له انساني قاچاق سره د قرغزستان مبارزه
د قرغزستان د وزیرانو کابینې اعلان وکړ چې په بشکیک کې یې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) په همکارۍ له انساني قاچاق سره د مبارزې په اړه د لومړي ملي ورته کولو یا شبیه سازۍ تمرین پیل کړی.
دغه څلور ورځنۍ تقلیدي تمرین د قرغزستان په اسیک کول ولایت کې ترسره شول. د قرغزستان د وزیرانو د کابینې مرستیالې زیلدیز باکاشووا Zhyldyz Bakashova او په قرغزستان کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د پروګرام د دفتر مشر الیکسي روګوف Alexey Rogov دغه روزنیز پروګرام پیل کړ.
د قرغزستان چارواکي د یوې نوې تګلارې له لارې د انساني قاچاق د قربانیانو د ځای د ښه موندلو او مرستې لپاره د دې پیښې اهمیت درک کوي.
باکاشووا وویل: “موږ پوهیږو چې د دغه ډول جرمونو پر وړاندې مبارزه باید په نوو ټیکنالوژیو او چلندونو وشي. موږ باید د مجرمینو د جنایي تعقیب سیسټم ښه کړو.”
هغې د روزنې یوه نوې بڼه وړاندې کړه چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) جوړه کړې چې د قرغزستان قانون پلي کونکي ادارې، څارنوالانو، د کار مفتشانو، ټولنیزو خدمتونو او غیر دولتي او نړیوالو سازمانونو په ګډون تر 60 د زیاتو کارمندانو اجنسیو لپاره په ادارو کې پلي کیږي.
دغه ورته کول یا شبیه سازي په ریښتیني وخت کې د قاچاق ضد اقداماتو په چاپیریال کې د امکان تر کچې له واقعیت سره ورته والی لري. دا پروګرام د انساني قاچاق د مخنیوي، د قربانیانو ملاتړ، د حکومتي او غیر دولتي سازمانونو د مهارتونو د ښه کولو او د قرغزستان د قانوني سیسټم د تازه کولو لپاره ډیزاین شوی.
دغه تمرینونه د قرغزستان د کورنیو چارو وزارت د 2021 کال د جولای 30مې د اعلامیې په تعقیب وو چې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره یې 100 ورځنی معلوماتي کمپاین پیل کړی و. د کورنیو چارو وزارت د جنایي پولیسو د خدماتو مشر مارلیس ژومابایف Marlis Dzhumabaev په وینا، دا کمپاین د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له خوا د جولای د میاشتې 30مه د انسان د قاچاق پر وړاندې د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شو.
هغه ټینګار وکړ چې د قاچاق په اړه د هیواد پالیسي باید په غلامۍ کې د بند پاتې خلکو ژغورل او بیا توانا کول شامل وي.
Comments are closed.