برخی له ایران څخه د مرګ او ګډوډیو د خپرېدو مخنیوی By Unipath Last updated Sep 11, 2020 Share Facebook Twitter معمر الاریاني، د یمن د اطلاعاتو وزیر کله چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 75مه غونډه د 2020 په سپتمبر کې په نیویارک کې پرانیستل کیږي، د اجندا په مسایلو کې به د امنیت شورا 2231 پریکړه لیک شامل وي، چې له مخې یې ملګرو ملتونو د ایران اټومي تړون تایید کړ. د سږ کال عمومي اسامبلۍ او د امنیت شورا غونډې د یو شمیر هغو لوړې کچې فعالیتونو سره همغږي دي چې د سپتمبر له نیمایي څخه د اکتوبر تر پیل پورې دوام لري. په دې کې د سپتمبر په 26 نیټه د هستوي وسلو د له مینځه وړلو نړیوالې ورځې نمانځنه هم ګډون لري. ستونزمنه مسئله دا ده چې 2231 پریکړه لیک کې د ایران په وړاندې د بندیزونو د ختمولو غوښتنه شوې. موږ په عربي نړۍ او په ځانګړي ډول په یمن کې، د بندیزونو د دوام غوښتنې لپاره اړین دلیلونه لرو. ایران ته د وسلو او توکو پر خرڅولو، رسولو او لیږدولو باندې د بندیز لرې کول به د دې هیواد رژیم ته د یوې ډالۍ مانا ولري. دا به ایران ته فرصت برابر کړي چې په سیمه کې ګډوډي او ترهګري خپره او مالي سرچینې ورته چمتو کړي ترڅو خپل تخریبي فعالیتونه پراخه کړي. دا به د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات ته د ګواښونو نورې سرچینې رامینځته کړي او د سولې هڅو پر وړاندې به یو خوږمن ګوزار وي. سربیره پردې، ایران ته د وسلو د پلور او اکمالاتو له سره پیل کول پدې معنی دي چې فرقهیي ملیشو او تروریستي سازمانونو ته د وسلو د قاچاق له لارې په سیمه کې د جګړو اور ته لمن وهل کیږي، د انرژي تاسیسات او نړیوالې سوداګریزې لارې په نښه کوي او سیمه ییز او نړیوال امنیت او سوله یې ګواښي. د متحده ایالاتو دفاع وزارت د ایراني وسلو د دوو باروړونکو کښتیو جزییات خپاره کړل چې د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه په عربي سمندر کې نیولې وې، چې د حوثیانو لپاره د یمن پر لور روانې وې. لکه څنګه چې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې ویاند تورن ویلیم اربن د 2020 په فبروري میاشت کې په یوه رسنیزه غونډه کې یادونه وکړه، په هغو وسلو کې چې د 2019 په نومبر میاشت کې د ایراني کښتۍ په مینځ کې نیول شوې وې، کروز توغندي او بې پیلوټه الوتکې شاملې وې، او هغو وسلو ته ورته وې چې د ارامکو په تاسیساتو برید کې کارول شوې وې. اربن په ګوته کړه چې د 2019 په نومبر میاشت کې د فاریست شرمن او په 2020 فبروري میاشت کې د متحده ایالاتو د نورمندي کښتۍ له خوا په سمندر کې د دو بیړیو نیول، په دې معنی وو چې حوثي ملېشو ته د وسلو لیږدولو لپاره د اکمالاتي کښتیو یو منظم سیستم شتون لري. له ارزونې سره سم، ایران د دغو مالونو د لېږد د پلان، تنظیم او تولید مسؤلیت لري. دا د حوثي ملیشو لخوا د ماینونو او ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د کارولو سربیره ترسره کیږي، چې د نړیوال بشردوستانه قانون لخوا منع شوي دي. په 2020 کې د بشري حقونو د معلوماتي او روزنیز مرکز د یو راپور له مخې، ایران له دې پوځي ټیکنالوژۍ څخه ملاتړ کړی او کوي یې، چې په پایله کې له 2014 کې د حوثیانو د کودتا راهیسې بیا تر دې دمه شاوخوا 8000 ملکي وګړي وژل شوي، چې ډیری یې ښځي او ماشومان دي، چې په زرګونو زره دایمي معیوبیت لرونکي کډوال هم په کې شامل دي. د سیمې خلک د تهران رژیم د شومو پالیسیو او په عربي هیوادونو کې امنیت او مدني نظم ته د زیان رسولو لپاره د فرقهیي ملیشو لخوا رامینځته شوې ګډوډۍ او تاوتریخوالي څخه ډیر زیانمن شوي دي. یمن او یمنیان د ایران د مداخلې دروند قیمت ورکړي دي. دغو مداخلو، حوثي ملیشو ته پوځي ټیکنالوژي لکه بالیستیک توغندي او بې پیلوټه الوتکې، او د ماینونو او چاودیدونکو توکو په جوړولو کې کارپوهان په لاس ورکړي. دوی همداراز هڅه کړې تر څو د یمن خاوره پر ګاونډیو هیوادونو د برید لپاره وکاروي، په سره سمندر او عرب سمندر کې د انرژۍ سرچینې او سوداګریزې لارې له ګواښ سره مخ کړي، او باب المندب په خپل کنټرول کې ولري. نور عربي هیوادونه لکه عراق، لبنان او سوریه او همدارنګه دغه سیمه او نړۍ – د خمیني انقلاب راهیسې د ایراني رژیم او انقلابي ګارد لخوا په لاره اچول شوو دښمنيزو پالیسیو لپاره له ځانه څخه خورا تاوان پرې کړی دی. ایران هڅه کوي خپل انقلاب خپور کړي او د وسلو، فرقهیي ملیشو او د افراطي، تروریستي ایډیالوژۍ د خپراوي له لارې هیوادونه تر خپل کنټرول لاندې راولي. نړیواله ټولنه دنده لري چې د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سم عمل وکړي ترڅو نړیواله سوله او امنیت وساتي، د نړۍ سولې ته ګواښ ختم کړي، د دولتونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصل پلي کړي او د هیوادونو خپلواکي او حاکمیت خوندي کړي. نړیواله ټولنه دنده لري چې له تروریزم سره مبارزه وکړي او ایراني رژیم ته د وسلو د پلور او صادرولو مخه ونیسيږ دا هغه وسلې دي چې بې له شکه به د حوثي ملیشو په ګډون د فرقه یي ملیشو او تروریستي سازمانونو لاس ته ولوېږي او دوی به یې د نورو یمنیانو د وژلو لپاره او په یمن کې د جګړې پای ته رسولو او په هیواد کې د سولې راوستو هڅو د کمزوري کولو لپاره وکاروي . Facebook Twitter Share
Comments are closed.