برخی له بري څخه زده کړه By Unipath Last updated Oct 21, 2020 Share Facebook Twitter په عراق کې د داعش ماته د راتلونکو جګړو لپاره یو تاکتیکي زده كړه او پوهه وړاندې کوي یونیپث کارکونکی | د عراق د ترهګرۍ ضد خدمتونو لخوا انځورونه د عراق پراخو سیمو باندې د داعش برید د ټولنیزو شبکو او سټلایټ تلویزیونونو کې د رسنیزو کمپاینونو سره مل وو او ویې کولی شول چی عامه ذهنیت ګډوډ کړي او د خلکو په زړونو کې ویره او ډار ورواچوي. د عراق د ترهګرۍ ضد خدمتونو د ادارې د زړورتیا ډیرو کیسو په منځ کې، د موصل د کنډک کیسه ډېره ښکاره او جوته ده. د دغې پياوړې ادارې قطعه په کمپ غزالاني کې په زړه پوری جنګ وکړ او له موصل څخه یې بشپړ وتل هغه مهال ترلاسه کړ چې کله یې په صلاح الدین ولایت کې د کمپ سپیچر ساتنې امر ترلاسه کړ. لا تراوسه ډیر په دې نه پوهیږي چې کمپ سپیچیر د 11 میاشتو لپاره له وحشي بریدونو سره مقاومت وکړ، او دا د عراق د ترهګرۍ ضد خدمتونو ادارې د سرښندنو له کبله ده چې د داعش ترهګرو پر بیس باندې د برید هڅه نشوی کولی. یونپات د عراق د ترهګرۍ ضد خدمتونو د ادارې د ځانګړو عملیاتو دویمې قوماندې د ارکانو له مشر سره ولیدل، تر څو د کمپ سپیچر دفاع او د ازادۍ د جګړو پر مهال د موصل د کنډک پر اتلولیو بحث وکړي. یونیپث: تاسو داعش ته د ښار د سقوط پر مهال په موصل کې وئ. موږ ته له موصل څخه ستاسو د وتلو پیښو حساب راکړئ ډګروال منتظر: موصل له سقوط څخه څو ورځې مخکی، د 2014 د جون په 6مه، داعش د غزالاني د توغندیو ډیپو باندې برید وکړ چې د وسلو او مهماتو لویي زېرمې پکې شاملي وې. د برید له دفع کولو وروسته، قوماندې موږ ته لارښوونه وکړه چې سیمه پاکه او ډیپوګانې خوندي کړو. د داعش برید سخت و، د برید کونکو په منځ کې ځانمرګي برید کونکي وو چې چاودیدونکي واسکټونه یې لرل. مګر موږ وشو کولی چې ځانمرګي بریدګر له مینځه یوسو، په بریالیتوب سره دغه ماموریت ترسره کړو، او ساحه عراقي امنیتي ځواکونو ته وسپارو. د ناڅرګنده امنیتي وضعیت له امله، موږ د موصل هوایی ډګر او د کمپ غزلاني د ساتنې امرونه ترلاسه کړل. په دې وخت کې، په ښار کې د ترهګرو او ای ایس ایف تر منځ ډزو دوام درلود. د ټوپک او چاودنو غږ د جون له پیل راهیسې بند شوی نه وو. د جون په 9مه، د عراق د ترهګرۍ ضد خدمتونو ادارې له کنډک پرته، موصل په ځانګړې توګه د ښار ښي لور ته د امنیتي ځواکونو څخه تش وو. موږ د سپارل شوو دندوپه پوره کولو په پار، کمپ ته د دښمن د راننوتو د هڅو سربېره خپل ځایونه ټینګ وساتل. موږ د تورنجنرال کریم عبد ال تمیمي له خوا، چې په هغه وخت کی دوهم ځانګړوعملیاتو قوماندان وو لارښوونې ترلاسه کولې. د جون د 10 مې په سهار، کنډک نه امر وشو چې د غزالاني له کمپ څخه ووځي او په صلاح الدین کې د سپیچر نظامي اډې ته لاړ شي تر څو د هغه ځایونو واک ترلاسه کړي، ځکه چې د سي تي سي تیمونه د باجي تیلو ذخیرو ته د مرستې لپاره لیږل شوي وو، چې د داعش وسله والو لخوا د پرله پسې بریدونو لاندې و. له موصل څخه زموږ وتنه اسانه نه وه. ټول سړکونه د داعش تر کنټرول لاندې وو. دوی سوري جوړ کړل، د خځلو خنډونه یې جوړ کړل او د سړک غاړې چاودیدونکي توکي یې ځای په ځای کړل ترڅو د حکومتي ځواکونو پرمختګ مخه ډب کړي. له همدې امله، دا یوه سخته مبارزه وه چې 9 ساعته یې دوام وکړ او 140 کیلومتره سیمه یې تر پوښ لاندې راوسته. موږ د خپلو ټولو تجهیزاتو سره په بشپړ جنګي تجهیزاتو سنمبال کمپ سپیچر ته ورسیدو. د تروریزم ضد سرتېرو په 2019 کې د همرین غرونو کې د داعش نیول شوي وسایل معاینه کوې. یونیپث: ایا تاسو د کمپ دننه وئ چې کله د کمپ سپیچر قتل عام ترسره شو؟ ایا تروریستان بیز/قرارګاه ته ننوتل؟ ډګروال منتظر: سپیچیرهیڅکله د داعش په لاس کې نده غورځېدلې؛ زموږ سرتېرو له ترهګرو سره د صلاح الدین ولایت تر آزادیدو پورې یوولس میاشتې سخته جګړه وکړه. ډیر سرتیري له زموږ سره ټینګ ودرېدل. د کمپ سپیچر قتل عام کې هغو بې ډاله او بې دفاع ځوانانو ژوند له لاسه ورکړ چې د کمپ سپیچر او موصل څخه بیرته په سهيل کې خپلو کورونو ته روان وو. د لویو لارو او سړکونو له بندېدو وروسته، سړي د کمپ سپیچر شاوخوا باغونو او کلیو ته ورسیدل. تروریستانو هر هغه څوک نیولو چې لاره به ترې ورکه شوه، هغوی به یې سره راټول کړل او په سړه وینه یې وژل. دغه پیښه د 2014 د جون په 11مه رامنځته شوه. لکه څنګه چې دا وژنه وروسته د کمپ سپیچر قتل عام په نامه مشهوره شوه او دا قتل عام له کمپ څخه بهر ځای کې ترسره شو، خو د داعش رسنیو دا خبره په دې ډول خپره کړه چې دوی د کمپ سپیچر کنټرول په خپل لاس کې اخیستی او دننه یې ډول وژلي دي. سپیچر یوه ستراتیژیکه هوایی اډه ده چې د پوځي قطعې مرکزي دفترونه او د مهماتو ډیپوګانې پکې دي، همدا ده چې قوماندانانو د یاد کمپ د امنیټ ټینګولو پریکړه وکړه. کله چې مونږ د ډلهییزې وژنې یوه ورځ مخکې د جون په ماښام سپیچیر ته ورسیدو، موږ د شته قطعو په لیکو کې د ډېرو سرتېرو د نشتون شاهدان وو. د سرتیرو مورال له هغې وروسته راټیټ شو او له خپلو پوستو څخه د تېښتې او پرېښېدو هڅې یې پیل کړې چې کله دوی د هغه څه په اړه چې د دوی په شاوخوا کې تیریږي، اوازې او خبرې واورېدې. یو شمیر افسرانو له مونږ څخه وپوښتل چې ولې سپیچر ته راغلي یو. کله چې موږ هغوی ته وویل چې د مرستې لپاره هلته راغلي یو، دوی غلي شول او موږ څخه یې وغوښتل چې د سرتېرو تښتيدل منع دي. موږ لوی سړک ته لاړو ترڅو له تښتيدلو سرتیرو سره په دې هیله خبری وکړو، چې خپل فکر بدل کړي. خو کومه ګټه یی ونکړه. کله چې موږ د وضعیت په اړه قوماندې ته خبر ورکړ، موږ ته یې امر وکړ چې تښتیدلو سرتېرو ته د داعش تر کنټرول لاندې سیمو پر لور د شاتګ خطرونو او د پوځي قرارګاه د نسبي امنیت په اړه خبرداری ورکړو. دوی ډیر وو مګر بدبختانه زموږ مشورې یی ونه منلې او د جون له 10مې نه د جون 11 تر سهار پورې یې پرېښېدو ته دوام ورکړ، پداسې حال کې چې موږ د سپیچر دفاع لپاره د نوي کنډک ګمارلو، د دفاعي موضع ګانو پیاوړي کولو او د جنګ لپاره مو چمتووالی نیوو. زموږ کنډک په کمپ سپیچر کې ځای په ځای شو او د دفاعي ځواک پیاوړتیا باندې مو کار وکړ، ترڅو د اردو د هغو قطعو باور او ډاډ ترلاسه شي چې خپلو سرتېرو ته د پاتې کېدو امر کوي. مونږ خپل کنډک د کمپ بهرنۍ خوا کې ځای په ځای کړ او څو ورځې وروسته مو د چورلکو له لارې تجهیزات او اکمالات ترلاسه کړ. وروسته، قوماندې دوی ته د سپیچر د ساتنې دنده وسپارله او موږ ته یې امر وکړ چې د موصل پوهنتون آزاد کړو، مونږ امرونه پلي کړل او پوهنتون مو آزاد کړ، وروسته خپلو ځانونو بېرته وروګرځېدو. یونیپث: د موصل د آزادولو جګړه بیان کړئ. ډګروال منتظر: موصل د ازادولو جګړه د څو جګړو یوه برخه وه چې د تیکریت، بایجي او قیاره هوایی ډګر ازادولو سره پیل شو. مګر هغه څه چې د موصل جګړه له نورو جلا کوي، هغه د ملکي خلکو لوی شتون او ډیرې ودانۍ او سړکونه وو. دې کار موږ مجبور کړو چې پلانونه او تاکتیکونو ته بدلون ورکړو. مونږ په ځینو سیمو کې د موټرو او زرهدارو موټرو کارول راکم کړل او په نورو سیمو کې مو د کارېدونکو وسلو له اغېزمنتیا او د ملکي اړخیزو مرګ ژوبلو په پام کې نیولو سره مو د هغوی کارول دوه برابره کړ. د جګړې په ډګر کې د ملکي وګړو شتون د جګړې په څرنګوالي او هغه چټکتیا چې شخړه پکې ژر پایته رسیږي، له خنډونه سره مخ کوي. له غچ اخیستنې او یا د انساني ډال په توګه له نیول کیدو څخه د ملکي وګړو ساتنه او د جګړې له ډګره د دوی د خوندي وتلو لپاره لارې پاکول زموږ پر قطعاتو باندې د ښار د آزادولو تر څنګ په مسوولیت کې ډېروالی راوستی. د ترهګرۍ ضد خدمتونو ادارې جنګیالیو په 2017 کې د ښار د آزادولو د شخړو پر مهال د موصل په شمال کې ځنګلونه نیولي. یونیپث: ایا سرتېرو د موصل په جګړه کې له جګړې مخکې سمې روزنې او تجهیزات ترلاسه کړي وو او کنه؟ ډګروال منتظر: کنډک، هم برخه واخیسته او هم یې رهبري وکړه. کنډک د روزنې او وسلو له اړخه پیاوړی دی او د لوړې کچې روزنې او جنګي چمتووالي او مورال د درلودو له کبله پر زړور او غوره فعالیت کولو باندې مشهور دی. موږ په څو جګړو کې برخه واخیسته، چې لومړۍ یې د صلاح الدین پوهنتون ازادول وو. زموږ یو شمیر ټولیو په 2014 کال کې د رمادي په جګړه کې برخه واخیسته. وروسته مو د باجي شخړه او د تیلو ذخیرو آزادولو په جنګ کې برخه واخیسته. د شاوخوا کلیو له پاکولو وروسته، موږ د قییاره او د قییاره ستراتیژیک هوایي ډګر د ازادولو پر لور وخوځېدو. په هغه وخت کې موږ په جګړه کې دومره اخته وو چې د روزنې لپاره مو وخت نه درلود، خو موږ له هغو تجربو نه ګته پورته کړه چې په جنګونو کې مو ترلاسه کړې وې. په ځانګړې توګه د موصل جګړه. دا یوه مهمه مبارزه وه چې په کور دننه او نړیواله کچه په رسنیو کې منعکسه شوه. دغې جګړې د عراقي حکومت او پوځي مشرتابه لپاره ځانګړی اهمیت درلود. د ځواکونو، تجهیزاتو او وسلو په ګډون د جګړې لپاره چمتووالی د ټولو لپاره د ډیرې اندیښنې وړ خبره وه، نو مونږ له هرې جګړې وروسته، د بیاتنظیمېدو بر مهال روزنه ترلاسه کړې. یونیپث: د موصل په جګړه کې ستاسو رول څه و او تاسو هلته کومو ننګونو سره مخ شوئ؟ ډګروال منتظر: په لومړي سر کې، موږ د غزلياني کمپ ته د سړک په اوږدو کې پرمختګ وکړ او له مونږ څخه د وادې هجر سیمې د پاکولو غوښتنه وشوه. عراقي دولتي پولیس زموږ په ښي او د سي ټي سي ځواکونه په چپ اړخ کې و. معمولا زموږ سرتیري له برید څخه لږترلږه 24 ساعته مخکې د دریځ ځای ته ځانونه رسوي، په دې توګه موږ کولی شو مسؤلیتونه په غاړه واخلو، او نورو قطعاتو سره همغږي ترسره او سلامشورې وکړو. مګر دا ځل موږ کافي وخت نه درلود ځکه چې موږ له جګړې لږ څه مخکې له چپې څنډې نه ښې څنډی ته لاړو تر څو دښمن چې د سیند له بل اړخ څخه یې زمونږ د برید تمه درلوده، حیران او هېښ کړو. موږ له څو ستونزو سره مخ شوو، چې لومړۍ یې د دښمن د ودانیو تحکیمات وو چې بېلابېل کمینونه، موانع یا خنډونه او تونلونه پکې جوړ شوي وو. سربیره پردې، د جغرافیې څرنګوالی او ستونزمنو سیمو د چاودیدونکو توکو او د ځمکنيو ماینونو کشفول ناشونی کړی وو، ځکه چې دښمن ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي د ماینونو د میدان په بڼه خښ کړي وو. سربیره پردې، داعش په ښار کې د سنایپرو، د وسایطو ضد ماینونو او ځانمرګو بریدګرو په مرسته سخته جګړه وکړه. داعش خپل له تر ټولو ډېر وفادار بهرني جنګیالي هم ځانونو سره د جنګ میدان ته راوستي وو. د داعش په فکرونو کې د موصل جګړه یو پریکنده جګړه وه، چې پایلې به یې دا مشخصه کړي چې آیا دا ډله ژوندۍ پاتې کېدای شي او که نه. دښمن په لومړي ځل پر خلکو د کوچني بمونو لپاره ډرون الوتکې وکارولې چې مخکې یې یوازې د غونډو څارنې لپاره کارولې. په دې دلیل چې ډرون الوتکو په پیل کې زموږ پرمختګ سوکه کړ، موږ پریکړه وکړه چې پلان بي له مخې مخکې لاړ شو. موږ له ناڅاپي لاری نه مخکې تګ وکړ، ترڅو دښمن حیران کړو او د داعش لخوا اچول شوو خنډونو څخه تېر شو. یونیپث: تاسو څنګه پر دغو وژونکو ننګونو بریا ترلاسه کړه؟ ډګروال منتظر: موږ د عراق د ترهګرۍ ضد خدمتونو اداره کې په دوامداره توګه خپل تجهیزات او وسایط بیاځلې جوړوو او ترمیموو. موږ د موټرو پر سر د ماشیندارو د نصبولو پر برج باندې پولادي سرپوښ نصبوو او همدارنګه د ټایرونو له شاوخوا هم پوښ تاوو ترڅو د سنایپر او بې پیلوټه الوتکو څخه په امان کې شو. د بې پیلوټه الوتکو د له منځه وړلو په هکله مو وکولی شو چې یوه ورڅخه وولو او په الکترونیکي شخړو کې مو د ایتلاف ځواکونو د کارپوهانو غوښتنه وکړه. موږ ایتلافي ځواکونو ته د بې پیلوټه الوتکې ماتې برخې ورکړې، او دوی وکولی شوای چې مهم استخبارات راټول کړي، لکه د بې پیلوټه الوتکې فریکونسي، وړتیاوې او د فعالیت د ساحې کچه. دوی د دوه متر مربع کیلومتره پراخې ساحې لپاره د جمینګ ځانګړو تجهیزاتو پر مټ چټک ځواب ورکړ. موږ دا د کالمونو/بامونو په سر ځای په ځای کړل ترڅو دوی د ډرون له بریدونو څخه خوندي وي. موږ وکولی شو چې د داعش بې پیلوټه الوتکې چې زمونږ پرمختللو سرتېرو ته یې د نږدې کېدو هڅه کوله، وولو، او دې کار داعش چې پر ښي اړخ باندې د جنګ لپاره یې پر بې پیلوټه الوتکو تکیه کوله، هېښ کړ. یونیپث: د ایتلافي ځواکونو د هوایی ملاتړ اغیزه څه وه؟ ډګروال منتظر: هوایی ملاتړ اغېزناک وو. موږ د هوایی کنټرول یو افسر وټاکه ترڅو د نړیوال ایتلافي ځواکونو ټیم سره یوځای کار وکړي. هغه څلورویشت ساعته کار کوو، او په ساحه کې یې له افسرانو څخه زمونږ ایتلافي ملګرو سره مالومات شریکول، چې په بدل کې به یې د غوښتل شوو موخو یا اهدافو د ځای په اړه مالومات ورکول. د داعش پر وړاندې د ایتلافي ځواکونو ځواب چټک او جزا ورکوونکی وو. ډېر کم داسې پېښیږي چې د خراې هوا یا د لاسرسي وړ الوتکې د نشتون له کبله ځواب ډېر سوکه راځي. په ټولیز ډول، ایتلافي ملګرو د موصل په جګړه کې یو مهم رول لوبولی. بریا، د دوی له دوامداره ملاتړه پرته ناشونې وه. کله چې موږ د جګړې په منځ کې ښکېل یو او د ایتلافي الوتکو غږ واورو، نو موږ د ارامۍ ساه اخلو او مورال مو لوړیږي. د جنګیالیو او جنګي الوتکو تر مینځ یوه معنوي اړیکه رامینځته شوه، چې د جنګ له سختۍ سربیره یې جنګیالیو ته د پرمختګ لپاره انرژي او ځواک ورکړ. د ایتلاف هوایی ظرفیتونو زموږ باور لوړ کړ او موږ خپلو اهدافو ته ډیر ژر او په لږ مرګ ژوبلې سره ورسیدو. کله چې موږ د الوتکې غورېدل واوریدل او ومو لیدل چې دوی زموږ د لارې په مخکې هغه اهداف په نښه کوي چې داعشیان ګډوډوي او د هغوی تر منځ واټن رامنځته کوي، د جګړې د پای لپاره زمونږ عزم کلک او ارادې مو پیاوړې شوه. یونیپث: تاسو د ښارونو د ازادۍ له کبله په نه پرتله کېدونکو شخړو کې بې سارې تجربه ترلاسه کړې. ایا تاسو توانېدلي یاست له نورو قطعاتو یا ایتلافي ځواکونو سره تجربې شریکې کړئ چې ښایي په نورو ځایونو، لکه یمن، افغانستان یا سومالیا کې د ایتلاف ځواکونو لپاره اړین وي؟ ډګروال منتظر: ترهګرۍ ضد خدمتونو ادارې مشر لارښوونه د ټولو قوماندانانو لپاره دا دي چې د جنګیالیو روزنې، پراختیا او تعلیم ته پام ورواړوي. موږ د ترهګرۍ ضد خدمتونو اړونده ادارې ټولو سرتیرو لپاره په انفرادي او ډلهییزو روزنو تمرکز کوو. موږ د سرتیرو تر منځ د ټیم روحیې د رامنځته کولو روزنه هم ورکوو، ځکه چې دوی په بارکونو کې ژوند کوي او د ورورنو په څیر جګړه کوي. زموږ ډیر ښوونکي، افسران او یا بریدملان دي چې د پراخې روزنیزې تجربې لري، په ځانګړي توګه د نویو سرتېرو د چمتوکولو په برخه کې. له دوی څخه ډیری یې د آزادۍ په جګړو کې برخه اخیستې او د عراق څخه بهر ځانګړو کورسونو کې برخې اخیستو سربیره، د پام وړ ساحوي تجربه لري. د ایتلافي ځواکونو سره یوځای د روزنو لپاره موږ غواړو د ایتلافي کارپوهانو تر روزنې لاندې خپلو زده کړو ته دوام ورکړو. موږ په بیس کې د متحده ایالاتو ځانګړو ځواکونو ټیمونه لرو او غواړو له دوی څخه روزنې تر لاسه کړو. تجربې شریکول هم په لوړه کچه دوام لري. ایتلافي ځواکونه، چې د متحده ایالاتو سرتیري یې مشري کوي، له مونږ سره د هرې لارې په اوږدو کې ملتیا کوي، د هرې جګړې په بهیر کې له داعش څخه د عراقي ځمکو په پاکولو کې یوځای مبارزه کوي. دوی په ځمکه کې د مشاورینو په توګه او په هوا کې د جنګیالیو په توګه چارې ترسره کوي، او همدا ډول په غونډو کې په ټولیز ډول او په اتوماتیک ډول او د جنګ په پلان کې د یو بل ښکېلولو له لارې له یو بل سره خپلې تجربې او پوهاوي شریکوي. د ډګروال مانټادیر اندونه د تل په څېر اړونده او سمون خوړونکي وي. لکه څنګه چې داعش هڅه کوي خپل ځواک بیرته ترلاسه کړي او د شمالي او لویدیځ عراق په غرونو او صحراګانو څخه ګوریلایي یا چریکي جګړه پرمخ بوځي، دا هېواد به د ډېرو هڅو وروسته د خپلو پیاوړو قطعاتو ترلاسه شوو تجربو باندې په باور سره د ترهګرو ماتولو ته دوام ورکړي. Facebook Twitter Share
Comments are closed.