قرغزستان په داخلي اصلاحاتو مخ لوري ته حرکت کوي
قرغزستان د حکومتي اصلاحاتو، بشري حقونو نوښتونو او د اوبو مصؤنیت ملاتړ لپاره د اروپا اتحادیې د مرستو څخه ګټه پورته کوي.
په 2021 دیسمبر کې، د اروپا اتحادیې د قرغزستان سره مرستې لپاره د یوې څلور کلنې هڅې د برخې په توګه د 62 ملیون یورو په ارزښت مالي تمویل تصویب کړ.
د حکومتولۍ او ډیجیټل سازۍ په لړ کې، د دې پیسو تمرکز به د قانون حاکمیت او ډیجیټل اوښتون ته ارتقا ورکولو او ښه کولو باندې وي.
بشري پراختیا، پشمول د تعلیم کیفیت ښه کول او د جنډر د مساواتو او بشري حقونو ترویج هم د بشکیک لپاره د اروپا اتحادیې د مرستې برخه دي.
اروپا اتحادیی همدارنګه د کمو اوبو لرونکي سیمو سره د اوبو سرچینو د ادغام او شریکولو اړوند د قرغزستاناړتیا باندې تاکید کړی دی. د اوبو مصؤنیت د شوروي اتحادیې د منحل کیدو راهیسې د مرکزي آسیا هیوادونو ترمینځ یوه ستره دیپلوماتیک مسله ده.
دا مالي لومړیتوبونه د قرغزستان او د اروپا اتحادیې غړي هیوادونو ترمینځ مشوره کې مشخص شوي دي. دا لومړیتوبونه د ملګرو ملتونو د 2030 اجنډا، د پاریس د اقلیم تړون او د اروپا اتحادیې د نړیوالې لارې ستراتیژي سره هم په لیکه کې دي.
په قرغزستان کې د اروپا اتحادیې د پلاوي مشر، سفیر ایډوارډ آویر د 2021 په وروستیو کې د تمویل تړون په پایله کې وویل، “اروپا اتحادیه د قرغز جمهوریت سره د لومړنۍ او معتبر پراختیایی شریک په توګه اوږدمهاله مشارکت لري.”
”نن موږ زموږ همکارۍ کې یو نوی ګام لمانځو، د حکومتولۍ، ډیجیټل سازۍ، تعلیم، شنې ودې او د دوه اړخیزو ګټو نورو برخو لپاره اوږدمهال ملاتړ ژمنه کوو. نوی څو کلن پروګرام د قرغز خلکو لپاره د اروپا اتحادیې د دوامداره ملاتړ قانع کونکی ثبوت دی.”
سرچینې: ویچرني، بشکیک، Vesti.kg
Comments are closed.