څانګېد سیمې هېوادونه قزاقستان او متحده ایالات همکاري جوړه کړه By Unipath On Oct 21, 2020 Share Facebook Twitter قزاقستان د متحده ایالاتو سره خپله ستراتیژیکه ملګرتیا د کال 2019 په دسمبر کې، واشنګټن ډي سي ته د بهرنیو چارو وزیر مختار ټلوبیردي د رسمي سفر پرمهال پیاوړې کړه. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هیله څرګنده کړه چې قزاقستان په افغانستان کې د ثبات په راوستو او سیمه کې د بیا یوځای کولو کې مهم رول ولوبوي. پومپیو وزیر ټلوبردي ته وویل: “قزاقستان په مرکزي آسیا کې مشر دی، او متحده ایالات ورباندې د سیمه ییز همکار په توګه تکیه کوي.” “موږ ستاسې هیواد د سیمه ییز امنیت د ساتلو لپاره یو مهم شریک ګڼو.” تلوبیردي له قزاقستان سره د متحده ایالاتو همکارۍ د پیاوړتیا په هکله ټینګار وکړ، هغه ژمنه چې په کال 2018 کې واشنګټن ته د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف د سفر پر مهال لا پیاوړې شوې وه. ”موږ له متحده ایالاتو سره د خپلو همکاریو لا پراخېدو ته ډیر اهمیت ورکوو.” د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر وویل. د تلوبیردي له سفر څخه مخکې د قزاقستان څخه یوه دیپلوماتیک پلاوي د قزاقستان او متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیکې همکارۍ د کمیسیون له غړو سره وکتل. د برخه اخیستونکو په ډله کې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت معین یرژن اشکباییف او د سویلي او مرکزي آسیا د چارو لپاره د متحده ایالاتو لوړپوړی ډیپلومات ایلس ویلز شامل وو. د اجندا په موضوعاتو کې په نړیوال او سیمه ییز امنیت کې دوه اړخیزه همکاري، د تروریزم او مخدره توکو قاچاق سره مبارزه، سایبري امنیت، او په سوریه او عراق کې د جنګ ځپلو سیمو څخه د قزاقستان اتباعو بیرته راستنول او بیا یوځای کیدل شامل دي. د قزاقستان له کتنې وروسته، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي آسیا لپاره د متحده ایالاتو ستراتیژي د نوي کولو پلان اعلان کړ، چې د پامپیو او ټلوبردي لخوا ډیری مطرح شوي موضوعات په کې شامل دي. سرچینې: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، Business.com ،Platon Asia Facebook Twitter Share
Comments are closed.