څانګېد سیمې هېوادونه مصري ځواکونه د سینا امنیت ټینګوي By Unipath On Oct 21, 2020 Share Facebook Twitter وروسته له هغه چې ترهګرۍ په سینا کې څرګنده شوه، د مصر امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ ضد بریالي عملیات پیل کړي. د کال 2020 په فبروري کې د مصر امنیتي ځواکونو هغه تروریستي برید په شا وتمبوله چې په شمالي سینا کې یې یوه پوځي پوسته په نښه کړي و او لس وسلوال پکې ووژل شول. دا په تیرو څو میاشتو کې د داعش ډلې پورې تړلی تروریستي ډله ولایت سینا پر وړاندې د څو عملیاتو لوړه کچه وه. د 2019 د سپټمبر میاشتې وروسته په شپږو میاشتو کې، امنیتي ځواکونو شاوخوا 200 ترهګر وژلي او نیولي دي. مصر 376 چاودیدونکي توکي هم له منځه یوړل چې ترهګرو پلان درلود د سرتیرو او ملکي وګړو پروړاندې یې وکاروي. په ترهګرو بریدونه هغه وخت وشول چې ولایت سینا د ابوبکر البغدادي له مرګ وروسته د داعش نوي ټاکل شوي مشر ته د وفادارۍ ژمنه وکړه. په عراق او سوریه کې د تروریزم پروړاندې د عملیاتو له امله د داعش د ډلې زیاتره پلویان مړه یا تښتیدلي دي. په مصر کې د مصري پوځ او ملکي اهدافو پروړاندې د تروریستي عملیاتو شمیر او کچه کمه شوې له هغه وروسته چې د کال 2018 په فبروري کې د مصري امنیتي ځواکونو لخوا پوځي کمپاین ترسره شوه، مخصوصا د ولایت سینا پر ډله باندې تمرکز شوی. په هر حال، د مصر پوځي ځواکونه په سینا کې د منظم کوچني بریدونو سره مخ شوي، چې د ټولنیزو رسنیو له خبرونو څخه قضاوت کیدای شي. Facebook Twitter Share
Comments are closed.