څانګېد سیمې هېوادونه مصري ځواکونه له نادودیزو دښمنانو سره جنګیږي By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter یونیپث کارکونکی د مصر د امنیتي ځواکونو رول یوازې پر پوځي دندو او د احتمالي بهرنيو یرغلونو پر شنډولو پورې محدود ندی. دوی د نورو وزارتونو او دولتي ادارو سره په دوامداره توګه همکاري کوي ترڅو مصري ښاریانو سره د لیدو وړ او نه لیدونکو دښمنانو پر وړاندې دفاع کولو او د ژوند د شرایطو په ښه کولو کې مرسته وکړي، او د مصري خلکو لپاره خوندي او باثباته چاپیریال رامینځته کړي. د 2020 په مارچ کې، درېیم فیلډ ځواک د مصر هوایی ځواک او محلي پولیسو سره په ګډه د سینټ کترین، الاخدر، او وادي الشیخ په ګډون د سینا په هوارو ځمکو او غرونو کې د کوکنارو او هندي چرسو کښتونه له مینځه یووړل. دې عملیاتو کې د چرسو 32 جریبه ځمکه او د کوکنارو 416 جریبه ځمکه واړول شوه. شاوخوا 30 ټنه چرس، 554 کیلو ګرامه د چرسو تخمونه، کیلو 49 کیلوګرامه د کوکنارو تخمونه او 479 کیلو ګرامه د چرسو پوډر ضبط شول. همدارنګه د چرسو په شان مخدره توکو تولید لپاره د پروسس نهه کارخانې کشف شوې. دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د وسلوالو ځواکونو اعلی سرقوماندان، ولسمشر عبد الفتاح السیسي، د کوویډ- 19 د خپریدو د مخنیوي لپاره فرمانونه صادر کړل. وسلوالو ځواکونو د کلیدي ځایونو لکه الازهر پوهنتون او په قاهرې کې قبطي عیسوي کلیسا د ضد عفوني کولو په کمپاینونو کې لوی رول لوبولی. په سویز او ګیزا کې د دریم فیلډ ځواکونو د ریلګاډي سټیشنونه، جوماتونه، د ولایتي حکومتوالۍ مرکزي دفترونه، روغتونونه او ښوونځي ضد عفوني کړل. سربیره پردې، د څلورم لویدیځې قول اردو قطعات په متروه او النوجله ښارونو کې د تعقیم مخنیوونکي عملیات ترسره کړل. سرچینې: arabic.rt.com, youm7.com, د مصر دفاع وزارت Facebook Twitter Share
Comments are closed.