متحده عربي امارات مجازي امنیت ته ارتقا ورکوي
د متحده عربي اماراتو شرکت ماجد الفطیم پرچون، په مینځني ختیځ، سهیلي آسیا او شمالي افریقا کې د سترپلورنځیو غوره پرچون پلورونکو څخه ده، چې په مجازي امنیت کې د غوره کړنو تعقیب کولو لپاره یې ستر ویاړ خپل کړی دی.
د خلیج د معلوماتي ټیکنالوژۍ نندارتون (جي.آی.ټي.اي.ایکس) پرمهال، په 2021 اکتوبر کې په دوبۍ کې د مصرف کونکو سوداګرۍ ننداره کې، ماجد الفطیم د خپلو سلګونه خوراکي توکو پلورنځیو لړۍ خوندي کولو هڅو لپاره د ټرینډ مایکرو انکارپوریشن لخوا وټاکل شوه. ماجد د فرانسوي پلورنځي کارفور لړۍ امتیاز لرونکی او چلونکی دی.
ټرینډ مایکرو وویل ماجد د هیکرانو او مجرمینو د په زور ننوتلو څخه د 10,000څخه ډیر کمپیوټرونه، لپ ټاپ او ګرځنده وسایل او 2,500 سرور خوندي کولو مسؤل دی.
”دا تیر پنځه کلونه د ماجد الفطیم پرچون پلورنځیو محافظت کولو په موخه د ډیجیټل اوښتون په زړه پوری سفر و. … موږ ویاړو چې د دې سفر برخه یو،” د ټرینډ مایکرو معاون رئیس او اداري رئییس، ډاکټر معتاز بن علي وویل.
په کال 1992 کې د ماجد الفطیم لخوا تاسیس شوې او د هغه په نوم نومول شوی، د دوبۍ میشت شرکت دی چې د کارفور سره د معاملې سربیره د پیرود سترپلورنځي او د ساعتیرۍ تاسیسات چلوي.
ټرینډ مایکرو انکارپوریشن د متحده آیالاتو – جاپان څو ملیتي مجازي امنیت د سافټویر کارپرویشن دی چې مرکزي دفترونه یې د جاپان ټوکیو، او د متحده آیالاتو په ایروینګ، ټیګزاس کې دي.
د مخ پرودې نړیوالو مجازي ګواښونو څخه خبر متحده عربي امارات د احتمالي مجازي امنیت ګواښونو په ګوته کولو کې د مخکښ پاتې کیدو لپاره د پام وړ هڅې کوي. د مجازي امنیت په برخه کې د اماراتو حکومت مشاور، ډاکټر محمد الکویټي په 2021 سپتمبر کې په شارجه کې په لاره اچول شوي د نړیوال حکومت ارتباطاتو د 2021 غونډې پرمهال په بیدارۍ تاکید وکړ.
الکویټي د مجازي امنیت ملي کاري ځواکونو ترمینځ د معلوماتو شریکولو پلوي وکړه ترڅو په حکومتي او خصوصي سیکتورونو کې د وسیلو محافظت کولو اړتیا په اړه پوهاوی پیدا شي.
د نړیوال حکومت ارتباطاتو د 2021 دوه ورځنۍ غونډه، چې د 11 هیوادونو څخه 79 متخصصینو پکې ګډون کړی و، په چټکۍ سره اوښتونکي نړیوالو ارتباطاتو محافظت کولو په اړه د تجربو او ستراتیژیو تبادله ترویج کړه.
سرچینې: د اماراتو خبري اژانس، الاتحاد، Zawya.com
Comments are closed.