څانګېد سیمې هېوادونه ملګري له ملګرو سره د کوویډ- 19 په له منځه وړلو کې مرسته کوي By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter یونیپث کارکونکی د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني هر کال په لسګونه تمرینونه ترسره کوي ترڅو ملګرو هیوادونو سره د کیمیاوي، بیولوژيکي، رادیولوژیکي یا اتومي بریدونو او پېښو پر وړاندې د اغېزمن غبرګون ښودلو کې مرسته وکړي. په دا ډول تمرینونو کې تصفیه، د شخصي محافظت تجهیزاتو کارول، تعقیم کول او د تلفاتو جلا کول شامل دي، چې د 2020 په پسرلي کې د کوویډ- 19 وبا په راتګ سره سم په مناسب وخت کې ترسره شول. په کویټ، عمان، بحرین، قطر، اردن، لبنان، مصر، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو کې نظامي قطعات په پوځي ځایونو کې د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د ملکي ادارو د کار بشپړولو لپاره ګمارل شوې وې. د بېلګې په توګه، اردني سرتیري چې په 2019 کې یې د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې او د متحده ایالاتو د ګواښ د کمولو ادارې سره ګډې روزنې درلودې، د دغه هیواد د کوویډ- 19 پر وړاندې غبرګون همغږي کولو کې کلیدي رول لوبولی. همدا ډول، د لبنان د وسلوالو ځواکونو د ډلهییزې وژنې د وسلو ټولي، د متحده ایالاتو لخوا د پام وړ څو ملیونه ډالر د روزنو او مادي مرستو په لړ کې ترلاسه کړل چې د ویروس د کنټرول په برخه کې یې د یاد هېواد له هڅو سره مرسته وکړه. په کویټ کې د متحده آیالاتو د اردو مرکزي قوماندې له 2017 زېږدیز کال راهیسې د کویټ له پوځ سره 12 ځله مالوماتو تبادلې ترسره کړي. د معلوماتو شریکول د تصفیوي کړنلارو په پراختیا کې مرسته کوي تر څو د کروناویروس د خپریدو مخه ونیسي. د عمان او متحده ایالاتو ځواکونو د وبا د خپرېدو پر مهال د 2020 په مارچ میاشت کې د ډلهییزې وژنې د وسلو ضد پوځي تمرین بشپړ کړ. دا عملي پوهه په عمان کې د کوروناویروس ضد کمپاین کې په سمدستي ډول وکارول شوه. د مصر وسلوالو ځواکونو خپل د کیمیاوي جګړې څانګې ځواکونو د قاهرې په بېلابېلو پوهنتونونو او همدارنګه دولتي ودانیو کې د کروناویروس تصفيوي هڅو لپاره چمتو کړل. دوی د وبا پر وړاندې په لومړني غبرګون کې کلیدي رول لوبولی. د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې د ملګري هیواد د ظرفیت جوړونې پر څانګې هر کال د سیمهییزو همکارانو سره د راکړې ورکړې لپاره له نیم ملیون ډالرو څخه ډیر مصرف کوي. دا د متحده ایالاتو ملکي ادارو سره چې د ډلهییزې وژنې د وسلو په ګواښ کمولو کې تخصص لري، په همغږۍ ترسره کیږي. دا موضوعګانې، د سي بي آر ان غیر فعال دفاع، د روغتیایي مبارزې اقدامات، د پایلو مدیریت او د ډلهییزې وژنې وسلو د ډېرېدو او پراخېدو د مخنیوي لپاره د ډلهییزې وژنې د وسلو د سرحدي امنیت ساتل دي. د کروناویروس کړکیچ او په عربي خلیج او شام کې د ورته روزنې شهرت په پام کې نیولو سره، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې قومندانان د ډلهییزې وژنې وسلو پر وړاندې د مبارزې د پروګرام د پراختیا لپاره د غوښتنې تمه لري. Facebook Twitter Share
Comments are closed.