قزاقستان د کووېډ- 19 واکسین جوړ کړل
د روسیې په شان هېوادونو باندې د اتکا د کمولو په موخه، قزاقستان د نړۍ یو له هغو لږو هېوادونو شو چې پخپله کووېډ- 19 واکسین جوړوي.
د قزاقستان د روغتیا وزیر، الیکسی تزوی د 2021 کال په اپریل کې د قزاق واک واکسینو لومړۍ پېجکاري وکړه. وروسته لسګونه زره نور ډوزونه د قزاقستان په اتباعو وویشل شول.
د قزاق واک واکسینو مالي ملاتړ د قزاقستان دولت وکړ او د بیولوژیکي خوندیتوب په څېړنیز مرکز کې جوړ شول. دغه واکسین د درېیو اونیو په فاصله کې دوه ځله کېږي.
خلکو ژر د دغو واکسینو اخیستو ته صفونه جوړ کړل؛ دغه واکسین په مختلفو مرکزونو کې ورکول کېدل، لکه د دغه هېواد د تر ټولو لوی هېواد، الماتا په یوه لوی سوداګریز مرکز، میګا مال کې.
قزاقستان دغو واکسینو ته پر روسي او چینایي فارمول له اتكا څخه د ډډه کولو د لارې په سترګه وکتل. روسیه د واکسینو یوه اصلي منبع وه. قزاقي چارواکو وویل چې د دغو واکسینو یوه برخه ښایي ترکیې ته واستوي. سرچینې: رویترز، د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو
Comments are closed.