مصر او قبرص مشارکت پیاوړی کوي
مصر او قبرص په سپتمبر میاشت کې د بطلیموس 2021 نظامي تمرین په بریالیتوب ترسره کولو سره خپل نږدې نظامي مشارکت تایید کړ.
په تمرین کې د نښه ویشتلو تمرین، نږدې نظامي مانور، په تروریستي پټن ځایونو د یرغل او طبي تخلیه تمرینونه شامل و. په یوځای ګډون کې دا ډاډ لاسته راغی چې مصر او قبرص کولی شي د محاربوي همکارۍ وړتیا وازموي.
مصر او قبرص پیاوړې نظامي اړیکې لري. د قبرص ځواکنونه – پشمول د بحري او ځانګړي عملیاتو ځواکونه – په 2021 سپتمبر کې په محمد ناغب نظامي بیس کې د مصر په کوربه توب د څو هیوادونو روښانه ستوري دوه اونیز تمرین کې ستر لوبغاړي و.
پدغه وخت کې د خپل مصري سیال سره په ناسته کې د قبرص وسله وال ځواکونو لوی درستیز تورن جنرال دیموکریتس زیرواکیس وویل، “د مصر او قبرص ترمینځ اړیکې په شخصي سطح او د وسله والو ځواکونو په سطح عالي دي او د ورورولۍ اړیکې دي.”
علاوه لدې، مصر، قبرص او یونان د شریک سمندري پولو د نښو پرځای کولو او اختصاصي اقتصادي زونونو پشمول د ختیځ مدیترانه سمندر پورې اړوند مسایلو په ګوته کولو کې د مشارکت او همکارۍ په اړه غږیدو لپاره درې اړخیزې ناستې کوي.
پدې وروستیو کې په 2021 سپتمبر کې مصر او قبرص د ولسمشرۍ په کچه په قاهره کې ناسته درلودله چې پدې کې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د قبرص ولسمشر نیکوس انستاسیاډس ګډون درلود. د اجنډا مهم ټکي امنیت، دیپلوماسي، سوداګري، سیاحت او کرنه و.
ولسشمر السیسي وویل، “کوم ستراتیژیک مشارکت چې موږ په ختیځ مدیترانه کې رامینځته کړی د سیمه ییز ثبات ترلاسه کولو لپاره دایمي همغږۍ او د شریکو ګټو ټولو مسایلو په اړه د ملاتړ تبادلې ژمنتیا ته اړتیا لري.” سرچینې: الاهرم، defensearabia.com ،egypttoday.com
Comments are closed.