پاکستان د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر سره د امنیت په اړه خبرې وکړې
یونیپث کارکونکی
پاکستان او سعودي عرب د افغانستان، په یمن کې د کورنۍ جګړې ختمېدو او اقتصادي اړیکو په ګډون د دواړو هېوادونو اړوندو امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د 2021 په جولای کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې د خپل سعودي سیال، فیصل بن فرهان آل سعود کوربه توب وکړ.
د لیدنې په پای کې، آل سعود وویل: «موږ د سیمې د ثبات، امنیت، خبرو اترو او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل د لومړیتوبونو په اړه ډېر سره ورته نظر لرو او دواړه پر دې بوهېږو چې امنیت تر هر څه مهم دی.»
ځینې بحثونه د سعودي او پاکستان تر منځ تازه جوړې شوې د همغږۍ عالي شورا په اړه وې چې اصلي کار یې د اقتصادي همکاریو وده ده. سلګونه زره پاکستاني کارګر په سعودي کې په کار کولو د خپلو کورنیو نفقه برابروي او کووېډ- 19 د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي فعالیتونو ته زیان رسولی.
قریشي وویل: «موږ د هغه څه په اړه چې جوړښت یې باید وي، ښه پرمختګ کړی او لکه څنګه چې یو سازمان باید ښکاره شي او څنګه چې یو کاري پلان باید وي.»
آل سعود یې خبرې تایید کړي: «موږ له شک پرته د هغه ارزښتان ګډون په اړه خبرې وکړې چې پاکستاني ټولنې یې د سعودي عرب په اقصاد کې لري … او دا چې څنګه پاکستانیانو ته په سعودي کې فرصتونه پراخ کړو.»
د پاکستان د نړیوالو خدمتونو د عامه اړیکو ادارې په حواله، د پاکستان لوی درستیز، جنرال قمر جاوید باجوه له دې فرصت څخه په ګټه اخیستنې له سعودي سره د خپلو اړیکو په اړه وویل چې «دا اړیکې د ورورۍ او دوه اړخیز باور پر بنسټ دي».
پاکستان د افغانستان د راتلونکي په اړه د خپل لید لپاره د ملاتړ موندلو په هڅه کې دی او سعودي عرب له پاکستانه غواړي چې په یمن کې د ثبات راوستلو په برخه کې مرسته وکړي.
سرچينې: الجزیره، د نړیوالو خدمتونو عامه اړیکې، رویټرز
Comments are closed.