قطر د ترکیه سره نظامي مشارکت پیاوړی کوي
یونیپث کارکونکی
د قطر بحري ځواک خپل بحري فلیټ د ساحلي کښتۍ تشریفاتي پیل سره پیاوړی کړی چې کولی شي په خپل پراخه عرشه کې سلګونه سرتیري ځای په ځای کړي.
د ساحلي کښتۍ ټانک (ایل.سي.ټي) فویریټ رسمآ د ترکیه د انادولو کښتیو جوړولو کارخونې لخوا په 2021 سپتمبر کې بشپړ شو.
په قطر کې د یوه ساحلي کلي په نوم نومول شوی، ایل.سي.ټي فویریټ په خپل 400 میتر مربع عرشه کې 260 بشپړ مجهز سرتیرو ته ځای ورکوي. دا ساحلي کښتۍ چې 25 ماڼوان یې چلوي، د درې محاربوي ټانکونو او نورو وسایطو د وړلو لپاره هم تجهیز شوې ده.
قطر پلان لري د بیړۍ عرضه د 2022 اوړي کې ترلاسه کړي – د شپږ کښتیو له ډلې څخه یوه چې دا یې د ترکیه څخه پیري.
د انادولو د کښتیو جوړولو کارخونې اجرایوي رئیس سیوات ریفعت اتیلهام د څو کښتیو د پیرود په اړه وویل، “موږ تکل لرو په راتلونکي 24 میاشتو کې ټول ازمیښتونه او روزنیزې دورې پوره کړو او قطر ته یې وسپارو.”
د ساحلي کښتۍ سربیره، قطر د انادولو کښتۍ جوړولو کارخونې څخه څو کښتۍ غوښتي چې پدغو کې د قطر بحري ځواک کالج زده کونکو ته روزنه ورکوي. دا هیواد په عرب خلیج کې 563 کیلومیتر ساحل لري.
دا پیرود د یوه ګډ دفاعي تړون برخه ده چې قطر په 2017 کې د ترکیه سره پایله کړی. د نظامي مشارکت تقویت کولو لپاره، دواړه هیوادونو په 2019 کې د ترکیه – قطر ګډ ترکیبي ځواک جوړ کړ. قرارګاه یې په دوحه کې ده او د اومې پیړۍ عرب محاربوي قوماندان خالد بن الولید په نوم نومول شوی دی.
د قطر امیري هوای ځواک په 2021 اوړي کې په کونیا کې د اناتولیا باز دوه اونیز څو میلیتي تمرین کې ګډون وکړ. پیلوټانو د تمیم هوایی ډګر کې د 1 لومړۍ جګړه ییز وزر څخه د قطر لخوا نوي پیرودل شوي د فرانسې هیواد جوړ رافایل جنګي جیټ الوتکو کې مانور اجرا کړ.
د دواړه هیوادونو د اردو ترمینځ لاسلیک شوي تکنیکي تړون لاندې، قطر به د پنځه کلونو لپاره په ترکیه کې پیلوټان روزي او په هیواد کې به تر 250 پرسونل او 36 الوتکو ته ځای ورکوي.
سرچینې: نول نیوز، الجزیره، ahvalnews.com
Comments are closed.