پر هوایي ځواک ولکه
تورن جنرال سالم النابت د قطر امیري هوایي ځواک د پراخې همکارۍ دورې پر لور پر مخ بیایي
برید جنرال انجنیر سالم ابوشیریدا، د امریکا متحده ایالتونو مرکزي قوماندانۍ لپاره د قطر لوړپوړی ملي استازی
کله چې تورن جنرال سالم النابت د قطر امیري هوایي ځواک لاسته راوړنې وڅیړلې، دوه شیان ورته څرګند شول. دا هیواد نه یوازې د نړۍ یو له خورا پرمختللو دافع هوا سیسټمونو څخه برخمن دی، بلکې د روزنې تر ټولو غوره اکاډمۍ هم لري: د الزعیم محمد بن عبدالله العطیه هوایی کالج.
یو جنګي پیلوټ په توګه چې د قطر هوایی ځواک قومنداني کوي، تورن جنرال سالم د خپل 37 کلن مسلک ډیری برخه د هوایی ځواک قطعې د تنظیم، روزنې او تجهیز لپاره تیره کړې، ترڅو د خپل هیواد د هوایی سیمې امنیت، حاکمیت او بشپړتیا خوندي کړي.
هغه د هوایی کالج په جوړولو کې مهم رول لوبولی او په 2009 کې د نوموړي کالج د لومړي قوماندان په توګه یې دنده ترسره کړې. د جنګي الوتکو لارښود او هوایي کنټرول په برخه کې یې د هوایي ځواک افسرانو مهارتونو پراخولو ته یې هوایي کالج مرستندویه متخصصینو پام یې ځانه راواړوو.
د تورن جنرال سالم له لارښوونې سره سم هوایی ځواک د متحده ایالتونو له خوا جوړو شوو ایف- 15 کیو اې الوتکو په ترلاسه کولو سره د خپلو ډیری اروپایي پوځي الوتکو شته ځواک پیاوړي کولو ته دوام ورکوي.
د العدید په هوایي اډه کې د ایف- 15 الوتکو له نندارې د خوند اخیستو وروسته، جنرال وویل، “دا یو له غوره الوتکو څخه ده. دا یوه غښتلې الوتکه ده او زه هیله لرم چې بل ځل پخپله پکې الوتنه وکړم. دا به زما د هوایی ځواک د ملاتیر وي او زه یې د ترلاسه کولو په تمه یم.”
مسلکي پرمختګ
جنرال سالم په 1980مو کلونو کې د یو ځوان بریدمن په توګه د پیلوټۍ مسلک پیل کړ. هغه د پیلوټۍ لومړنۍ روزنه په سعودي عربستان کې د پاچا فیصل په هوايي اکاډمۍ کې ترلاسه کړه. دا هغه اکاډمي وه چې هغه د یو غوره پیلوټ په توګه د الوتنې نښان ترلاسه کړ، او د الوتنې د پرمختللي روزنې لپاره بریتانیا ته ولاړ. هغه په بېلابېلو لکه فرانسوي مایریج ایف1، مایریج 200، د پي سي- 21 روزنیزي الوتکو، د بریتانیا سټرایک ماسټر الوتکو او په دې وروستیو کې فرانسوي رافیل الوتکو ته له 2400 څخه ډیر ساعتونه پروازونه ورکړي. هغه د هوایي ځواک له ډېرو کمو قوماندانو څخه ده چې په فعاله توګه الوتکې الوزوي.
هغه د قطر د دفاع په برخه کې د څو ډلګیو قومانداني کړې. په دې کې د هوایی پراختیا ډلګۍ او د جنګي الوتکو 11مه ډلګۍ. جنرال سالم د قطر امیري هوایی ځواک په څو ماموریتونو، لکه د کویټ د ازادۍ لپاره د خلیج جنګ او د لیبیا د ثبات د دفاع د خوندیتوب ګډو عملیاتو کې برخه اخیستې.
په 2002 کې د فلوریدا ایالت په ټامپا ښار کې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې مرکزي دفتر ته لاړ ترڅو د قطر لپاره د لوړ پوړي ملي استازي په توګه دنده ترسره کړي. هغه د متحده ایالاتو له پوځ سره د خپل هیواد اړیکې خورا مهمې ګڼي. دوحې ته څېرمه د العدید په هوایی اډه کې شاوخوا 13000 امریکایی سرتیري میشت دي، چې ډیری یې د هوایی ځواک پرسونل دي.
جنرال وویل، “دا مهمه ده چې د ملګرو په توګه یو بل سره ووینو او معلومات تبادله کړو. د متحده ایالاتو او قطر تر منځ یووالی او مشارکت په سیمه کې له امنیت، سولې او ثبات څخه د ساتنې او دفاع لپاره د ګد لیدلوري له مخې رامنځته شوی.”
د پیلوټانو روزنه
جنرال سالم د الزعیم محمد بن عبد الله العطیه هوایی کالج پر سرپرستۍ او څارنې باندې ویاړي. نوموړی کالج د ثابت وزر لرونکو الوتکو او څرخۍ الوتکو په شان الوتنو، د وسلو د سیسټمونو کارولو، د پوځي هوایی ترافیک کنټرولولو، هوایي څارنې او د هوایي جنګ د لارښوونې په تخصصونو کې زده کوونکي چمتو او په اړوند یې وړتیاوې پراخوي.
قطر په پام کې لري چې هوایی کالج ته په سیمه کې د الوتنې مخکښ روزنېز او هوایی مرکز په توګه پراختیا ورکړي او په نړیواله توګه منل کېدو باندې یې وياړي. د 2020 د جنوري میاشت په فارغ شوي ټولګي کې نږدې د 100 تنو زده کوونکو په منځ کې چې د لیسانس سند یې ترلاسه کړ، نهه تنه یې له کویټ څخه، او نور یې د رواندا جمهوریت څخه زده کړې برخه اخیستې وه. عراقیانو هم په کالج کې نوم لیکنه کړې وه.
د جنرال سالم په مشرۍ په هوایی ځواک کې ښځو ډیر پرمختګ کړی. د جنوري په مراسمو کې چې ډیپلومونه ورکول کیدل، جنرال سالم د دوهمې بریدمنې، الجازی النصر د فراغت شاهد وو. الجازي النصر د قطر هېواد لومړۍ مېرمن چې د جنګي پیلوټې په توګه وروزل شوه.
قطري میرمنې لا دمخه چورلکې الوزولې، خو بریدمن الجازی په هیواد کې د جنګي جیټ الوتکو الوزولو لومړۍ ښځینه پیلوټه ده. جنرال د هوایی کالج د فراغت په مراسمو کې برخه اخیستونکو ته ډاډ ورکړ چې هغه به وروستۍ پیلوټه نه وي.
د قطر او د متحده ایالاتو اړیکې
د پیاوړې ملګرتیا د نورې پیاوړتیا تر څنګ، د قطر د امیري هوایی ځواک قوماندانانو د 2020 په اګست کې د متحده ایالتونو مرکزي قوماندانۍ پرسونلو سره یوځای په العدید کې د ملګرتیا او همکارۍ یو پروګرام کې برخه واخیسته.
له دې پروګرام څخه اصلي موخه قطر ته د الوتکو د سپارلو لپاره په چمتووالي کې چې د 2021 په سپتمبر کې به پیل شي، قطري افسرانو ته د ایف- 15 الوتکو ورپېژندل وو. د دې تر څنګ، د متحده ایالاتو د هوایی ځواک افسرانو د قطر د میراج او رافیل جنګي الوتکو د موجوده هوایي ډلګۍ په اړه معلومات ترلاسه کړل.
یاد مراسم د قطر د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز او روزل شوي پیلوټ، جنرال غانم بن شاهین الغنیم په ګډون ترتیب شوي وو. جنرال سالم د ایف- 15 الوتکې وړتیاوې د “تمرینې الوتنې” پر مهال د کاکپیټ یا د الوتکې د پیلوټ څوکۍ له شا څخه وڅېړلې. قطر منلې کړې چې د ایف- 15 او نورو جنګي الوتکو د ځای پر ځای کولو لپاره به العدید اډې ته پراختیا ورکړي.
ډګر جنرال غانم وویل، “د قطر دولت لپاره د دې همکارۍ د اهمیت په پام کې نیولو سره، موږ د العدید هوایی اډې د پراختیا لپاره په بشپړ ډول کار پیل کړی ترڅو د خپلو متحدینو په مشرۍ د خپلو عملیاتو عملیاتي وړتیا او ظرفیت ډېر کړو.”
موږ د امریکا وسلوالو ځواکونو کې د خپلو ملګرو هرکلی د هغوی په دویم هیواد کې کوو، او موږ چمتو یو چې د قطر په دولت کې د خپلو وسلوالو ځواکونو او خپلو متحدینو تر منځ همکاري د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره پیاوړې کړو.”
لکه څنګه چې د قطر مشرتابه په 2019 کې د قطر امیري هوایی ځواک د قوماندان په توګه د جنرال سالم په ټاکلو سره په ډاګه کړه، نوموړی جنرال به د سیمهییزې سولې په نوم له متحده ایالاتو او نورو ملګرو سره د همکارۍ د زیاتولو لپاره د پام وړ ملاتړی وي.
Comments are closed.