمهال د زرقا اوسېدونکو ته د خوړو پارسلونه ورکوي. رویټرز پوځي رسنۍ تل رسمي حالات څاري، خو همداراز د ملي امنیت په خطر کې اچولو د مخنیوي لپاره پر اړتیا د ټینګار تر څنګ، ځایی خلکو د نظر په بدلون کې د رسمي معلوماتو رول، هغه که ملکي وي او که نظامي وي بشپړوي. د کورونا ویروس د ناروغۍ له امله په هیواد کې د استثنايي حالاتو په نظر کې نیولو سره، د رسنیو ټولې ادارې په ملي کچه فعالې دي. پوځي رسنۍ، په وسلوال ځواک باندې د ملت د باور او د اردو او خلکو تر منځ د نږدې بې ساري پيوستون پر بنسټ، یو له باوري سرچینو څخه شمیرل کیږي. کله چې اردن د دفاعي قانون غوښتنه وکړه او د اردو قطعات د تالاشۍ په پوستو کې ځای په ځای شول، نو اردو د خلکو اعتماد لپاره پر یو معیار واووښته. دې کار د خلکو مورال لوړ کړ، ځکه چې اردنان تل په وسلوالو ځواکونو باور لري. له هغو نامعمولو شرایطو سربېره چې ملت ورسره مخ دی، وسلوالو ځواکونو د رسنیو او اخلاقي لارښود ریاست د کار بشپړولو لپاره په سیمه کې له قوماندانانو سره د همغږۍ پلان طرح کړی. دا د پوځي څانګو له لارې څرګنده شوې چې خلکو ته د ډاډ ورکولو او تر منځ یې امید او اعتماد رامینځته کولو لپاره په رسنیو کې مخکښ رول لري. وسلوالو ځواکونو داسې خبري کنفرانسونه دایر کړي، چې د اوسنيو پیښو په اړه معلومات ورکړل خصوصي رسنۍ په ټینګار او ټولو موجودو امکاناتو سره دا رسمي ویناوې د مورال د ساتلو لپاره کارولي دي. په ورته وخت کې پوځي رسنۍ هم په مستقیم ډول د وبا له ناروغۍ سره په مبارزه کې فعاله پاتې شوي. د رسنیزو اړیکو او لارښودونو د خپرولو لپاره چې د خلکو لخوا یې غوښتنه کیږي، بیړني پلانونه جوړ شوي دي. د کړکیچ لاملونه د اخلاقي لارښود ریاست د معلوماتي څانګو له لارې توضیح شوي، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د رسنیز معلوماتو چمتو کولو او وړاندې کولو کې د خپلو همکارانو ترمنځ یې مهم رول لوبولی دی. د کوروناویروس کړکیچ ته اړونده پروګرامونه جوړ شوي، او همدارنګه نور پروګرامونه د مورال د لوړولو په موخه چې نورو رسنیزو ادارو سره په همکارۍ د ټولې ټولنې لپاره د خبرونو او زده کړې په توګه یې فعالیت کړی، جوړ شوي دي. پدې خپرونو کې د روغتیا، د ناروغیو مخنیوي او د بحران پر مهال د دفاعي قانون په شان نافذه قانون تر پوښښ لاندې نیولي دي. پخپله د سرتېرو ترمنځ پوځي اړیکې هم مهم رول لوبوي. دا په ځانګړي ډول د وسلوالو ځواکونو غړو ( چې یو له لویو ملي بنسټونو څخه دی) او په عمومي ډول د اردن د خلکو د یووالي لپاره یو له تر ټولو اغېزمنو میتودونو څخه ګڼل کیږي. دا د لیکل شوو مقالو او خبرونو له لارې وګړي له ننګوو سره مخ کوي او تر منځ یې پوهاوی، پوهه او کلتور خپروي. پوځي تلویزیون د وبا پر مهال نور اهمیت هم ترلاسه کوي. د اردن خلک د پوځي رسنیو په ګډون له رسمي چینلونو څخه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره بیرته شاته تللي، ځکه چې د ورته رسنیو ارزښت ثابت شوی او حکومتي ریاستونه د دې وبا په وړاندې مبارزه کې لوی رول لوبوي. د اونیزو خپرونو په ګډون، ځانګړي پروګرامونه، لکه زموږ عربي پوځ، جوړ شوي دي. هره پروګرام په ځانګړو برخو، لکه روغتیا، انجینري، مخابره، نظامي پولیس او لوژستیک کې د وسلوالو ځواکونو رول څرګندوي. پوځي معلوماتي سیمینارونه، د وبا پر مهال د وسلوالو ځواکونو د رول په اړه د راپورونو او مستند فلمونو په شان، په تلویزیون کې خپریږي. دا باید هېر نشي چې ټول راډیویي او تلویزیوني روګرامونه او د الاقصا پوځي مجله د وسلوالو ځواکونو په رسمي ویبپاڼه کې شتون لري. د دوی پر فېسبوک پاڼه او پر نورو ټولنیزو رسنیو کې هم شتون لري. په پایله کې باید وویل شي، چې د پوځي رسنیو کارول موږ اړ باسي چې له خلکو سره د جدي چلند غوره کولو سربیره، له نرمۍ، دقت، هوښیارۍ او پاملرنې څخه کار واخلو. موږ د اردن د خلکو لپاره د باور معیار یو، څوک چې پر پوځي ادارو ایمان لري. دا په کلکه د اردو تر شا د اردن د خلکو په بې ساري ډول دریدو شاهدي ورکوي. دا لیوالتیا، نه هېښوونکې او نه هم تصادفي وه. لومړی او تر ټولو مهم، دا هماغه اصلي او ریښتینی مینه ده چې خلک یې یې ګوري چې د هغوی په پوځ او د داسې یو زړور او باتور ځواک پر مسلکي او مدني لاسته راوړنو کې ګډه شوې. Facebook Twitter Share
Comments are closed.